نړیوالو اړیکو کې د نوی پرمختللي معلوماتي ټکنالوژیو د پراخیدو له امله، ډیپلوماسي هم یوې نوی مرحلې ته دننه شوې. ډیپلوماسي چې تل د نړۍ د دولتونو ترمنځ د اړیکو مناسباتو او شخړو د حل لپاره یو بنسټیز وسیله پاتې شوې ده، اوسمهال د نړۍ د چټکو ټکنالوژیکي بدلونونو تر اغیز لاندې له اساسي او ژورو تحولاتو سره مخ ده. د همدې بدلون په زړه کې د نړۍ نوې ټکنالوژي نه یوازې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو بڼه بدله کړې، بلکې د ځواک، نفوذ او پریکړه نیونې توازن یې هم اغیزمن کړی دی. په وروستیو لسیزو کې د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د ډیپلوماسۍ دودیز بڼه بدل کړي، او تمه کېږي چې په راتلونکي کې به دغه بدلونونه لا ژور، چټک او اغیزناک شي.
د معاصر ټکنالوژۍ له نظره ډیپلوماسي په څو مهمو ډولونو ویشل کېږي؛ چې دلته به یې پر دوو اساسي بڼو رڼا واچوو:
۱- ډیجیټلي ډیپلوماسي
د هغو ډیپلوماټیکو فعالیتونو، وسایلو او ستراتیژیو مجموعه ده چې پکښې دولتونه، نړیوال سازمانونه او سیاسي استازي یې د ډیجیټلي ټکنالوژیو له لاري خپلې بهرنۍ پالیسي او موخې پرمخ بیایې. په بل عبارت، دا د ډیپلوماټیکو اړیکو هغه بڼه ده چې هېوادونه پکښې پرته له فزیکي حضور څخه مذاکرات، مشورې او رسمي تعاملات ترسره کولای شي.د دیپلوماتیکي اړیکو هغه ډول دې چې په ترڅ کې یې هیوادونه کولاې شي پرته له فزیکي حضور څخه مذاکرات وکړي. دا ډول ډیپلوماسي د بحران پرمهال چټک غبرګون ته زمینه برابروي او څو مهمې ګټې لري:
۱) د وخت او لګښت سپما
۲) د بحرانونو پر مهال چټک او مؤثر غبرګون
۳) پر نړیوالو عامه افکارو اغېز
او د هېوادونو د نرم ځواک (Soft Power) پیاوړۍ کوي.
ډیجیټلي ډیپلوماسي د دولتونو لپاره دا زمینه برابروي چې د ټولنیزو رسنیو، انلاین غونډو او ډیجیټلي پلاتفورمونو له لارې خپل سیاسي دریځونه په پراخه کچه نړیوالو ته ورسوي.
۲- سایبري ډیپلوماسي
د نړيوالو اړيکو له نظره، سايبري ډيپلوماسي د هغو سياستونو، تعاملاتو او نړيوالو خبرو اترو مجموعه ده چې دولتونه او نور نړيوال لوبغاړي يې د سايبري فضا د مديريت، د ډيجېټلي ګواښونو د کمولو او د دولتونو د چلند د تنظيم لپاره کاروي. دا ډول ډيپلوماسي د سايبري بريدونو، معلوماتي جګړو او پر ټکنالوژۍ د زياتېدونکي نړيوال تړاو په وړاندې يو طبيعي او ضروري غبرګون ګڼل کیږي. نن ورځ يو سايبري بريد کولای شي له يو هېواد څخه بل ته په څو شېبو کې انتقال شي؛ له همدې امله، هېڅ هېواد په يوازې ځان د سايبري امنيت د بشپړ تامين توان نه لري. سايبري ډيپلوماسي د نړيوالې همکارۍ، باور جوړونې او د ګډو ميکانيزمونو د رامنځته کولو وسيله ده، څو د سایبري شخړو مخه ونیول شي او نړیواله فضا نسبتآ خوندي او د اټکل وړ پاتې شي.
ټکنالوژي او نړیوال ځواک توازن
له مسلکي پلوه، ټکنالوژي د نړیوالې ډیپلوماسۍ راتلونکی ژور بدلون ته سوق کوي او د نړیوال امنیت، سیاست او اقتصاد په ډګرونو کې ورځ تر بلې مهم رول لوبوي. بریالۍ ډیپلوماسي به هغه وي چې له ټکنالوژۍ په هوښیار، اخلاقي او عادلانه ډول استفاده وکړي، څو نړیواله همکاري پیاوړې او نړیوالې شخړې په سوله ییزه توګه حل شي. دا ډيپلوماسي دولتونو ته دا امکان برابروي چې خپل رقابتونه مدیریت کړي، د شخړو مخه ونيسي او ډیجیټلي/سايبري فضا په يو نسبتآ خوندي او منظم ډګر بدل کړي. له همدې امله، ډیجیټلي ډيپلوماسي د معاصر نړيوال سياست يو نه جلا کېدونکی عنصر ګرځېدلی دی.
په ټوله کې ویلاې شو چې په نوي ډیجیټلي فضا کې ځواک یواځې په پوځي او اقتصادي سرچینو پورې نه محدودیږي بلکې د معلوماتو منظم کنټرول او ټکنالوژیک ظرفیت هم د دولتونو د نفوذ اساسي معیار ګرځیدلې.
روین پوپل: د نړیوالو اړیکو ماسټر او کارپوه
نوې منځنۍ ختیځ
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.