ورک ستوري

هارون ادیب

32

د تل په څېر د ښار ټول څراغونه یو یو په ګلېدو وو، خو زما د خونې کړکۍ لا هم د څراغ په تته رڼا کې پټه وه، په ښار وژونکي خاموشي خوره وه، ځای ځای سپین ستوري په اسمان کې نڅېدل، زه تر ډېره د اسمان په ننداره کې ورک وم، کله کله به مې داسې انګېرله چې سپوږمۍ هم ماته ګوري، ما به ستوري شمېرل، ځکه خپل ستوری مې پکې لټوو…
یاد مې شي ماشوم وم، د کاکا په کور کې مې یوه لویه کدانه وه، چت یې تورو تیرانو پټ کړی و، د دیوالو خټه یې خامه او ورسته وه، موږ د اوسېدو ځای نه درلود، کاکا مې دا خونه موږ ته راکړه، یوه شپه مې د لاټین په تته رڼا کې له خټینې کړکۍ اسمان ته کتل، ما به هره شپه ستوري د کور په نومونو یادول، یو ځای دوه ستوري له نورو لرې جلا ځلېدل، مور ته مې ویل چې دا لوی ستوری ته یې او څنګ ته دې زه ولاړ یم، مور مې وخندل او په سر یې ښکل کړم، خو په سبا مې هلته بل ستوری هم تر سترګو شو، زموږ تر منځ دریم نه و چې ما پرې نومولی وای، ځکه خو مې له مور نه وپوښتل، هغې د پلار نوم واخېست، دا نوم ماته عجیبه وبرېښېد، نوی مې واورېد، مور مې یوازې دومره وویل چې لوی شې خپله پوهېږې، بله ورځ مې د یوه ماشوم له خولې دا نوم واورېدو، ما به پلار په ذهن کې په ډول ډول څهرو انځورولو، هره شپه به مې په ستورو کې لټوو، لوړ اسمان کې به مې سترګې وې، د هماغې شیبې په تمه به کله کله د کړکۍ تر څنګ خوب وړی وم، خو هېڅکله مې هم بیا درۍ ستوري څنګ په څنګ ونه لیدل، د عمر مې کلونه تېر شول، مخ مې ځوانکۍ وکړې، مور ویل چې نور ځوان شوی یې، یوه شپه یې د پلار د مرګ کیسه را واوروله، غږ یې ژړغونی شو، د کوټې په پیکه رڼا کې مې یې سترګو ته پام شو، رڼې ځلېدلې، شېبه وروسته یې پړونی مخ ته نیولی و، ژړل یې، سترګې یې پرې موښلې…
کال وروسته مې تره د مسافرۍ غږ را باندې وکړ، له خوشالۍ په جامو کې نه ځایېدم، په لوړ آواز مې مور پسې نارې وهلې، د تره خبرې مې کټ مټ ور واورولې، ډېره شېبه غلې وه، څه یې ونه ویل، څېره یې غمجنه غوندې شوه، هغه شپه مې د مور حالت هېڅ ښه نه و، څه یې ونه خوړل،  سهار یې په سرو سترګو یوه پڼده راته ونیوه، مالومېده چې بېګاه یې خوب نه وو کړی، تر دروازې را پسې راغله، کلک کلک یې ښکل کړم، دا حالت راته د زغملو نه و، سترګو کې مې اوښکې وکړې، تاب مې را نه ؤړ، مور ته مې په غېږه کې ور وژړل، هغې ډاډ را کاوه، نور ناوخته وه، په ژړا مې ترې رخصت واخېست…
د مسافرۍ مې درېیم کال وو، خوشاله وم، کور ته به مې ډېرې روپۍ لېږلې، له کلي به چې څوک راغلل، د کور احوال به مې ترې پوښتلو، یوه ورځ یوه کلیوال صوتي فیته راکړه، ویل چې د مور غږ دې پکې ثبت دی، څو ځلې مې واورېده، ډیره غږېدلې وه، ویل یې ناروغه یم، د کور واله ښه رویه نه را سره کوي، له خپلې کمزورۍ یې بدې ورځې کړې وې، دا خبره مې تره ته یاده کړه، زه باید بېرته تللی وای، هغه راته غوسه شو، ویې ګواښولم، ژوند را باندې تنګ شو، مور ته مې اندېښنه وه، کار ته به مې لاس نه ورتلو، د هغې خبرې مې نورې یاد وې، هره شپه به مې فیته غږوله، میاشتې یو په بل پسې تیرېدې، خو ماته له کال هم اوږدې ښکارېدې، له کلي مې احوال نه درلود، روزګار مې ډېر ستړی و، ورځ به مې په کار تېرېده، او د شپې به بیا د پښو ټناکو خوب ته نه پرېښودم، یوه ورځ مې د کلي دهقان تر سترګو شو، زه یې چې ولیدم، پښه نیولی شو، وړاندې راغی، بل ډول و، غمېدلې ستړې مشې یې وکړې، اوږده شېبه غلی و، خفه ښکارېد، شک مې راغی، زر مې د مور نوم په خوله ورته واخېست، څه یې نه ویل، سترګې یې ښکته شوې، د خولې اوبه یې په سختۍ سره تیرې کړې، په نیولي غږ یې وویل؛ هغه نوره له موږ سره نشته!…

له هغه پیښې وروسته کلونه تېر شوي، عمر مې ورځ تر بلې پخېږي، د مور نشتون ډېر وځورولم، ځان مې شکنجه کړ، د لېونیانو خوی مې واخېست، نور مې هغه زړه خونه پرېښوده، ښار ته راغلم، اوس هم یوازې یم، خوب مې نه وي، د ښار په رڼه اسمان کې خپل تېر ژوند لټوم، درۍ ستوري پکې ګورم، د ماشومتوب خیالونه مې په ذهن کې د یوې لمر وهلې پردې په څېر را ځوړند دي، هماغه هیله مې اوس هم په سترګو کې ځلېږي، تر ناوخته ستورو ته ځیر وم، په همدې تمه هره شپه سترګې را باندې پټې شي، ښایي هغه ستوري به یوه ورځ یو ځای شي، وبه یې وینم، خو دوی به بیا هېڅکله هم زما ژوند ته را ونه ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.