خوست پېژندنه کتاب دویم ځل چاپ شو 

ع. بشریار

39

«خوست پېژندنه» کتاب  دویم ځل چاپ شو (لنډه پېژندنه)

خوست پېژندنې – کتاب د خوست ولایت د بېلابېلو سکتورونو په اړه یو معلوماتي کتاب دی، چې په لومړي ځل، په ۲۰۱۲ز کال کې د ليکوالانو د یوې ځانګړې ډلې لخوا لیکل شوی دی.

د کتاب ليکوالان: عبدالکريم پتنګ، عزيزالله ځلاند، زاهد شاه انګار، انجينر نشان الدين اهنګر، بريالی روان او سپين روان نورزی؛ دي. د لومړي چاپ کمپوز يې سميع الله لمر او  د لومړي چاپ ډيزاين يې فرهاد روغانيوال کړی او د ليکنو په منځ کې انځورونه يې د انجنيز نشان الدين اهنګر لخوا، اخېستل شوي او دويم ځل چاپ يې د ټولنیز او سیاسي فعال نور صابر صبري په مرسته شوی دی.

«خوست پېژندنه» کې لاندې ليکنې او پيغامونه راغلې دي:

–              خوست پېژندنې کتاب دويم چاپ ته پيغام (عبدالجبار نعيمي)

–              د دويم چاپ سريزه (سپين روان نورزى)

–              د خوست پېژندنې کتاب د لومړي چاپ په وياړ پيغام (عبدالجبار نعيمي)

–              د لومړي چاپ سريزه – خوست پېژندنه (سپين روان نورزى)

–              راځئ چې د پرمختګ او خدمت لپاره سره يو شو (نور صابر صبری)

–              د خوست ولايت تاريخچه (عبدالکريم پتنګ)

–              لوی پښتني قبايل (عزيزالله ځلاند)

–              فرهنګ او معارف (زاهدشاه انګار)

–              کرنه (انجنير نشان الدين اهنګر)

–              ورزش (د المپيک امريت)

–              امنيت (بريالى روان)

–              بيارغونه (بريالى روان)

–              د خوست د خلکو اساسي غوښتنې او اړتياوې

–              د خوست پېژندنې ضميمه (سپين روان نورزی)

–              خوست ولايت کې د والي عبدالجبار نعيمي کاري دورې ته يوه ځغلنده کتنه

–              انځوريز البوم

دويم چاپ ته پيغام کې د خوست د وخت والي عبدالجبار نعیمي لخوا یادونه شوې چې دا «يوازې يو ساده جغرافيوي يا تاريخي کتاب نه دی، په دې کتاب کې د خوست ولايت د مختلفو اړخونو – جغرافيې، تاريخ، قبايلو، دودونو، پرمختګونو، ښوونې او روزنې او ملي ارزښتونو او ولسي جوړښتونو – په اړه معلومات وړاندې شوي دي.»

وړاندې ليکل شوي:«دا کتاب د هغه وخت د ډيرو نورو کلتوري او پوهنيزو لاسته راوړنو په لړ کې يوه کلتوري او معنوي لاسته راوړنه وه…موږ کولای شو د معنوي ارزښتونو په درناوي سره، د سيمې ريښې وپالو، هويت مو ژوندی وساتو، او راتلونکی نسل له تېر سره ونښلوو تر څو د راتلونکې بهترۍ کې ترې ګټه پورته کړي.»

د دویم چاپ په سریزه کې روان نورزی د خوست ولایت د اهمیت تر څنګ لیکي: «له نن څخه څوارلس کاله وړاندې د خوست ولايت د فرهنګيانو په غوښتنه، او دې تشې د ډکولو په موخه د خوست ولايتي ادارې چې په راس کې يې عبدالجبار نعيمي و، د علمي او فرهنګي اشخاصو يو کميسيون تشکيل کړ او دنده يې ورته وسپارله چې بايد يو داسې کتاب وليکل شي چې لوستونکي يې د خوست ولايت په اړه يو څه معلومات ترې حاصلولی شي.»

نوموړی وړاندې ليکي: «کله چې زه محصل وم، د افغانستان پېژندنې، يا د افغانستان د ولايتونو د معرفۍ په کتابونو کې به مې چې خوست کتلو نو له يوې پاڼې به ډېر څه نه و پرې ليکل شوي، حتا په ځينو کتابونو کې خو به اشاره هم نه وه ورته شوې، خو کله چې دا کتاب چاپ شو [۱۳۹۱ کې]، نو د خوست په اړه په ټولو علمي او څېړنيزو ليکنو کې يو لوی انقلاب رامنځته شو، ځکه دا، اثر د خوست په اړه ډېر په تفصيل ليکل شوی او ښه ماخذ بلل کېدای شي.»

همداشان د کتاب لومړي چاپ لپاره د والي عبدالجبار نعيمي په پيغام کې راغلي چې خوست «ولايت شريف ولسونه لري، ښکلي مشروع دودونه لري، غوره ټولنيزې ځانګړتياوې لري، تاريخي قبايل دلته مېشت دي، وتلي نامتو سياسي، تاريخي، فرهنګي، ملي شخصيتونه د همدې سيمې په لمنه کې روزل شوي، شنه  زرغونه طبيعي جغرافيه لري، سمسورو دښتو هم خپلې لمنې غوړولې دي، دنګ په شنه شال کې پټ غځيدلي غرونه لري، پاکه، باراني هوا لري،ګل‎ورينه سيمې لري، زيارکښ پر کار مين خلک دلته ژوند کوي، له اسلامي، ملي ارزښتونو سره ډيره پياوړې مينه لري، د ملي حاکميت د ټينګښت لپاره غښتلي قبايلي جوړښتونه لري… له نظام سره د همکارۍ ستر ولسي قوت دلته پروت دى، د جرګو او مرکو تاريخ او فلسفه په همدې سيمه کې نغښتې ده… همدې ځانګړتياوو زه دې ته وهڅولوم چې پايله کې مې يو فرهنګي کميسيون ته دنده وسپارله ترڅو د خوست پيژندنه تر سرليک لاندې داسې کتاب راټول او وليکي.»

د (راځئ چې د پرمختګ او خدمت لپاره سره يو شو) تر سرليک لاندې نور صابر صبری د کتاب انګریزۍ ژباړې یادونه هم کوي او ليکي: «دغه کتاب د خوست د تاريخي، جغرافيوي او فرهنګي ځانګړتياوو يو مهم سند دی، چې نه يوازې به ټول افغان ولس ته بلکې افغان کډوالو ته ګټور تمام شي، بلکې نړيوالو ته به هم زموږ د دې ښکلي ولايت پېژندنه اسانه کړي. همداراز، دا، اثر به د هغو افغان ماشومانو لپاره هم مهمه مرجع وي چې په پېښور، کويټه، سوات، وزيرستان او نورو سيمو کې لوی شوي، د افغانستان له تاريخي حقيقتونو بې‌خبره دي او له بده مرغه د مکتب ژبه يې پښتو يا د افغانستان نورې رسمي ژبې نه دي. دا کتاب به دوی سره مرسته وکړي چې له خپل اصل او هويت سره بيا ونښلول شي.»

دا ډول کتابونه د ښې او هدفمنې حکومتولۍ په برخه کې مهم رول لري. له ولایتي چارواکو، مرستندویه ټولنو، ښاروندانو، څیړونکو او تګلاره جوړوونکو سره د ټولنې پېژندنه، پرېکړه کولو، پلان جوړولو او نورو برخو کې ډیره مرسته کوای شي.

ښايي په کتاب کې ځیني ټکي د نومهالې څېړنې په تول په بشپړ ډول پوره نه وي، خو د دې کتاب لیکنې تر ډیره پورې هغو کسانو ليکلي چې یا خپله د خوست دي یا یې هلته کلونه کار کړی دی، نو منځپانګه یې زیاتره  د لیکوالو له کتنې او د هغوی له لومړي لاس معلوماتو څخه سرچینه اخلي. دا چې کتاب د وخت ولایتي ادارې په همکارۍ لیکل شوی نو پکې د ولایتي ادارو د بېلابېلو سکتورونو له معلوماتو او ارقامو هم ګټه پورته شوې او د وخت تازه انځورونه هم پکې ځای پر ځای شوي دي.

خوست د جیو-پولیتیک، جیو-ستراتیژیک او دغلته د لویو پښتني قبیلو د ټینګ تړښت له امله د افغانستان په مرکزي سیاست او د استعمار په وړاندې مبارزه او د افغانستان د حکومتونو په پياوړتیا او کمزورتیا؛ دواړو کې ځانګړی ځای لري. په ټولنیز ډول د دې ولایت پښتانه قبایل، د دوی دودونه او کلتور، د قبایلو تر منځ خپلمنځي ټینګ تړښت، د کوزې پښتونخوا له نورو قبایلو سره يې نژدې‎والی، راشې- درشې او د خوست  سیمې طبیعي جوړښت او پر ډیورنډ فرضي کرښه یې شتون؛ له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي. په ټوله کې لویه پکتیا او په ځانګړي ډول خوست ولایت د پښتنو د یووالي، تړښت او پرمختګ د یو ستر مرکز په ډول بنسټيز رول ادا کولای شي.

خوست او د هیواد ځيني نور ولایتونه لا هم ډیرې سپړنې او پېژندنې ته اړتیا لري. لویه پکتیا په تېره خوست کې په تېرو شاوخوا يو نیم سل کلونو کې د ښي او چپي غورځنګونو، استعماري دسیسيو، له بریتانوي هند سره مبارزې، د عثماني خلافت له سقوط وروسته خوست څخه د اسلامي نړۍ د برم ساتنې هڅې، هند سمندر ته د رسیدو لپاره له خوست څخه د شوروي اتحاد پلانونه، په شل کلن جمهوریت کې  دغلته د امریکايي استخباراتو پیاوړی شتون او نور ډېر ټکي شته، چې سپړلو ته اړتیا لري او هیله ده چې مینه وال څیړونکي او سپړوونکي به پرې کار وکړي.

په پای کې د خوست پېژندنې کتاب د ټولو درنو لیکوالانو، د خوست ولایت د وخت د فرهنګپال والي عبدالجبار نعیمي او د ټولنیز او سیاسي فعال صابر صبري هڅې د قدر وړ دي او په کلتوري، پوهنیزو او ټولنیزو برخو کې ورته د لا ډیرو کارونو توفیق غواړم. دا کتاب به د خوست مینه والو ته د دغه سیمې په اړه کافي معلومات ورکړي او په ځانګړي ډول د وخت والیان، ولسوالان، مرستندویه ټولنې او نور به ترې د یوې معلوماتي سرچینې په ډول ګټه پورته کړي.

ع. بشریار

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.