یو اړخیز او بې بنسټه قضاوت
محترم جهاني په خپله یوه لنډه تبصره کې « د پاکستان د پوځ د اخلاقي سقوط اوج» تر عنوان لاندې لیکنې په اړه د لنډې یوې میاشتې په وقفه کې یو ځل بیا زه د ځواب ویلو ته بللی یم. که دا پلټنه دوام ومومي، په رښتیا داسې ذهنیت رامنځته کېږي چې ګواکې په رسنیو کې لیکوالان او روڼ اندي له یو نوي او عصري محتسب یا « امر بالمعروف » سره مخ دي او باید په احتیاط قلم وچلوي. داسې ښکاري چې دا محتسب د سوټې په ځاي قلم په لاس کې لري او خلک « صراط مستقیم » وطن دفاع ته لارښودنه کوي، خو د تکفیر حکم نه صادروي.
له دې ټوکې وروسته، چې هیله ده د محترم جهانی نازک او شاعرانه طبع به یې نه وي ځورولی، راځو د هغه تبصرې ته :
د ښاغلي جهانی د تبصرې لنډیز داسې دی :
ـ افغانستان په تېر وخت کې منظم پوځ او معیاري حکومت درلود. سره له دې چې پاکستان د سنتو او سیتو په تړونونو کې شامل و، افغانستان کولی شول له پاکستان سره مقابله وکړي او آن په ځینو مواردو کې تعرضي دریځ غوره کړي.
ـ افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره د نظامي مقابلې توان نه لري. تر ټولو مهم دلیل دا دی چې طالبان په مطلق دیپلوماتیک انزوا کې دي او داخلي مشروعیت هم نه لري.
د محترم جهانی په ځواب کې باید ووایم چې د سیمې او افغانستان وضعیت په تېرو نیمو پېړیو کې د پام وړ بدلونونه تجربه کړي دي. پر افغانستان د دوو ابرقدرتونو یرغلونو په دغو بدلونونو کې مهم رول لوبولی دی.
د افغانستان او پاکستان اړیکې نن ورځ د نیمې پېړۍ مخکې له وضعیت سره نه شي پرتله کېدای. د سلطنت په وخت کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان اعتراضونه تر ډېره د « دا پښتونستان زموږ» راډیويي تبلیغاتو او د پښتونستان د ورځې تر لمانځنې محدود وو. په کابل کې د څو شارلتانانو او مفت خواره کسانو لکه صمد خان او محمود خان اچکزي مېلمه پالنه د پښتونستان د داعیې په اړه د سلطنت د جدي دریځ نښه نه شي ګڼل کېدای. د ظاهر شاه د څلوېښت کلنې واکمنۍ پر مهال یو پاکستانی سرتېری هم ونه وژل شو. دا چې ستاسو په وینا هغه مهال افغانستان تعرضي دریځ درلود، دا یو شاعرانه خیال یا له تخیل سره ګډ ماضي زمانې ته تېښته ده.
په تېرو نیمو پېړیو کې کډوالۍ، جګړې او آزاد تګ او راتګ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو قومونه جبراً له یو ګډ برخلیک سره تړلي دي. له پاکستاني جهادي ډلو، په ځانګړي ډول ټي ټي پي سره د افغان طالبانو عاطفي او عقیدوي اړیکې (چې د پاکستان د مرتد پوځ پر بدن لړزه اچولي) هېڅکله کم اهمیت مه ګڼئ.
په تېر یو کال کې، د پاکستان د اجیر پوځ د رسمي اعتراف له مخې، ۷۰۰ پوځیان او پولیس د ټي ټي پي له خوا وژل شوي دي. پر دې باید هغه لسګونه نورې وژنې هم ورزیاتې کړو چې په پلازمینه کابل کې د فوج د بمباریو نه وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو د انتقامي بریدونو ښکار شوي دي.
د ټي ټي پي او افغان طالبانو له لوري د پاکستان د مرتد او اجیر پوځ ته تلفات تحمیلول یو حقیقت ثابتوي: که څه هم افغانستان نن د پاکستان له پوځ سره په متعارف (کنوانسیونل) جګړه کې د مقابلې توان نه لري، خو د پوځ پر وړاندې د جهاد وسله په لاس کې لري، چې باید له احتیاط او د معاصرې نړۍ د میداني واقعیتونو په درک سره وکارول شي. دا په دې معنا ده چې د جهاد فتوا باید له داسې مرجع څخه صادره شي چې هم دیني مشروعیت ولري او هم مدني درک. مدني درک دا دی چې جهاد باید لکه د افغانستان په څېر د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار، هنري او تفریحي فعالیتونو د بندېدو او په پای کې د موسیقۍ د حرام اعلان لامل نه شي. که نه نو، نړۍ به د افغانستان د طالبانو او ټي ټي پي پر وړاندې د پاکستان د پوځ په ڼنګه دریږي.
د افغانستان پر پلازمېنه د پاکستان د پوځ بې ساري هوايي برید طالبانو ته ښه پلمه ورکړه چې په پاکستان کې د جهاد ریښې نورې هم ټینګې او اغزن تارونه راټول کړي.
خو له بده مرغه، ښکاري چې طالبان د دې وسلې له کارولو څخه شاتګ کړي. طالبان په پاکستان کې د جهاد د منع اعلان او د اغزن تار د راټولولو د درولو له لارې یې خپله ژغورنه عملاً د پاکستان د پوځ رحم او شفقت ته پرېښې ده.
بله مهمه خبره دا ده چې د پاکستان سره د مقابلې لپاره د افغانستان طالبان باید له دیپلوماتیکې انزوا د وتلو وروسته د باور وړ سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو په لټه کې شي. روسیه، چین، هند، امریکا او اروپایي ټولنه هر یو کولای شي، د ډیورنډ کرښې د لغوه کولو او د پاکستان د اټومي خلع سلاح په برخه کې د خپلې علاقې له کچې سره سم، د افغانستان ستراتیژیک متحد شي.
د درنو وسلو اخیستل هم د ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې ممکن دي.
د ستراتیژیک متحد موندل له دې امله مهم دي چې په نننۍ نړۍ کې د استعماري کرښو او سرحدونو له منځه وړل پرته له دې چې د هغو پخوانیو استعماري قدرتونو ملاتړ ترلاسه شي چې یې کښلي دي، ممکن نه دي.
افغانستان د طالبانو تر واک لاندې تر پخوا نه زیات په داسې دریز کې دی چې له پاکستان سره د حساب او کتاب وړتیا لري. خو په دې شرط چې طالبان له خپل ځواک څخه په احتیاط او د ۲۱مې پېړۍ د واقعیتونو په درک سره استفاده وکړي. یعنې یو ټول شموله افغان حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړ کړي او نظام له دیپلوماتیکې انزوا څخه وباسي.
د پراخ بنسټ حکومت جوړول هغه وخت مطرح کیږي چې د طالبانو اوسني واکمني د پاکستان په وړاندې د افغانستان د ځمکني بشپړتیا په دفاع جوګه نشي. همدا اوس دغه کمزورتیا په تیټه کچه محسوسیږي.
واقعیت دا دي چې که د پښتونستان داعیه او د ډیورنډ کرښې مسئله د طالبانو له خوا د جهاد له لارې او هم مهاله د څو اړخیزې او پراخې دیپلوماسۍ له لارې حل نه شي، هېڅکله به حل نه شي.
له همدې امله، د محترم جهانی دا خبره تر یوه حده سمه ده چې د طالبانو اداره په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره د مقابلې توان نه لري، مګر دا چې بنسټیز اصلاحات راولي او د حکومتدارۍ هغه اصول پلي کړي چې پورته ورته اشاره وشوه.
که یو معیاري حکومت جوړ شي او طالبان ځانته ستراتژیک انډیوال راپیدا کړي، نو دا ویل چې طالبان د پاکستان پر وړاندې د مقابلې ظرفیت نه لري، یو اړخیز او بېبنسټه قضاوت دی چې پاکستان به ترې ګټه واخلي.
۰۳/۰۵/۲۰۲۶
« پای »
د ښاغلی عبدالباري جهاني لیکنه همدلته ولولئ:
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.