ظاهر قدیر له کینیا امریکا ته لېږدول شوی

30

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): امریکايي چارواکي وایي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر په کینیا کې تر نیول کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی، څو د «نشه‌یي توکو د قاچاق او له وسلو سره د تړلو جرمونو» په تور محاکمه شي.

اسوشیټیډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ۵۲ کلن ظاهر قدیر د جمعې په ورځ د منهاټن فدرالي محکمې ته حاضر شو او قاضي امر وکړ چې نوموړی دې تر محاکمې پورې په توقیف کې پاتې شي.

د راپور له مخې، ظاهر قدیر د اپرېل په ۱۵مه د کینیا په پلازمېنه نایروبي ښار کې نیول شوی و او وروسته امریکا ته ولېږدول شو، څو امریکا ته د «هیروئینو او مېتامفیتامینو د واردولو او له وسلو سره د تړلو جرمونو» تورونه یې وڅېړل شي.

د راپور پر بنسټ، تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې قضیه کې د هغه وکالت څوک پر غاړه لري؛ خو که تورونه پرې ثابت شي، کېدای شي لږ تر لږه په لس کاله او یا هم په عمري بند محکوم شي.

د ظاهر قدیر مدافع وکیل اومېګا اوچینګ تر دې مخکې دغه تورونه رد کړي او ویلي یې وو چې موکل یې د نیول کېدو پر مهال «له افغانستانه د سوداګرۍ لپاره کینیا ته تللی و او غوښتل یې بېرته خپل هېواد ته ستون شي.»

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.