د هرات په ولایت کې د کانګو تبې ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې

35

د طالبانو تر ادارې لاندې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ویلي چې د لوی اختر له ورځې راهیسې په دغه ولایت کې د کانګو تبې ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي (جوزا) په ۲۰مه، د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس د هرات د عامې روغتیا ریاست د څارنې او غبرګون مسؤل ډاکټر امیرنژاد له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښې د اختر په ورځو کې د څارویو د حلالولو او ساتنې پر مهال د روغتیايي سپارښتنو د نه مراعات له امله رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وینا، د دې ناروغۍ د پېښو زیاتوالی له هوا د ګرمېدو سره مستقیم تړاو لري او ښايي د کال په ګرمو فصلونو کې یې خپرېدل نور هم زیات شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د حیواناتو او حیواني محصولاتو سره د تماس پر مهال روغتیايي او حفظ الصحې سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د کانګو تبې ۱۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له امله یې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.