د افغانستان د رسنیو د سانسور او لاسوهنې د پراخېدو په اړه د «نی» بنسټ خبرداری
د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې سره هممهاله، د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ «نی» د دې هېواد د رسنیو د ازادۍ وضعیت «ډېر اندېښمنوونکی» بللی دی.
د یاد بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې، نه یوازې د رسنیو ازادي، بلکې د بیان ازادي هم عملاً له منځه تللې او کورنیو رسنیو خپله خپلواکي له لاسه ورکړې ده. د دې بنسټ په وینا، ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اړ دي چې په داسې چوکاټ کې کار وکړي چې د طالبانو د نظرونو او کړنو انعکاس وي.
«نی» همدارنګه خبرداری ورکړی چې د کورنیو رسنیو محتوا داسې بدله شوې چې یو اړخیز روایتونه او کله ناکله «جعلي خبرونه» پکې زیات شوي، او برعکس، د خلکو واقعي او ورځني ستونزې لږې منعکس کېږي.
د اعلامیې په بله برخه کې ویل شوي چې د حساسو پېښو پوښښ، لکه په ننګرهار، کونړ، پنجشېر، اندراب، بلخ او کاپیسا ولایتونو کې د ځپنې راپورونه، له جدي محدودیتونو سره مخ دي او په ډېرو مواردو کې امکان نه لري.
یاد بنسټ زیاته کړې چې رسنۍ د طالبانو د چارواکو د فعالیتونو او لیدنو په پراخولو سربېره، د بیان او د کلمو د انتخاب په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، تر دې چې د دې ډلې د مشرانو او چارواکو لپاره ځانګړي القاب کارول ورته لازمي ګرځول شوي دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو اړوند کسان په بېلابېلو کچو کې کولای شي د رسنیو په چارو کې لاسوهنه وکړي او حتی خبریالان او د رسنیو کارکوونکي تر پوښتنې لاندې راولي یا مجازات کړي.
«نی» خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولی شي خپلواکې رسنۍ په بشپړه توګه کمزورې کړي او په افغانستان کې د معلوماتو ازاد جریان نور هم محدود کړي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.