د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو سیاسي بحران یوازې په دغه هېواد باندې شوروي او امریکا له يرغلونو، د پاکستان او ايران له لاسوهنو او په کور د ننه جګړو څخه سرجينه نه اخلي او نه هم پرديو ته د پړې ګوته نيول زموږ کورنۍ نيمګړتياوې پټولاى شي. د دغه اوږمهاله بحران ژورې ریښې د داسې سیاسي نظام په جوړولو کې د افغانانو له پاتې راتلو څخه راټوکيږي چې هم کورنى مشروعیت ولري، هم د ټولنې د بېلابېلو پرګنو لپاره د منلو وړ وي، هم په نړيوالو شاخصونو باندې برابر او هم د هر ډول بهرني فشار په وړاندې د مقاومت او دوام وړتیا ولري.
موږ فکر کوو چې د افغانستان اصلي ستونځه یوازې د واکمنانو بدلون او د بدلون لپاره له پرديو څخه د مرستې ترلاسه کول د هغوى لله فى الله احسان دى او زموږ ټولې ستونځې ختمولاى شي، خو په تکراري توګه ثابته شوه چې د نظامونو نسکوريدل او له پرديو څخه مرسته ترلاسه کول ستونځه لا پيچلتيا ته بيايي. پردي مرسته بلکې زموږ په ملي وقار او خپلواکي باندې پانګونه کوي.
موږ په نړيوالو اړيکو کې د انډول ساتلو وړتيا نه لرو. چا له شورويانو څخه خپل خواخوږي او انترناسيولناليستي مرستندويان جوړول، چا هم پاکستان او ايران انصار ګڼل، چا امریکا ته د اهل کتاب خطاب کاوه، چا هم سوچه او نګه دښمنان ګڼل او د اعتدال لاره خپلول مو په سياسي کلتور کې شتون نه درلوده. دا زموږ هغه نيمګړتياوې دي چې پرديو ته مو د ناوړه لاسوهنو لپاره فرصتونه برابر کړل او په افغانستان کې د بې ثباتي رامنځته کولو په برخه کې له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کیږي.
نظامونه مو د پراخې ملي هوکړې او ټولنیز تړون له مخې د رامنځته کيدو پر ځای د کودتا، جګړو یا بهرني ملاتړ له لارې رامنځته شوي دي. کله چې نظام د ولسونو د ملاتړ پر ځای د پرديو د لاسوهنو په پايله کې یوې ډلې، ایدیولوژي یا نظامي بریا پر بنسټ جوړ شي، که په جوړښتي شاخصونو باندي پياوړى هم وي د بقا لپاره له جدي ستونځو سره مخ کېږي. مشروعیت یوازې ارګ ته له ننوتلو څخه سرچینه نه اخلي، بلکې مشروعیت هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک ځان د نظام برخه وګڼي او باور ولري چې د هغوى حقونه، هویت او د هيواد ځمکنۍ بشپړتیا پکې خوندي دی.
په افغانستان کې د نظام جوړولو بله لویه ستونځه د نظام او ټولنې ترمنځ د باور کمزورتیا، د قانون د پلى کولو په برخه کې سليقوى چلن او په عدلي او قضايي سيستم باندي د باور نشتون دى. په مختلفو دورو کې دولتي بنسټونه خلکو ته د چوپړتياوو وړاندی کولو، قانون حاکمیت او عدالت پلى کولو پر ځای فساد ته مخه کوي او د واک ساتلو پر میکانیزمونو ډېر تمرکز کوي. پياوړى نظام یوازې د امنیتي ځواک او اداري جوړښت شتون نه دی؛ بلکې هغه سيستم دی چې خلک یې مشروع، عادلانه او د خپلو ستونځو د حل لپاره د باور وړ بنسټ وګڼي. د بنسټونو کمزورتیا، فساد، شخص محوريت او د قانون د حاکمیت نشتوالي د دې لامل شوي چې نظامونه د کورنيو او بهرنیو فشارونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا له لاسه ورکړي.
په نظامونو کې د سیاسي مشارکت نشتون هم د افغانستان د بحران یوه اساسي برخه ده. افغانستان متنوع ټولنه ده او ستونځه په تنوع کې نه، بلکې د تنوع د مدیریت او د ټولنيز عدالت د باوري کولو لپاره داسې ټول ګډونه سیاسي میکانیزمونه نه دي رامنځته شوي چې افغان پرګنې ځان پکې شریک احساس کړي. کله چې یوه ډله د زور او يا هم پردي ملاتړ له ادرس څخه د واک په ترلاسه کولو کې بريا ترلاسه کړي او نور ځانونه محروم احساس کړي، سیاسي اختلافات په اسانه توګه په شخړه بدلېږي.
سيمه ييزو رقابتونو هم د افغانستان د نظام جوړولو پر بهیر ژورې اغېزې کړې دي. افغانستان د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د سترو هېوادونو او سیمه ییزو لوبغاړو ترمنځ د سیالیو ډګر پاتې شوی دی. د شوروي یرغل، د مجاهدینو دوره، کورنۍ جګړې، د امریکا تر مشرتابه لاندې يرغل او د سیمې د هېوادونو رقابتونو د افغانستان پر سیاسي مسیر اغېز کړی دی. خو یوازې بهرني عوامل د افغانستان د بحران بشپړ لامل نشي کېدای؛ ځکه بهرنی نفوذ هغه وخت ژور اغېز کوي چې کورنۍ تشې موجودې وي. اصلي واقعیت دا دی چې په کور د ننه ستونځې او بهرني فشارونه یو بل پیاوړي کړي دي.
اوږدو کورنيو جګړو د افغانستان سیاسي کلتور هم اغېزمن کړی دی. څو نسلونه د جګړې په چاپېریال کې لوی شوي، چې له امله یې په سياسي ډګر او ولس ته د اړينو چوپړتياوو برابرولو په برخه کې د سیالي کولو پر ځای د زور، افراطي دريزونو، له مخالفينو سره د جوړجاړي پرځاى د هغوى د ختمولو کلتور پیاوړی شوی او سیاسي مخالفین د شریکانو پر ځای دښمن ګڼل کېږي. دغه ذهنیت د جوړجاړي، خبرو اترو او ګډ سیاسي جوړښت رامنځته کول ستونځمنوي.
له دغو ټولو ټولو ننګونو، رقابتونو او کورنيو نيمګړتياو سره سره ، افغانستان یوازې د بحرانونو هېواد نه دی؛ بلکې د فرصتونو هېواد هم دی. د افغانستان جغرافیایي موقعیت، د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اتصال وړتیا، د انرژي، ترانزیټ، کرنې او طبیعي سرچینو په برخه کې پراخ امکانات کولای شي د هېواد د راتلونکي لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي. خو دغه فرصتونه هغه وخت په واقعي پرمختګ بدلېدای شي چې افغانستان یو پياوړى مقننه، اجرائیه او عدلي بنسټونو درلودونکى سیاسي نظام، د قانون حاکمیت، پياوړى عدالتي نظام او د پانګونې لپاره د باور وړ شرایط ولري.
د تېرو پنځو لسیزو تجربې یوه مهم درس وړاندې کوي: یوازې نظامي بریا، بهرنی ملاتړ یا د یوې ډلې مطلق واک نشي کولای اوږدمهاله ثبات رامنځته کړي. افغانستان داسې سیاسي تړون ته اړتیا لري چې د واک د ترلاسه کولو پر ځای د واک د مشروع استعمال اصول تعریف کړي. دا تړون باید د خلکو رضایت، سیاسي مشارکت، عدالت او د ټولو مهمو قشرونو د منلو وړتیا ولري.
زما ارزونه داده چې د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه د نظام مطلق نشتوالی نه دی؛ بلکې د داسې نظام نشتوالی دی چې د خلکو له خوا مشروع او د ټولنې د پراخو برخو لپاره د منلو وړ وي. د افغانستان راتلونکی یوازې هغه وخت باثباته کېدای شي چې د واک د انحصار پر ځای د ګډ مسؤلیت فرهنګ رامنځته شي، قوي ادارې جوړې شي، امنیت د خلکو د هوساینې له مفهوم سره وتړل شي، له ګاونډیانو او نړۍ سره اړیکې، شته رقابتونو او حساسيتونو ته په پام کولو د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ تنظیم شي.
په پای کې، د افغانستان د ستونځو حل د تېرو تراژيديو د تکرار پر ځای د یوه نوي سیاسي تفاهم په جوړولو کې دی. داسې تفاهم چې افغانان د واک د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د یوه ګډ راتلونکي د جوړولو لپاره سره یوځای کړي. یوازې هغه نظام چې خلک یې خپل وګڼي، د عدالت احساس ورکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره د ثبات امکانات برابر کړي، کولای شي د پنځو لسیزو بحران پای ته ورسوي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.