غازي ببرک خان ځدراڼ ته د لمر اعلې نښان، د کابل علم او جهل منار کې نوم حکیدل /۲ برخه

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

75

غازي ببرک خان ځدراڼ ته د لمر اعلې نښان، د کابل علم او جهل منار کې نوم حکیدل

دویمه او ورستۍ برخه

شهید ببرك خان ځدراڼ رحمه الله د افغان تاریخپوهانو او لیکوالو له لیدلوري

مخکې تر دې چې د افغان ملي شخصیت غازي ببرک خان خدراڼ د ژوند، ملي مبارزو او تاریخي كارنامو په اړه د هېواد ځينو نومياليو تاریخپوهانو، مورخينو کارپوهانو او وتلو ملي ليكوالانو نظرونه وړاندې شي. لومړی د غازی ببرک خان په اړه د افغانستان د دوو مقتدرو شاهانو نظرونه وړاندې کیږي.

د اوسپنېزه امير عبدالرحمن خان د واكمنۍ پر مهال کله چې غازي ببرك خان ځدراڼ د لويې پكتيا په سېمه کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو كې د دوولسو تاڼو مسوولیت په غاړه درلود، د همدې تاڼو د لارې يې د خپل هیواد ځمکنۍ حريم ساتنه كوله، اميرعبدالرحمن خان د ببرک خان ځدراڼ د ريښتنوالۍ، زړورتيا او هیوادپالنې ته په پام سره د خپل ژوند په وروستيو كې يوه ځانګړي فرمان كې په خپل قلم خپلو زامنو ته د غازي ببرك خان ځدراڼ په اړه داسې وليكل:

٬٬هر څوك چې تر ما وروسته د كابل پر تخت كيني، هغه ته زما دا سپارښتنه ده٬٬٫ چې غازي ببرك خان ځدراڼ د وطن يو ريښتينى خدمتګار، تكړه، وتلى عسكر او د خپل دين او وطن يو صادق شخص دى، نو تاسو بۀ په هر حالت كې د غازي ببرك خان ځدراڼ او د هغه د كورنۍ قدر كوئ او د دين او وطن په لاره كې به د هغوى خدمتونو ته د قدر اوعزت په سترګه ګوري.٬٬

د افغانستان د خپلواكۍ ستورى ستر غازي امان الله خان هم د کابل ارګ په يوۀ تالار كې په داسې حال كې، چې د غازي ببرك خان ځدراڼ په ټټر یې د اماني شاهي دولت او د هغې وخت تر ټولو على درجه مډال ياني٬٬ لمرعلى درجه نښان٬٬ په خپلو مباركو لاسونو ورټومبلو، د ببرک خان ځدراڼ د شخصيت په اړه داسې وفرمایل: ٬٬ غازي ببرك خان ځدراڼ د هېواد يو لوړ رتبه منصبدار د خپل قوم مشر د خپلواكۍ د جګړې ستر قهرمان او يو ننګيالى غازي دى چې بايد تردې هم لوړ ووياړل شي.

د هېواد ستر ليكوال علامه پوهاند عبدالحۍ حبيبي د غازي ببرک خان ځدراڼ په اړه په خپله يوه مقاله كې داسې ليكلي دي. غازي ببرك خان ځدراڼ تر ټولو ستره خوشبختي په دې كې و، چې غازي امان الله خان پرې تر ټولو قومندانانو زيات باور كاوۀ او له همدې امله چې د شلمې پېړۍ په اوائيلو كې دۀ د اشوبونو او سازماندهي شويو چالشونو په د منځه وړلو او قرارولو كې خپله مېړانه او صداقت ښوولى ؤ.

لیکوال او څېړنپوه محمدعارف غروال ٬٬ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو او اتلانو یاد٬٬ کتاب لیکوال د همدې کتاب په لومړی پاڼه کې د اهداء په برخه کې داسي لیکي: د هیواد هغو غازیانو او اتلانو ته چې خپله څاڅکي څاڅکې وینه یې د دین او وطن د خدمت په لار کې نذرانه کړي ده. د هیواد هغو نورو او پتمونو میړنو ته چې خپلې اسلامي او ملي ګټې یې تر هر څه لوړې بللي او په دې لار کې یې سرونه قربان کړي دي او د وطن هغو ریښتېنو خدمتګارانو ته چې خپله ګټه یې د خپل ملت په ګټه کې لټولي ده او په دې لار کې یې نه ستړې کیدونکې هلې څلې جاري ساتلي دي. غازي بابا ببرك خان ځدراڼ د هېواد د هغو ملي اتلانو له جملې څخه ګڼي، چې د وطن په ملي روحيه يې د تاريخ پاڼو ته تلپاتې حماسې سپارلي دي او خپل هېواد ته يې د قدر وړ خدمتونه ترسره كړي دي. لیکوال غروال ببرك خان ځدراڼ هغه پښتون غازي بولي چې انګريزانو ته يې د سر په كاسه كې اوبه وركړي او اجازه یې ورنه كړه چې زموږ خاورې ته يوه لوېشت نوره را دمخه شي.

د هېواد تكړه ورځپاڼه ليكونكى او شننونکی توريالى ځاځى لیکي: زه لا ډیر کشروم او په کابل کې د رحمن بابا لیسې په اووم ټولګي کې مې درس لوستلو، خو کله به چې ښار ته راغلم نو خامخا به د کابل سیند پر غاړه د تیمورشاهي پارک ترڅنګ عکاسخانې ته یو ځل ورتللم او د هغې په وترین کې به مې د نورو تاریخي عکسونو تر څنګ د غازي ببرک خان ځدراڼ او د هغه د کورنې د نورو غړو د عکسونو ننداره کوله او له دې نندې څخه به مې خوند اخیست، زما د ځوانې د عمر د ملي احساساتو مېنه پرې ماتیده او تسل به مې پرې کیده چې د هیواد د معاصر تاریخ له مطالعې سره زما علاقه هم له همدې ځایه پیل شوه. ٬٬ د یادولو وړ ده، چې ما لیکوال همدغه د غازي ببرک خان او زامنو عکسونه د کابل سنید پر غاړه عکاسخانه کې لیدلي دي.٬٬ ځاځی صیب لیکي: بیا ورسته چې زه له ښوونځي او پوهنځي غارغ شوم د خپلو لیکنو او څیړنو په بهیر کې مې یوه ارزو یا هیله همدا وه، چې د ببرک خان ځدراڼ د ژوند او ملي مبارزې په هکله معلومات راټول او څه پرې ولیکم چې په دې کې رامهاجر شوو او دلته د مهاجرت ستونزو دا هر څه راڅخه هیرل کړل. ځاځي صیب په دې باور او اند دی چې٬٬ زموږ په ګران وطن کې د بې اتفاقۍ او اختلافاتو پیداکونکو عناصرو او حلقو لپاره د غازي ببرک خان ځدراڼ د خدمتونو، ملي مبارزې او وطنپالنې ویاړلي کارنامې یو ستر پیغور وي او هیله لري، چې پند او عبرت ترینه واخلې او د ختلاف په ځای اتفاق ته ملا وتړي. ببرك خان ځدراڼ د یوه غازي په حیث، د هیواد د یوه اتل سپاهي په حيث يې د وطن د دفاع او نجات په لاره كې تر وروستۍ سلګۍ پورې مجاهده وكړه او خپل خوږ ژوند يې د هېواد او هېوادوالو په دفاع او ژغورلو كې تر ورستۍ سلګۍ پورې خپل خوږ ژوند یې له خپل وطن او هیوادوالو قربان کړ. نو په دې اساس دى يوازې د لويې پكتيا نه، بلكې د ټول هېواد او هېوادوالو رښتينى خدمتګار ؤ او غازي امان الله خان هم ځكه نوموړي ته د دۀ د خدمتونو، صداقت، تقوا او وطن دوستۍ په بدل كې د لمرعلى درجه نښان وركړى ؤ.

د افغانستان وتلی منلی لیکوال ډاکټر عبدالرحمن زماني لیکي: د ببرک زی کورنۍ مشر غازي او بیا شهید ببرک خان ځدراڼ د لویې پکتیا ٬٬ پکتیا خوست او پکتیا٬٬ یو نامتو ولسي مشر، د خپلواکې د جګړې اتل او د غازي امان الله خان او د اماني نهضت د ارمانونو یو سرتېرې پلوي و. غازي ببرک خان ځدراڼ د مزرک خان زوی د۱۲۴۱ لمرېز هجري۱۸۶۱ م کال په شاو خوا کې د خوست ښار لویدېز ته په ۲۳ کیلومتري کې د ګیډورې په کلي کې چې د خوست / کابل ترمنخ غځیدلي لویې لارې ته ورڅېرمه پرته سېمه ده، زیږیدلي و. ده خپل ژوند په خوارۍ او غریبۍ پیل کړي و، او د سېمې د نورو ځوانانو په شان یې د غرونو د جنګ او د وسلې چلولو مهارت زده و. د نولسمې میلادي پیړۍ په پاې کې ببرک خان هغه وخت د امیر عبد الرحمن پام ځان ته واړه، چې پر انګرېزانو یې غلچکې بریدونه وکړل. هغه وخت د ډیورنډ تړون شوي و. او انګرېزانو ته دا د افغانستان له خوا په هند تیری ښکاریدو نو امیر ته یې شکایت وکړو. امیر عبدالرحمن د پکتیا حاکم شیریندل خان ته فرمان واستوه، چې ببرک خان دې ورته حاضر کړي. ببرک خان کابل ته ورغلو او امیر سره یې ولیدل. سراج التواریخ په دې هکله لیکي چې ٬٬ د ببرک خان … حضرت والا ته ورسېد، او د هغه پام یې واوړو او عواطف او مهربانې یې وپاروله. هغه ته د امیر له خوا د المري په کلي کې ځمکه او ملکي غونډ مشري ورکړل شوه. کله چې له کابل نه د امرالدین خان په مشرۍ یو هیت راغلو چې د انګرېزانو د نقشې له مخې سرحدي حدود ورته په نښه کړي، نو د سرحد له معلومولو ورسته غازي ببرک خان د سرحد په اوږدو کې دولس ټاڼې جوړې کړې چې اوس هم دغه تاڼې د ده په نوم یادیږي.

دی په ۱۸۹۸ م ۱۲۷۷ لمریز کال د خوست د سېمې د امنیت مشر او خاصه دار و. چې د هغې سېمې امنیت یې د یو تړون له مخې ساته. کله چې په ۱۹۱۲ م کې امیر حبیب الله د واکمنۍ په وړاندې منلګو او احمدزیو بغاوت وکړ نو ببرک خان د حکومت ملاتړ وکړو. په ۱۹۱۷ م کې هم دې د خوست د امنیتي چارو ناظم و.

په ۱۹۱۹ م کال کې کله چې غازي امان الله خان واک ترلاسه کړو، نو ببرک خان د سید موسی شاه مندوزي سره کابل ته راغلو او هغه ته یې بیعت ورکړ.

ببرک حان ځدراڼ په هیواد او ولس مین، میلمه پال او مهربان شخصیت و. د خانې او مشرۍ با وجود یې د خپلې خاکساري له مخې د میلمنو پالنه او خدمت کولو. هغه د هوسا ژوند تیرولو پریمانه شخصي امکانات لرل. خو ده خپله هوساینه په وسایلو نه، بلکې د قومونو په اتحاد، اتفاق، عزت او سوکالې کې لټوله. غازي ببرک خان د شتمنۍ او مشرۍ باوجوده یبلې ٬٬لوڅې٬٬ پښې ګرخیدو، د صفیه حلیم په وینا، له همدې امله نوموړي په کابل کې په پښۍ لوڅې جنرال مشهور و. جنرال یې ځکه باله چې د هیواد د دفاع او د سرحدونو د ساتنې په برخه کې د هغه د غوره خدمتونو، هلو ځلو او مبارزې د قدردانې په موخه اعزازي جرنیلي ورکړ شوي وه. غازي ببرک خان به هر وخت د کارتوسو ګردنې تړلې توپک په لاس او سپین موټي ساتووه به یې په کمربند کې ټومبلي وه. ویل کیږي، چې یوه ورځ غازي امان الله خان ترې پوښتنه وکړه، چې ته د لویې پکتیا پیژندل شوي مشر یې، ولې لوڅې پښې ګرځې.؟ ده ورته ځواب ورکړو، چې زه د قام مشر یم او چې خلک مې پښې لوڅې ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چې څپلۍ یا بوټان ولرم.

ببرک خان د خپلواکې په جګړه کې د انګرېزانو په وړاندې د خپلواکې په دریمه جګړه کې غازي ببرک خان د ټل او واڼه په برخه کې د خپلو دوو ننګیالیو زامنو مولوي شیرک خان او نایب سالار زمرک خان او د ځدراڼو، وزېرو، ټنیو، د لسو زرو ولسي غازیانو په ملګرتیا ستره ونډه درلود.

د نګاهې به تاریخ استرداد استقلال کتاب لیکوال عزیزالدین وکیلي فوفلزائې په دې هکله د خپل کتاب په ۶۲ او ۶۳ مخونو کې لیکي: چې٬٬ سردار محمد نادرخان سپه سالار بساعت ۶ شام بمنزل ٬٬ وزه٬٬ وارد و پس از ملاقات با ملکان جدراڼ بتاریخ ۲۷ ثور در وقت صبح عساکر از آنجا کوچ کرد و سپه سالار بساعت ۹ از عقب عساکر حرکت کرد و از باعث خرابې راه اسپ سواري فقیر محمد بیطار در یک پرتګاه سقط شد. قوم ملک مګس خان و عسکر ببرک خان از سپه سالار استقبال کردند، لیوک خان ( زمرک خان) پسر دوم ببرک خان در راس لشکر قومي خویش حاضر و اهالی  درین موقع بیرقي را که بیک طرف ان ( نصرمن الله و فتح قریب و بشرالمومنین) و بطرف دیګر آن نشان دولت افغانستان و اسم غازي اعلیحضرت امیر امان الله خان نقش بود بر افروخته پس از نیم راه پیمایې درعلاقه المره رسیدند و به ساعت ۶ شام در منزل المره که قریه ببرک خان است، وارد شدند.

نومیالي افغان مورخ عزېزالدین وکیلي پوپلزي د فرهنګ کابل باستان د دویم ټوک په ۱۰۲۸ مخ کې د پلازمېنې کابل ته د ببرک خان ځدراڼ د شهادت د خبر د رسید په هکله لیکلي: چې٬٬ ببرک خان جدران از مجاهدین جهاد استرداد استقلال افغانستان در جبهه جنوبي در سال ۱۲۹۸ شمسي در برج سنبله سال ۱۳۰۳ هجري شمسي مطابق شهر صفر المطفر سنه ۱۳۴۳ فمري و موافق سپتمبر ۱۹۲۴ میلادي از طرف مخالفین استقلال افغانستان در قرارګاه خوست بدرجه رفیع شهادت رسید٬٬

وتلي څیړنواله، خبریاله او لیکواله صفیه حلیم د ببرک خان ځدراڼ د شخصیت په اړه لیکي: د ببرک خان شخصيت د هغو کسانو لپاره يو مثال دی، چې د ژوند هدف يې د نورو چاپلوسي ده. د غرونو يو خړ پړ سړي پخپل ځان دومره باور لرلو چې يبلې پښې دربار ته تلل ورته عيب نه ښکارېدو.

د افغانستان بل تکړه وتلي لیکوال محمد ګل خان مومند لیکي: در سمت جنوبي یا لویې پکتیا ٬٬ پکتیا، خوست و پکتیا٬٬ با نام راد مرد بزرګ دیګر برمي خوریم که عبارت از غازی ببرک خان ځدران است. غازي ببرک خان یک مبارز بزرګ، صاحب تفکر ملی و مترقی، یکی از قهرمانان راه استرداد استقلال، خدمتګار واقعي ملت افغان، سپاهی شجاع و متهور، صاحب علو نفس، شخصیت و کرکتر بې نظیر، مرد متقي، ازاد، و متصف به تمام سجایای عالی انسانی، اسلامی، پشتونولی و افغانیت و مرد نهایت مهمان نواز و غریب پرور و سمبل ایمان داری و وفداری بود.

در زبان عربی یک معقوله است که میګوید:٬٬ رهبر و بزرګ قوم، خادم قوم است٬٬ غازی ببرک خان به معنی واقعی بزرګ قوم و خادم بود، او هیچ وقت مقام و منزلت خود را بالاتر از دیګران، تصور نمی کرد، غازی ببرک خان در تمام طول حیات خود پا برهنه می ګشت چنانکه باری غازی امان الله خان به وی ګفت:٬٬ ببرک خان! خودت مشر بزرګ قوم و منصبدار عالی رتبه دولت و قهرمان راه ازادی و استقلال هستي، پس چرا با وجود داشتن این همه مقام و منزلت بزرګ برهنه پا می ګردی.؟

ببرک خان محترمانه در جواب می ګوید: اعلیضرتا، من هم مانند دیګران یک انسان هستم، از بابت سردی و ګرمی هوا احساس تکلیف می کنیم، ولې مردم و قوم من بې بضاعت، ناتوان و نادار هست و پاها یشان برهنه است، تا زمانیکه قوم من بې بضاعت و با برهنه باشد، نمی خواهم من با ایشان تفاوتی داشته باشم.

از حکایت فوق الذکر معلوم می شود که غازی ببرک خان بزرګ اسیایې خان عبدالغفار به فلسفه مشترکی اعتماد داشتند، چنانکه فخر افغان می فرمود، با وجود که پدرم یک شخص متول و خان بزرګ منطقه و قوم خود بود، زمانیکه دست راست و چپ خود را شناختم، با خدای خود تعهد نمودم که مانند مردم بې بضاعت خود لباس بيوشم و مانند ایشان غذا ساده بخورم.

زمانیکه بعد از کشته شدن امیر حبیب الله خان، اعلیحضرت امان الله خان به فعالیت های کسب بیعت برای زعامت کشور شروع نمود، خواست در زمینه نظر ببرک خان بزرګ را که متنفذ ترین شخصیت لویه پکتیا به شمار می رفت در مورد حاصل نماید. ببرک خان غازی که انسان ازادیخواه و دارې تفکر ملی بود و از افکار ازادی طلبانه غازی امان الله اطلاع داشت بیعت خود را از زعامت غازي امان الله ابراز داشت. همزمان اعلیحضرت امان الله خان در مورد قیادت عسکری سمت جنوبی با غازی ببرک خان مشوره نمود، چنانکه ببرک خان، نظر به درایت لیاقت و کارازمودګی نادرخان و هم چنان نفوذ محبوبیتش در ان ولا، به سپردن این قیادت به سپه سالار نادرخان مشوره داد. ‍

امان الله خان بمشوره غازی ببرک خان جامه عمل پوشید و قیادت سمت جنوبی را به سپهسالار نادرخان تفویض نمود. غازی ببرک خان متصل با صدور امر غازی امان الله خان مبنی بر جهاد علیه انګلیس، در یک جرګه بزرګ قومي چنین اظهار نمود: برادران، هموطنان، مجاهدین و قهرمانان حفظ دین و ناموس! امروز پادشاه غازی افغانستان، اعلیحضرت امان الله خان تصمیم ګرفته اند، که یوغ غلامی دولت انګلیس را از شانه ملت افغان بر دارد و ازادی و استقلال کشور را که یګانه ارزوی بزرګ تاریخي مردم ماست، اعاده نماید.

شرافت و سر بلندی یک انسان ازاد در ازادی او نهفته است. به همین منظور مقدس است که امروز ما و شما بمنظور صیانت خاک، نوامیس ملی و دینې و حفاطت عزت، ننګ و ناموس و پشتونولی خود درین جا جمع شد ایم، امروز وقت فیصله و تصمیم مرګ و زند ګی ماست، ما انګاه خود را سر بلند احساس خواهیم نمود که خود را از یو غلامی انګلیس نجات دهیم. من به نوبه خود به قربانی مال و سر و اولاد خود حاضر هستم، اګر شما با من درین جهاد و ارمان مقدس همراه میشوید، همین روز روز ګرفتن تصمیم است.

زمانیکه باشندګان و بزرګان قومي و دینې سمت جنوبی، سخنان بزرګترین رهبر قومي خود را شنیدند، خون جهاد ملی و اسلامي در وجود شان بجوش امد و با نعره های الله و اکبر، امادګی خود را بهر نوع از خود ګذری و قربانی اظهار داشتند. بعدا از پیروزی و موافقیت بزرګ محمد نادر خان در معرکه ٬٬ تل٬٬ مرهون نفوذ قومی و مشا رکت ببرک خان غازی و دو فرزند نامدارش مولوي شیرک خان و نایب سالار زمرک خان می باشد. غازی امان الله خان زمرک خان را به مقام نایب سالاری ترفیع داد.

مومند صیب بیا لیکی: بعد از معرکه ظفر افرین استرداد استقلال در جبهه جنوبی، غازی امان الله خان به منظور اعزاز مبارزان بزرګ راه ازادی دعوت بزرګی در قصر سلطنتی برپا کرد که در ان رجال نظامي و علملی دینې و مشران به شمول سفرای کشور های خارجی و اعضای کوردیپلوماتیم نیز حضور داشتند.

درین احتفال بزرګ اعلیحضرت امان الله خان به دست خود عالی ترین مدال های مملکتي یعنی لمر اعلی را به سینه های قهرمانان بزرګ نعرکه تل یعنی سپه سالار محمد نارد خان، شاه ولی خان، شاه محمود خان و همچنان رهبر بزرګ قومی لویه جرګه پکتیا یعنی غازی ببرک خان نصب کرد نمود. غازی امان الله خان برعلاوهً اعطا مدال به سینه سپهسالار محمد نادر خان، به افتخار غازی محمد نادر خان میناری استقلال تعمیر نمود.

مومند صیب لیکی: ببرک خان غازی نه تنها خود یک قهرمان ملی بود، بلکه فرزندان او مانند غازی نایب سالار زمرک خان، غازی مولوی شیرک خانو شهید سیدا کبر خان نیز از زمره قهرمانانی است که اسمای مبارک شان زیب  اوراق تاریخ وطن بوده و خواند بود.

در پایان جنګ عموي دوم، متحدین در ردیف کشور های دیګر، از افغانستان نیز خواهش نمود که چون دولت المان نازی سقوط نموده است، دیپلوماتان و اتباع المانی به عنوان یرغمل جنګی به ایشان سپرده شود تا با ایشان به حیث اسیران جنګی برخورد صورت پذېرد.

متحدین اخطار داد در صورت امتناع دولت افغانستان مبنی بر عدم استرداد و احاله دیپلومات ها و اتباع المانی، دولت اتحاد شوروی به قسمت های شمال افغانستان متعرض ګردیده و همچنان دولت انګلیس به مناطق جنوبی کشور تجاوز خواهد نمود.

دولت شاهي افغانستان با درنظر داشت حساسیت موضوع و تهدید و اتخاز تصمیم ملی مبتنی بر ارادهً ملت یک لویه جرګه عنعنوي ۱۸۰۰ نفری را به کابل دعوت نمود، درین لویه جرګه علاوه بر اعضا و مشران قومي، علماء و مشایخ، مامورین ارشد دولت، همچنان سفراې کبار و اعضای کور دیپلوماتیک کشور های متحابه نیز اشتراک ورزیده بودند.

ریاست لویه جرګه به نایب سالار صاحب زمرک خان پسر غازی ببرک خان تفویض ګردید. برخي از مشترکین لویه جرګه با یک نظر واقع بینانه که افغانستان قدرت مقابله با قواې متحدین را ندارد، بیشنهاد کردند که بهتر خواهد بود که اتباع المانی را به قواې متحدین سپرده شود.

نایب سالار صاحب زمرک خان با شنیدن این پشنهاد، پېشقیض خود را از نیام کشیده و یک ګوشه قالین راتوسط ان چندین بار شکاف نمود بعدآ با صدای بلند اعضای لویه جرګه را مخاطب قرار داده فرمود:٬٬ هموطنان عزېز و اعضای محترم لویه جرګه! اګر به کشور ما روس ها تجاوز نمایند یا انګلیس ها، ایشان باید به صراحت بدانند که مردم ما قلوب شان را چنان سوراخ سوراخ خواهد نمود، مثل ګوشه این قالین.

انګلیس ها بدانند تجارب تاریخی تهاجمات خود را فراموش نکنند و روس ها نیز باید از تجارب تلخ دولت انګلیس اموخته باشند. نایب سالار زمرک خان ضمن سخن رانی اتشن خود فرمود که او حاضر است تمام مصارف سه ساله جنګ را د جبهات شرقي به دوی دوش خود ګیرد، لذا لازم است که لویه جرګه در زمینه تصمیم ملی ګریانه اتخاذ و دولت مکلف به انجام آن خواهد بود.

نایب سالار به سخنان خود چنین دوام داد: تمام اتباع المانی درین کشور مهمان اند، و ابروی ماست. ملت با شهامت افغان با عزت افغان، اهانت و بې عزتی مهمان خود را تحمل کرده نمی توانند. اګر المانی ها ارزوی رفتن به وطن خود داشته باشند، تازمان مواصلت شان به المان سفرای روس و انګلیس نزد ما ګروګان خواهد بود٬٬

بعد از نتیجه راې ګیري لویه جرګه، با اکثریت قاطع پیشنهاد زمرک خان مورد حمایت قرار ګرفت و اتباع الماني با حرمت و عزت لازمه به وطن خود مواصلت نموده، حالت اضطرار در کشور به پایان رسید و امتعه مورد نیاز مردم به وفرت وجود داشت.

مورخ تاریخ استاد قدرت الله حداد نېز به همین ارتباط مطلبې به رشته تحریر کشیده که ذیلاً تقدیم مې ګردد: ٬٬ در سال ۱۳۲۰ شمسی، روزې از منزل خود به سوی شوربازار رهسپارګردیدیم، همېنکه به سه راهی رسیدم، مردم به طرفې نګاه مې کردند که از طرف بالاحصار مرد موًقر و با عظمتی به صوب شور بازار در حال حرکت بود. این شخصیت موًقر، لباس سفید بر تن، قطار وزمه رابه ګردن و پیشقبضه اې در کمر داشت، در عقبش دو نفر دیګر در رکاب او حرکت بودند. مردم با بسیار ادب به او سلام می دانند و احترام می ګذاردند، این مشر بزرګ دست راست خود را بر سینه ګذاشته بود که ګویا، پذیرش و جواب به احترام مردم بود. موصوف با بسیار تمکین و متانت ګام بر می داشت.

یک ادم ګفت: خان صاحب به راستی یک شیر است، ابروی افغانستان راخرید، خان صاحب در لویه جرګه ګفت: جرمن ها، ایتالوی ها، چاباني ها را به دشمنان شان نمی سپارم، مردم جنوبي برای جنګ با انګلیس ها اماده هستند٬٬  این پشتون و افغان بزرګ، زمرک خان ځدراڼ بود، که در لویه جرګه این سخنان را ابراز داشته، و فرداې آن تمام مردم از سخنان وی اطلاح حاصل نمودند. موصوف با سخنان خود در لویه جرګه، شهامت، عزت، حمایت، و مهمانوازی مردم افغانستان را به د نیا ثابت ساخت. لذا عوام و خواص زمرک خان را به چشم یک زعیم ملی، دیده و احترام مې کردند. امان الله خان بعد از کسب استراداد استقلال زمرک خان را مفتخر به مقام نایب سالاری یا ډګرجنرالی نموده بود.

حکومت قشری محمد زی ها، به سرکردګی سردار محمد هاشم خان از نفوذ و نجاهت قومی و ملی غازی زمرک نایب سالار و خانواده اش در هراس بود و در فکر پلان دسیسه علیه او بود تا مبدای زمرک خان و خانواده بزرګش، قدرت را از دست شان بګیرد. مګر نایب سالار زمرک خان و خانواده اش نه در ارزوی اشغال قدرت بوده و نه ارزو داشت، که خون مردم درین راه برېزد.٬٬ اما طوریکه خان صاحب سراج الحق ببرک زی، در مضمون خود ٬٬ د یوه هیوادپال افغان لخوا د پاکستان لومړنې وزېر اعظم لیاقت علی وژنه٬٬ تصریح نموده اند، حلقه ها و عناصر مخرب و فرصت طلب در تشدید سوء ظن و بدګماني حکومت علیه خاندان غازی ببرک خان رول عمده و اساسی بازی کردند، تا به سرحدی که به حکومت اطلاعات باطلې رسید که غازی امان الله خان برای کسب اقتدار به کشور برګشته و در قلعه ببرک خان غازی سکونت اختیار نموده است.

مبتنی بر همچو فتنه انګیزی ها و تبلیغات سوء و عاری از حقیقت حکومت محمد هاشم خان، علیه این خانواده بزرګ به سوقیات عسکری پرداخت و این خانواده را مجبور به تعبید به وزیرستان ساخت. دراین جای شکی نیست که خانواده ببرک خان غازی از حامیان غازی امان الله بود و شخص ببرک خان قربانی این حمایت ګشت، ولې خانواده ببرک خان به زعامت نایب سالار صاحب هرګز تلاشی برای فروپاشی حکومت بعمل نیاورد.

چنانکه در فیصله جرګه بزرګ وزیرستان که غالباً تحت ریاست قهرمان بزرګ راه ازادی و مبارزه علیه دولت انګلیس، یعنی غازی میرزاعلی خان، که به عنوان عکس العمل در برابر تحریکات حکومت کابل در آنجا علیه فیصله به عمل آورد که یک قیام مساحانه بر ضد حکومت کابل صورت پذېرد.

نایب سالار زمرک خان به دلیل اینکه، اقدامات منفی حکومت کابل نتیجه دسایسی است که ذهنیت زمامداران افغانستان را بر علیه خاندانش مغشوش ساخته تا موجب تیرګی اوضاع ګردیده و وحدت ملی را دچار مخاطره سازد، با درایت خاص آن فیصله را نپذېرفته و بعد از سه سال اقامت در وزیرستان به شهر ٬٬ ایبت اباد٬٬ تحت تسلط هند برتانوي مهاجرت نمود.

د لویې پکتیا وتلي لیکوال او څیړنوال الحاج ګل شریف هڅاند د غازي ببرک خان ځدراڼ تاریخي جنګي کلا په هکله لیکي: امیرعبدالرحمن خان د ۱۸۸۰ م کال په جولای کې د افغانستان سلطنت ته ورسید او د هغه جوړ جاړي له مخې چې د انګریزانو سره یې کړی و، د ډیورنډ فرضي کرښې سره یې توافق کړي وه. خو د غازیانو له خوا د منلو وړ نه وه. ځکه به یې وخت ناوخت د همدې کرښې په اوږدو کې د انګریزانو په وړاندې چریکي جګړې کولې. یو له دې ډلې غازیانو څخه د لویې پکتیا په اړوندو سېمو کې ببرک خان ځدراڼ و، چې د انګریزانو په وړاندې یې د حاکمانو سره د همغږۍ پرته د هغې مینې له مخې چې د هیواد او ازادۍ سره یې درلوده خپل جدو جهد او بریدونو ته دوام ورکاوه. په پای کې یې نیواکګر سخت په تنګ او دیته اړ کړل چې له نوموړي څخه امیر عبدالرحمن خان ته ګیله او شکوه وکړي. امیر د پکتیا حاکم شریندل خان څخه وغوښتل ببرک خان ځدراڼ چې تازه ځوانۍ ته رسیدلی و پلازمینې ته ورولیږي. همداسې وشول. ببرک خان ځدراڼ د امیر عبدالرحمن خان په حضور مشرف شو.

په سراج التواریخ کې لیکي: کله چې د ببرک خان عریضه عبدالرحمن خان ته ورسیده د هغه پام یې واړوه او د نوموړي عواطف او مهرباني وپاروله د نوموړي ځانګړنې خوښې شوې. لومړۍ یې نوموړي ته کرماني بالاپوش او زرینه پیښورۍ لونګۍ ډالۍ کړه. ورپسې یې د پکتیا حاکم شریندل خان ته امر وکړ، چې په ګیډاوره کې پیر کلي ته څیرمه ځمکه ببرک خان ځدراڼ ته ورکړي. همدا شان یې ببرک خان ځدراڼ ته د ملکي ِغنډ مشري او د اعزازي جنرال رتبه منظوره او د پکتیا د ټولو سرحدونو د رسمي څارنې او ساتنې دنده هم وروسپارله.

 له دې نه علاوه او ډیر اهمیت نه برخمنه خو دا چې د امیر له لوري غازي ببرک خان ته د یوې ډیرې قوي او تسخیر نه منونکي پوځي، جنګي کلا نقشه هم منظوره شوه. دغه کلا چې ټول لګښت یې د امیر له لوري ورکول کیده د نوموړي د سلطنت په مهال په څلور جریبه ځمکه کې ډیزاین، نقشه او جوړه شوي وه. د کلا چاردیوالي دیوال سور۳ ګزه او لوړوالی یې۷ متره و. څلور برجونه چې قطر یې له ۹-۱۱ مترو پورې و، درې داړې ٬٬دروازې٬، جومات، انتظار خونه، میلمستون، بڼ، د اوبو ډنډ چې د اړتیا٬٬کلابندۍ٬٬ په مهال ځینې ګټه اخیستل کیده، د کلا د ننه نه د تلو- راتلو زیرزمیني لاره، دفاعي دیوالونه، د ترصد اړین ساختماني جوړښتونه او تیرکشونه درلودل. کلا د پخو خټو په پخڅو وهل شوي وه. د دیوالونو او برجونو ترمنځ په کې خښتې او په ځینو نقطو کې د اړتیا له مخې ډبرې هم کارول شوي وې. تر دې کچې کلکه او نه نیوونکي کلا وه چې تر پایه یې هیڅوک په نیولو بریالي نه شول او ناتسخیره پاته شوه. نوټ: د دې کورنۍ د یوه غړي سراج ببرک زی په قول دا کلا د امیر عبدالرحمن خان په امر او جنوبي قومونو: منګلو، ځدراڼو، ځاځیو، خوستوالو او خروټو په بیګارو جوړه شوي او درېیو زرو کسانو په کې د سرحد ساتلو د پاره وړیا اربکیتوب کاوه. د یادولو ده چې د کلا له منځه تلو د مخنیوي په موخه د کلا بیا رغولو ته جدي اړتیا ده. د اطلاعات او کلتور وزارت پخوانی فرهنګي معین خدای بخښلي پوهاند محمد رسول باوري په خپل وخت کې د هیواد په ملي راډیو- تلویزیون کې د فرهنګي میراثونو په نامه یوه تلویزیوني خپرونه خپروله چې د هیواد تاریخي ابدات به یې په مستنده توګه ثبت او نشرول. ارواښاد باوري په خوست کې د یو شمیر نورو تاریخي ځایونو ترڅنګ له دې کلا څخه د نیږدې لیدنه کړي او په اړه یې مستند تلویزیوني فلم برابر کړی چې په یوه برخه کې یې داسې یادونه کوي:

د غازي ببرک خان تاریخي جنګي کلا درې ځانګړنې درلودې:

۱-  دغه کلا د یوې تاریخي پیښې انعکاس و

۲ – دغې تاريخي کلا یو ځانګړی جوړښت درلود.

۳ – دغې تاريخي کلا راتلونکو نسلونو ته د میړانې او اتلوالۍ الهام ورکاوه.

له دې امله یې دغه کلا د افغانستان په تاریخي ابداتو کې شامله کړي ده.

د ویلو ده کله چې ارواښاد باوري د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال و، د دې کلا د لیدو او سروې په موخه خپله خوست او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ګیډاورې سیمې ته چیرې چې دا کلا موقعیت لري تللی، سروې یې کړي، د ترمیم اوبیا رغاونې ژمنه یې کړي وه.

پاتې دې نه وي چې امیرعبدالرحمن خان د ببرک خان سره د لیدنې په مهال نوموړي ته د پولې په اوږدو کې د دوولسو امنیتي پوستو چې د ده په نوم یادیدې امر هم ورکړی و. د یادو امنیتي هرې پوستې موقعیت د یوه پلاوي له لوري چې د امرالدین په نام کس یې په سر کې و نوموړي ته په نښه شوی و.

یو وخت د یوې امنیتي پوستې په موقعیت کې د انګریزانوسره ټکر رامنځ ته شو. د ستونزې د حل له پاره له پلازمینې پلاوی راواستول شو. کله یې چې نقشې ته مراجعه وکړه حق د غازي ببرک خان پر خوا و. په پایله کې انګریزي عسکر په شا شول.

په ۱۲۷۷ هجري.شمسي کال د امیر حبیب الله خان د سلطنت په مهال د منګلو- احمدزیو د جنګ په وخت کې غازي ببرک خان چې د دولت پلوي و د حبیب الله خان له لوري د ملاتړنه برخمن و.

 همدا شان په ۱۹۱۹ م کال د امیر امان الله خان سره نیږدې او د نوموړي له ملاتړه برخمن پاتې شوی دی. کله چې امان الله خان د ازادۍ جګړې د پیل په موخه د باروسوخه خلکو سره سلا مشورې کولې نو ببرک خان یې هم وروغوښت. نوموړی د سید موسی مندوزي په ملتیا پلازمینې ته ورغی.

 امان الله خان د انګریزانو څخه د ازادۍ اخیستو په موخه د جنوبي محا‌ذ د پرانیستلو په اړوند لومړی د ببرک خان مشورې او نظریې او په پای کې یې د چارو د ښه سمون په موخه د ده وړاندیزونه واوریدل. په وړاندیزونو کې د سردار محمد نادر خان چې هغه مهال په بند کې و ازادیدل او د جنوبي محاذ د سپهسالار په توګه ټاکل کیدل هم شامل وو. امان الله خان د ده وړاندیز ومانه او محمد نادر خان یې د جنوبي محاذ لوی بولندوی وټاکه. لږ وخت پس نادر خان د خپلو دوو وروڼو سردار شاه محممود خان او سردار شاه ولي خان سره د خوست په لور وخوځیدل او لومړۍ شپه یې د ببرک خان ځدراڼ په یاده تاریخي، جنګي کلا کې تیره کړه.

غازي ببرک خان ځدراڼ د لویې پکتیا  د بیلا- بیلو قومونو څخه د څلور زره کسیز لښکر د چمتو کولو وروسته د خپلو دوو زامنو هر یو شیرک او زمرک سره یو ځای د خوست په مرکز کې د نادر خان له لښکرو سره یو ځای او بیا د انګریزانو په ضد د خپلواکۍ جګړې تودو سنګرونو په لورپه خورا عالي روحیه وخوځیدل.

په ۱۹۲۵ م کال شینوارو قوم او ورپسې د ملا عبدالله خان ګردیزي او ملا عبدالرشید په مشرۍ د پکتیا قومونو د امیر امان الله خان پر ضد شورش وکړ. غازي ببرک خان ځدراڼ د شورش ارامولو له پاره د امان الله خان په پلوي جنګیدو. د جنګ په ډګر کې د ده یو ملګری غزني خان ټپي او ده ته یې ورغږ کړ. ببرک خان په داسې حال کې چې نوموړی یې پورته کاوه په سینه ګولۍ وخوړه او ځای پر ځای د ۶۳ کالونو په عمر وفات شو.

هو! مور دې کښیني داسې زوی دې زیږوي. د دې لوړ شخصیت او ملي مبارز قبر دې منور او څیوده دې څراغانه اوسي.

د لویې پکتیا بل وتلي لیکوال نظیم ګل ځدراڼ لیکي: ګران افغانستان چې هره لويشت خاوره يې د خپلو او پرديو په وينو سره ده او خپله بيسارې طبيعي ښکلا، پاکه هوا، سپينې، خوږې او بهانده اوبه، پريمانه طبيعي شتمنۍ او د څلور کنجه نړۍ د زوروآورو د لښکر کشيو او تاړاکونو په لاره کې پروت ستراتيژيک موقعيت ور پورې اور دي، د خپل تاريخ په اوږدو کې هميشه له هرې خوا څخه ورته غاښونه چيچل کېده او وخت پر وخت د يرغلګرو او ښکيلاکګرو تر بريدونو لاندې راغلی دی.

خو د تاريخ په دې کشمکشونو کې يو شمير ملي شخصيتونه او اتلان هم د عمل او مبارزې ډګر ته را وتلي او د تاريخ پاڼو ته يې سترې کارنامې او حماسې سپارلې دي.

کله هم چې زموږ په خاوره بهرنۍ يرغل شوی دی، د همدې ملي مبارزينو او اتلانو له غوڅ دريځ او کلک مقاومت سره مخ شوي او په تيښته زموږ له پاکې خاورې څخه وتلو ته اړ شوې دي.

که موږ د ميرويس نيکه نه را نيولې بيا تر ننه پورې د خپل تاريخ پاڼې را واړوو، نو ډېر داسې شخصيتونه او اتلان به مو تر سترګو شي، چې زموږ د وياړ او افتخار نښې بلل کېږي.

د دغو ملي اتلانو له ډلې يو هم په پښې لوڅي جنرال مشهور، نامتو غازي ببرک خان ځدراڼ دی، چې د انګريزانو تر پښو لاندې يې مځکه سره تبۍ کړېوه او د سر په کاسه کې يې اوبه ور کړې وې.

د غازي ببرک خان ځدراڼ د ژوند او کارنامو يادونه د دې لپاره هم اړينه ده، چې زموږ ځوان نسل هغه له اوسنيو ” مشرانو “ سره پرتله کړي او په دې پوه شي، چې زموږ پخواني مشران د ډيری اوسنيو هغو په څير وږي، ټيټ، غله، فاسد، پردي پال، خاين، خرڅ شوي او د پرديو غلامان او جاسوسان نه وو.

غازي ببرک خان ځدراڼ يوازې د هيواد د دفاع او د استقلال د جګړې اتل جنګيالی او د ښکيلاکګرو پر وړاندې د خرپ او ترپ د جګړو قهرمان نه دی، بلکې د هغه د شخصيت نور بيلا بيل اړخونه لکه: وطندوستي، زړورتيا، ميړانه، تقوا، سپيڅلتيا، زړه سوی، مال شيندنه، ميلمه پالنه او د راتلونکو نسلونو لپاره د ژور پند او عبرت وړ دي.

نوموړي له خپلو يوه ډله غازيانو سره د برتانوي هند سره په سويل ختيځه اوږده پوله کې د انګريز پر تاسيساتو او نظامي مرکزونو وخت نا وخت غلچکي بريدونه کول او دښمن ته يې د خپلې يو څپک خاورې د لاندې کولو اجازه هم ور نکړه.

عزیزالدین وکیل په خپل کتاب ٬٬ نګاهي مختصر به استر داد استقلال٬٬ کې د ببرک خان په اړه لیکي. ٬٬ د کابل د وزېر اباد د کلي اوسیدونکي د غنډ کوټوالي یو سرتېری، چې توکل نومیده او د ژوند په ورستیو کلونو کې یې په کابل کې په دولتي مظبعه کې کار کاوه. ما ته وویل: زه د خپلو سترګو حال وایم، چې کله د ازموینې ټوپونه خوشي کېدل، د ببرک خان ځدراڼ له پښتو ژبې سره ډېره مېنه درلوده، په پښتو یې جنرال نادر خان ته وویل، هو، هو کیږي کیږي، دا توپ به انګرېزانو مات کړي٬٬. د انګرېزانو له لیکنو ښکاري، چې ببرک خان ځواک ورته لوی ګواښوو.

د هېواد بل وتلي ليكوال كانډيد اكاډميسن ارواښاد انور نوميالي په خپله يوه ليكنه ٬٬ د ازادۍ په معركه كې د پكتيا د محاذ اوچته رهبري ٬٬ كې د غازي ببرك خان ځدراڼ په اړه داسې ليكلي:٬٬ زموږ د ډېرې ماتو عمده دليل دا دى، چې همېشه په رهبر پورې تر حد ډېر تړلي پاتې شوي يو، خو سم بغاوت همېشه ښه پايلې لري او د غازي ببرك خان ځدراڼ هوښياري هم په دې كې وه چې ډېر په رهبر پورې تړلى نه پاته كېدۀ او پدې پوهېدو، چې كه رهبر يې سازش وكړي نو د دوى ټولې هڅې په اوبو لاهو كولاى شي او بله خوشبخت په دې کې ؤ، چې رهبريې د دښمن سره هېڅ ډول سازش ونه كړ، ځكه خويې تاريخ نوم په وياړ اخلي٬٬.

اكاډميسن پوهاند علامه ارواښاد عبدالشكور رشاد بابا په خپله يوه مقاله٬٬ د يوه زمري غازي يادونه٬٬ كې غازي ببرك خان ځدراڼ په دې ډول ستايي ٬٬ يوه عجيبه خبره چې پرنګي مورخين هم ورته حيران دي هغه دا ده، چې ببرك خان ځينې داسې جنګي تكتيكونه په كار اچولي ول، چې اوسني حربپوهان یا پيژدونكي هم ورته ګوته په غاښ دي او ممكن له هغو ابتكارونو د جنګي علومو پوهنتونونو زده كوونكيو ته د افغانستان د جګړې د تاريخ د يوې خاصې نوعې په توګه يادونه وشي٬٬.

عبدالحميد مبارز په خپل يوه ٬٬ تحليل واقعات سياسي افغانستان ٬٬ نومي اثر كې د غازي ببرك خان ځدراڼ د سرښندونكي مبارزې په اړه خپل نظر په دې ډول وړاندې كوي.٬٬ اولين فرمانده قبيلوي كه براى تبارز نقش سياسي سمت جنوب شرق كوشش كرد وموفق هم شد، ببرك خان ځدراڼ بود، وى باقيافه متفاوت به رسم ظاهري ان وخت اول يكې نماينده دلسوز و پر مهر مردم به بسيار حالت طبيعي ايفا كرد، تا حد كه پايزار را به خاطر نمې پوشيد كه مردمش پاى لچ بودند، ببرك خان جدران در روند استرداد استقلال افغانستان به رهبري خلاقانۀ انحضرت امان الله خان غازي به تمام قوت خود چالشهاى موجود ازجانب استعمار ګران انګليس را درپكتيا ازبين برد وازادي كشور به ارمغان اورد٬٬.

د افغانستان د ملي تاريخ يو پوه استاد حبيب الله رفيع د غازي ببرک خان په اړه لیکي: افغانستان د تاریخ په بیلو بیلو پېړیو کې که له یوې خوا وخت په وخت د وخت د چپاولګرو او یرغلګرړ قوتونو تر برېدونو لاندې راغلی دی، نوله بلې خوا د همدې تاریخي کشمکش په بېلو بېلو دورو کې یو شمېر ملي اتلان هم د عمل ډګر ته راوتلي او د وطنپالنې په ملي روحیه یې د تاریخ پاڼو ته ټلپاتې حماسي سپارلې او خپل هیواد یې د یادونې او قدر وړ خدمتونه کړي دي.

هر ځل چې زموږ په تاریخي هیواد بهرنی یرغل شوی دی، نو به مقابل کې هر ځل د ملي اتلانو له غوڅ مقاومت سره مخامخ شوي او زموږ له هیواد څخه په بیرته تللو مجبور شوي دي، که سړی د افغانستان د تاریخ پاڼې راواړوي، نوله میرویس نیکه نه نیولي بیا تر نن ورځې پورې به یې ډیر داسې ملي شخصیتونه تر نظر تېر شي، چې زموږ د ویاړ او افتخار نښې بللې کیږي له دغو تاریخي څیرو څخه یو هم غلزي ببرک خان ځدراڼ دی، چې د انګرېزانو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي او د دې اجازه یې نه ده ورکړې، چې د هیواد خاورې ته یوه لویشت رادمخه شي. نوموړي ارواښاد ببرك خان يو لوى غازي، ملي تاريخي او ټولنيز شخصيت بولي اوزياتوي: ٬٬ ارواښاد ببرك خان زموږ د معاصر تاريخ له هغو مجاهدينو، غازيانو او مبارزينو څخه دى چې تر اوسه يې هم د مېړانې او كارنامو كيسې د سيمې د ښځو او نرينه وو په سينو كې خوندي دي او ځينې ليكليو تاريخونو ته يې هم لاره موندلې ده٬٬.

د پښتو ادبياتو د اوسني ډګر نوميالي ستورى استاد محمد اصف صميم د غازي ځدراڼ د شخصيت او مبارزو په اړه خپل نظر په دې ډول څرګند کړئ دی: ٬٬ زموږ تاريخ د امير كروړه نيولي زموږ د ملي خپلواكۍ د ډګر تر سرښندونكي غازي ببرك خان ځدراڼ پورې له حماسو ډك دى، ګران هېواد افغانستان د ملي خپلواكۍ د لارې دا لاروى خو د خپلې فطري ميړانې له مخې هم د لمانځنې او ستاينې وړ دى، خو چې كوم وياړ او لمانځنه يې د ملي خپلواكۍ د دې كاروان د مخكښ شاه زلمي غازي امان الله خان د همسنګرۍ له امله په برخه ده په هغې د لا لمانځنې وړ دى او همدا هغه وياړدى چې د تاريخ ملي خپلواكۍ او اتلوالۍ له حافظې به تر قيامته ونه وځي او زه د خپل ملي تاريخ د يو مينوال په توګه د ارواښاد غازي ببرك خان ځدراڼ په اتلوالۍ وياړم٬٬.

همداراز د سيد قاسم ریښتيا يو اثر دى٬٬ يك ابتد او يك انتهاى نظام شاهي در افغانستان٬٬ په دې اثر كې د غازي ببرك خان ځدراڼ د شخصيت په اړه داسې ليكي: ٬٬ تا سال هاى متمادي كه من در درباره ظاهر شاهي بودم از بسيار خاْطر هاى شرينم پادشاه مهربان سابق افغانستان انحضرت محمد ظاهر يكش در مورد غازي ببرك خان جدران غازي مشهور راه استقلال وطن است، ګفتم انحضرت موى سفيدان پكتيا همېشه شكايت مېكند كه توجه مركز براى امور پروژه هاى باز سازي نسبت په ولايت ايشان كم است، خبر اينطور است: ګفته : تا وقت كه فداكاريهاى مردم پكتيا وغازي ببرك خان ياد اين بنده باشد به هېچ عنوان كاري نخواهد شد كه سوى عدالت تلفي شود من بۀ وزير پلان ګپ مېزنم حتماً٬٬.

لیکوال سردار ولي پښتونزوی ٬٬ د افغانستان د تاریخ جالبه څیره پښې لوڅی جنرال لیکنه کې لیکي: په ۱۹۹۷ع کال کې په لندن کي یو نندارتون د هغو زړو اسنادو چي ۱۰۰ کاله یې پوره شوي ترتيب شوي و، په دغه نندارتون کي چې عامو خلکو یې ننداره کوله هغه اسناد چې یو وخت اشد محرم وو او اوسېئې ۱۰۰ کاله تېر شوي دي او افشا کېدل یې د بريتانيا حکومت ته کوم زیان نه رسولو، وړاندي کېدل، یو افغان نظامي جنرال چي له دغه نندارتون څخه یې لیدنه کتنه کړې، وايي: ٬٬ عجيبه خو دا وه چي په دې نندارتون کي د ببرک خان ځدراڼ یو لوی تور او سپين عکس چي په چوکات کي بند وو ايښوول شو٬٬

د غازي ببرک خان ځدراڼ د شخصیت او عزت النفس په اړه یو څو خبرې

غازي ببرك خان ځدراڼ د هندوکښ او د پامیر هسكو غرونو یو ریښتېنی افغان ملي اتل و. افغانان به نن او هم سبا د ملي تاریخ او د ملي خپلواکۍ د لارې غازي ببرک خان په كارنامو او سرښندونكو ملي مبارزو باندې وياړي. غازي ببرك خان په مېړانه، هیوادپالنه، توریالیتوب، ننګیالیتو، امانتدارې، ريښتونولي، حب الوطن من الایمان او له خپل ګران هېواد څخه د دفاع په لاره کې او د خپل وطني حريم د ساتنې په لاره كې د یو افغان ستوري په څیر ځلانده تاريخ لیکلي دی. غازي ببرك خان د خپل وياړلي ژوند په اوږدو كې له خپل ګران هیواد څخه د كلكې دفاع او ساتنې تر څنګ وكولاى شول، چې انګريزي نړیوال ښکېلاک ته داسې تاریخي درس وركړي چې دوى ته د پوهېدلو او موږ ته د ملي تاريخ د يوۀ مهم څپرکی په توګه په ميراث پاتې شوي. ببرک خان د لوی پکتیا د غرونو رغونو په ځیګه غرنیزه سېمه کې لویې شوي و، هغه تل د منډې په حالت کې و. څو خپلو د خلک ستونزو ته ځان ورورسوي.

غازي ببرک خان نه یوازې د ځدراڼو قام بلکې په لویه پکتیا کې نور قومونه هم پرې راټول ول. غازي ببرک خان نه یوازې د لویې پکتیا یو وتلی پیژندل شوي قومي مشر خان و، بلکې د لوی افغانستان د بیا جوړیدو په تاریخ کې یو مخکښ سپیڅلي ملي مبارز پیژندل شوي دی. د غازي ببرک خان کورنې د ځدراڼو په قوم کې یوه ستره کورنۍ ګڼل کیږي. غازي ببرک خان د خوست او لویې پکتیا ولسونو شخړې، دعووې ستونزې د جرګو او مرکو له لېارې د پښتونولي د اصولو له لېارې حلو فصلولي. غازي ببرک خان د قومي دعواوو په حلولو کې د شتمن او بې وزلې سړي سره د پښتونوالی د اصولو او نورمونو له مخې یو ډول چلند کولو او ازادې عدلي منلي فیصلې کولي. د ببرک خان د جرګو او مرکو پرېکړې به خامخا په دواړو خواوو یو شان ته عملي کیدلي. له همدې امله د خوست ولسونو لخوا د ګیډورې ځدراڼ د منصفانه مرکو جرګو د پرېکړو له امله د سپېنې خولې ځدراڼ په نامه هم یادول. خپله ببرک خان یو میلمه پال غریبنواز شخصیت و. د غازي ببرک خان حجرې او میلمستون به تل د میلمنو او مسافرینو پر مخ خلاصې او ډکې وې. په حجرو کې به په سلګونه میلمانه او مسافر پراته وو. دا پوښتنه چا نه کوله، چې دا میلمه سړی څوک دی، له کومه راغلي دی، په کوم دین مذهب او قوم پورې اړه لري. ویل کیده به چې بس دا سړی زموږ میلمه دی. هره ورځ به وریجو څو دیګونه بارول او پسونه به حلالیدل او پخیدل. ځانګړو کسانو کاردارانو به د میلمنو د ډوډې جوړولو بندوست کولو. ببرک خان به په خپله د یوه دستمال او چلمچې سره پر میلمنو ګرځیدو، د میلمنو لاسونو ته بې اوبه وراچولي. د میلمنو قدر او عزت یې خپل ځان فرض ګڼلو. له همدې امله د ببرک خان نوم د لویې پکتیا څخه تر وزېرستانونو پورې رسیدلي و. یوه ورځ له وزیرستان څخه څو کسه وزېر میلمانه د ببرک خان ځدراڼ لیدو ته راغلي وو. کله چې ډوډۍ تیاره شوه، ببرک خان د میلمنو لاسونه ته اوبه ورچولي، په دغه وخت کې د وزیرستان څخه راغلي میلنو پوښتنه وکړه، چې هغه ببرک خان خپله چیرې دی، چې هغه هم ډوډۍ خوړولو ته راشي، د حجرې نورو ناستو میلمنو چې ببرک خان پیژندلو، وزېرو میلمنو ته وویل، دغه سړی چې میلمنو لاسونو ته اوبه وراچوي، همدغه خپله ببرک خان دی. وزېر حک پک او حیران پاتې شول. ببرک خان بې ځایه تشریفات نه غوښیدل او هغه کار به یې کولو، چې د هیواد په ګټه او د خلکو خیر به په کې و. غازي ببرک خان په لویه پکتیا کې یو ځواکمن، مخور او شتمن خان و. خو نوموړي ځان د خپلو غریبو خلکو د پښو خاورې حسابوه. له همدې امله یې له عامو افغانانو او غریبانو سره هیڅ توپیر نه کیده، ببرک خان به د خپلو خلکو په څیر لوڅې پښې ګرځیدو،. ویل به یې چې زما قوم او خلک لوڅې پښې ګرځي، دا زما او زما عزت نفس لپاره ښه خبره نه ده، چې په یوه بې وزله غریب قوم او خلکو کې ځان ته یو هوسا ژوند غوره کړم.

د غازي ببرک خان ځدراڼ یاد:

یو ستوری و د ستور په اسمان کې ځلیدو

یو ګل د پسرلی و په بوستان کې غوړیدو

قامونه د پکتیا به وو مدام ورباندې ټول

په نره له انګرېزانو سره میدان کې جنګیدو

آزاد و پیدا شو د پکتیا په غرنو کې

٬٬ ببرک٬٬ داسې *پښتون و، هر افغان پرې نازیدو

شمله  د افغانیت یې تر آسمانه رسیدله

دا سر د پښتون سرو کله چاته ټيټدو

غرواله چې د غرونو نندارې مې کله وکړه

جرس د آزادی مې ټول جهان کې غږیدو

پاې

غازي ببرک خان ځدراڼ ته د لمر اعلې نښان، د کابل علم او جهل منار کې نوم حکیدل/۱

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.