د یوې کورنۍ دوه غړي په زنده‌جان هرات کې وژل شوي

34

د هرات ولایت د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د جنایي پېښو او ناامنۍ د دوام په لړ کې، یوه مور او زوی په زنده‌جان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۱مه، رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د زنده‌جان ولسوالۍ د لنګر کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، بریدګر د دغې کورنۍ کور ته ننوتلي، لومړی یې یو ځوان د خپلې مور د سترګو په وړاندې وژلی او وروسته یې مور هم په بې‌رحمانه ډول وژلې ده.
د معلوماتو له مخې، بریدګرو له جرم وروسته له کور څخه نغدې پیسې او سره زر هم غلا کړي او له سیمې تښتېدلي دي.
طالب چارواکو ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې اووه کسان نیولي دي، خو لا تر اوسه څرګنده نه ده چې نیول شوي کسان به تر عدلي تعقیب او محاکمې لاندې راشي او که به خوشې شي.
راپورونه ښيي چې په وروستیو کې جنایي جرمونه او ناامني زیات شوي، چې د خلکو اندېښنې او وېره یې ډېره کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.