له څو لسیزو راهیسې ايران يوازې په نيابتي ډلو باندې د پانګونو له مخې خپلې موخې ترلاسه کولو هڅه کوله، له عراق سره له جګړې وروسته يې له نيغ په نيغه ټکر څخه ځان ساته. دغې تګلارې ورته د افغانستان په ګډون په سيمه ييزه او نړیواله کچه منتقدين او مخالفين پيدا کړي وو، خو دَ دغه هیواد په وړاندې د امريکا او اسراییلو جګړې د منځني ختيځ په جيوستراتيژيک او جيوپوليتيک وضعیت کې داسې بدلونونه رامنځته کړل چې اغېزې به يې ممکن د لسيزو لپاره دوام وکړي.
د جګړې په لومړيو ورځو کې ډېرو لوېديځو او سيمهييزو شنونکو اټکل کاوه چې د امريکا او اسراییلو له بريدونو لاندې ايران به له سختې ستراتيژيکې ماتې سره مخ شي او د بريدګرو هېوادونو د استخباراتي شبکو ترڅنګ ډېرو شنونکو هم د رژيم د نسکورېدو شونتیا يقيني ګڼله. د جګړې پايلو وښودله چې د ايران سياسي نظام نه يوازې د بقا وړتیا درلوده، بلکې د جګړې له پای وروسته د سيمې په معادلاتو کې له پامه د نه غورځېدونکي مهم ځواک په توګه راڅرګند شو. همدغه تازه بدلون د خليج د امنيت، د هرمز تنګي مديريت، د امريکا د نفوذ او د سيمې د اقتصادي راتلونکي په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
د ايران د ځواکمنتيا تر شا يوازې په نظامي برخه کې د دغه هیواد لوړ ظرفيت نه وو، بلکې سياسي مشروعيت، ملي هويت، د نظام پېچلی ترکيب هم د ايران د بريا مهم فکتورونه وو. سختو ګواښونو له شتون او قرباني ورکولو سره سره د ايران مشرتابه د هېواد پرېښودو پر ځای له ولس سره د پاتې کېدو پرېکړه هم د نظام د بقا مهم لاملونه وو. د ايران مشرتابه هڅه وکړه ځان د بهرني يرغل پر وړاندې په مستقیم ډول د ملي مقاومت د مخکښ او سمبول په توګه ثابت کړي. دغه اقدام د نظام د مخالفينو او ملاتړو ترمنځ له ملي حاکميت څخه د دفاع يو ډول ګډ احساس رامنځته کړ او د رژيم د نسکورېدو لپاره د اړين کورني سياسي ائتلاف د جوړېدو مخه يې ونيوله.
د ايرانى نظام د خوندي پاتې کېدو يو بل ارزښتناک اړخ د دغه هېواد د واک څو پوړيز جوړښت وو. د اټکلونو برعکس، اوس څرګنده شوه چې په ايران کې واک يوازې په يو شخص يا په يوې ادارې پورې محدود نه دى. مذهبي بنسټونه، سپاه پاسداران، امنيتي ارګانونه، ملکي بيروکراسي او سياسي شبکې ټول د نظام د ساتلو په ميکانيزم کې ونډه لري. له همدې امله حتی که د نظام يوه برخه له منځه هم ځي، ټول جوړښت او نظام نه ړنګېږي. د عراق، ليبيا او افغانستان د تجربو برعکس، په ايران کې لا هم يو منظم دولتي جوړښت، فعال امنيتي سيستم او د واک د ليږد څرګنده سلسله موجوده ده، چې د رژيم د مقاومت، ژر تر ژره د بيرته جوړيدو او بقا وړتيا زياتوي.
له بلې خوا، جګړې وښودله چې د ايران تر ټولو ستره ستراتيژيکه پانګه د هرمز تنګي جغرافيايي موقعيت دی. د نړۍ د انرژي د صادراتو يوه مهمه برخه د همدغه تنګي له لارې تېرېږي. تهران وښودله چې حتی که د دوديزو نظامي شاخصونو له مخې له خپلو سيالانو څخه کمزوری هم وي، بيا هم د نړيوال اقتصاد د يوه حياتي شريان د اغېزمنولو وړتيا لري. همدغه وړتيا ايران ته د جيوپوليټيکي برلاسي داسې ځواک ورکوي چې د سيمې نور هېوادونه يې نه لري.
د جګړې يوه مهمه پايله د خليجي هېوادونو په امنيتي محاسباتو کې بدلون دی. په کويت باندې د عراق له يرغل څخه راپدېخوا د خليج رياستونو او دولتونو ته د امريکا لخوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول داسې باور ورکول کيده چې بالاخره امريکا د هغوى امنيتي تضمين کوونکې هېواد دى. خو وروستيو پېښو وښودله چې حتی د امريکا ستر پوځي حضور هم د سيمې د ټولو ګواښونو مخه ونشواى نيولای. دغه تشه په رياض، ابوظبي، دوحه او نورو خليجي پلازمېنو کې د امنيتي محاسباتو د بيا ارزونې لامل شوې ده. اوس ډېر خليجي مشران دې نتيجې ته رسېږي چې د سيمې د ثبات لپاره بايد يوازې په واشنګټن تکيه ونکړي، بلکې له ايران، چين، هند او نورو ځواکمنو لوبغاړو سره هم انډوليزې اړيکې پياوړي کړي.
همدغه بدلون د هرمز تنګي د راتلونکي په اړه هم نوې سناريوګانې رامنځته کوي. د پخوا په پرتله اوس ډېر احتمال شته چې د خليج هېوادونه د سيمهييز امنيتي چوکاټ د جوړولو لور ته لاړ شي، ځکه چې هغوى درک کړې چې د انرژي د ليږد د لارو امنيت يوازې د بهرنيو ځواکونو په مټ نشي خوندي کېدای. په عين وخت کې امريکا هم هڅه کوي چې خپل نفوذ وساتي، خو داسې ښکاري چې نور به په سيمه کې د د مطلق او بې بديله مخکښ او اخري پريکړه کوونکي اړخ رول ونلري. داسې نښې نښانې شته چې پر ځای به يې د چين، هند، ترکيې او روسيې په ګډون د ګڼ اړخيز امنيتي جوړښت د رامنځته کېدو بهير چټک شي.
په سيمه کې جيواکانوميک شاخصونو له مخي جګړې يو ځل بيا ثابته کړه چې هرمز تنګی د نړيوال اقتصاد د وينې رګ دی. هر ډول ناامني، حتی که لنډمهاله وي، د نفتو او ګازو په نړيوالو بازارونو باندي ژورې اغېزې پرېږدي. له همدې امله به د انرژۍ واردوونکي هېوادونه، په ځانګړي ډول چين او هند، د خپلو ستراتيژيکو زېرمو د زياتولو او د بديلو اکمالاتي لارو د موندلو هڅې چټکې کړي. سعودي عربستان او متحده عربي امارات به هم هڅه وکړي چې د پايپ لاينونو او بديلو صادراتي دهلېزونو له لارې د هرمز پر تنګي د خپلې اتکا کچه راکمه کړي.
په ټوليز ډول د خليج جګړې يو مهم سياسي واقعيت روښانه کړ: د ايران د رژيم بقا يوازې د ټيکنالوژي په برخه کې د دغه هیواد د پوځي ځواک پايله نه وه، بلکې د مشرتابه لخوا قرباني ته د وړاندې کيدو او له ولس سره د پاتې کېدو پرېکړه، د څو پوړيزو دولتي جوړښتونو ترمنځ انسجام، د ولس ترمنځ د ملي حاکميت احساس، د نظام په ملاتړ، بقا او بريا کې د ښځو پراخه ونډه او د هرمز تنګي ستراتيژيک ارزښت ټول هغه عوامل وو چې د نظام د سقوط مخه يې ونيوله. همدغه وجه ده چې ايران، له درنو اقتصادي او نظامي زيانونو له ګاللو سره سره د جګړې له پای ته رسيدو وروسته د سيمې په نوې معادله کې د يو کمزوري او منزوي لوبغاړي پر ځای د يو داسې ځواک په توګه راڅرګند شو چې د منځني ختيځ د راتلونکي نظم په ټاکلو کې به مهم رول ولري.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.