په قبایلي ټولنه کې ځینې کورنۍ یوازې د نوم او نسب له امله نه، بلکې د عمل، جرئت، تدبیر او ولس پالنې له امله پېژندل کېږي. داسې کورنۍ چې نسل په نسل یې د کلي، قوم او وطن ساتنه خپل دیني، اخلاقي او تاریخي مسؤلیت ګڼلی وي. د میرامشا د درپه خېل کلي هغه درنه، تاریخي، تکړه او قدرمنه کورنۍ چې په جرمن نوم مشهوره ده، همداسې یوه کورنۍ ده.
دا کورنۍ د خپل نیکه جرمن له نومه پېژندل کېږي. جرمن هغه شخصیت و چې د خپل وخت د جرګو، شخړو او قومي ستونزو په حل کې یې د عقل، حوصلې او مېړانې بېلګه وړاندې کړې وه. د ده زوی ملک جبار (جباري) هم د همدې لارې لاروی و، یو داسې مشر چې قوم ته یې خدمت کاوه، نه قوم پرې واک چلولو. همدغه تسلسل تر ملک سیف الله داوړ پورې راورسېدو.
په قبایلي ټولنه کې مشرتابه که په میراث کې پاتې کېږي، بلکې داسې مشرتابه په کردار هم ثابتېږي. که څوک د پلرونو نوم وساتي، نو هغه د خپل عمل له لارې. سیف الله داوړ د خپل نیکه او پلار د همدې دود ریښتینی وارث و. ده د مشرتابه مانا په دې کې نه لیدله چې خلک پرې وېرېږي، بلکې په دې کې چې خلک پرې باور وکړي. ده د قوم ستونزې د ټوپک په خوله نه، بلکې د جرګې په منطق حل کولی. د خلکو ترمنځ د ناستې، مشورې، روغې جوړې او انصاف لارې یې غوره ګڼلې. ځکه نو ده ته خلک یوازې ملک نه، بلکې امانتدار مشر ویل.
د شمالي وزیرستان په شان سیمه کې مشرتابه یوازې لقب نه دی، دا یو خطرناک مسؤلیت دی. دلته مشران تل د دوو اورونو ترمنځ وي. یو خوا د ولس د امن غوښتنه، بل خوا د وسلوالو ډلو فشار. سیف الله داوړ هغه مشر و چې د امن، ثبات او ولسي یووالي لپاره یې خپل دریځ روښانه ساتلی و. ده د کلي، قوم او سیمې د بقا لپاره هر قیمت منلی و، خو د حق خبره یې نه ده پرېښې. همدا دریځ، همدا ولس پالنه او همدا جرئت د هغه لپاره د خطر سبب وګرځېدو.
په ډېر افسوس سره، د 1 مې 2026 کال د جمعې په ورځ، سیف الله داوړ د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو له لوري په بزدلانه برید کې په شهادت ورسول شو. ولې چې هغوی ته یې پخپله سيمه کې ځای نه ورکولو. په کلي کې يې شر فساد ته او قتلونو ته نه پرېښودل. درپه خېلو ټوله ورځ جنګ ورسره وکړو چې دا سيف الله داوړ په شمول درې کسان شهيدان شول او ټي ټي پي دهشت ګردو لخوا هم پينځه کسان وژل شول. دا سیف الله داوړ وژل یوازې د یو انسان وژل نه وو، بلکې د یو فکر، یو کردار او د جرګو د کلتور پر ضد برید و. هغه کسان چې د وسلې په زور واک غواړي، تل د هغو مشرانو نه وېرېږي چې د ولس په زړونو کې ځای لري.
سیف الله داوړ یو شخص نه، بلکې یو سمبول و. د جرګې د عقل سمبول، د قومي یووالي سمبول، د امن غوښتنې سمبول، د دودیز مشرتابه د وقار سمبول او د وطن پالنې او غیرت سمبول و. د هغه ژوند مونږ ته دا راښيي چې ریښتینی مشر هغه نه دی چې خلک ترې وېرېږي، بلکې هغه دی چې خلک پرې باور کوي.
په قبایلي ټولنه کې داسې مشران ډېر کم پاتې دي چې د قوم د اختلافاتو، د کورنیو شخړو او د سیمې د ستونزو حل په نرمۍ، تدبیر او باور وکړي. د داسې شخصیت له لاسه ورکول یوازې د یوې کورنۍ نه، بلکې د ټولې سیمې تاوان دی. دا ډول مشران د تاریخ پاڼې نه ډکوي، بلکې تاریخ جوړوي.
وسلهوال کسان کولای شي انسانان ووژني، خو فکر، میراث او کردار نه شي وژلای. د جرمن له نیکه نه تر سیف الله پورې دا تسلسل به د سیمې د خلکو په حافظه کې ژوندی وي. سیف الله داوړ به د یو وژل شوي انسان په توګه نه، بلکې د یو ژوندي میراث په توګه یادېږي. هغه لاړ، خو د مشرتابه معیار یې پرېښود. هغه شهید شو، خو د جرئت لار یې روښانه کړه. په ګور يې نور او ياد يې تل.
انا لله و انا الیه راجعون.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.