اوسمهال په نړۍ کې د هغه ولسواکي یا ډیموکراسې بیلګه کوم چې (ژان ژاک روسو) په خپل کتاب (ټولنیز تړون) کې یې یادونه کړې شتون نلري. د روسو د تعریف له مخې په ولسواکه حکومتونو کې ولس باید په مستقیم ډول په دولتي پریکړو کې برخه واخلي. تاریخ موږ ته راښوودلې چې کله د ولسواکۍ لپاره ګواښ پیدا شي نو د ولسواکۍ مخربین خپله د ولسواکۍ له بطن څخه زیږېږي. دیموکراټیک نظامونه یواځې د کودتاګانو او انقلابونو له لارې نه ویجاړېږي بلکې د ډیموکراسې له دننه څخه ټاکل شوي جبري ډیموکراټان یې هم ویجاړوي. داسې افراد لکه په روسیه کې ولادیمیر پوتین, امریکا کې ډونالډ ټرمپ, ترکیه کې رجب طیب اردوغان, المان کې د ښي اړخي (AFD) ګوند غړي, جنوبي کوریا کې یون سوک یول, بنګله دیش, ایران, افغانستان او د پاکستان په څیر نورو هیوادونو کې د ټاکنو پر بنسټ واک ته رسیدلي مشران که څه هم ځانونه ډیموکراتان بولي خو ددوې اصلي موخه د واک ترلاسه کولو سره سم قانون محدودوي حتې د قانون په له منځه وړلو هم اقدامات ترسره کوي.
د سیاسي افزار او وسیلې په توګه له ولسواکي څخه د استفادې پروسه ځېني مرحلې لري چې لاندې ترې یادونه کوو:
لومړې: په ډیموکراټیکو ادارو کې نفوذ پیدا کول
د قدرت تږي سیاستوالان د یو وسیلې په توګه د ډیموکراسي له جوړښتونو څخه د ځواک د ترلاسه کولو لپاره ګټه وړي, او د واک له ترلاسه کولو وروسته قانون په خپله ګټه څرخوي/بدلوي. څرګنده بیلګه یې په هنګري(مجارستان) هیواد کې ویکټور اوربان دی چې په تدریجي ډول یې هلته خپلواکې رسنۍ, محکمې او ډیموکراټیک بنسټونه کمزوري کړي دي.
دویم: په بیان آزادي او مطبوعاتو برید کول
په دی مرحله کې د رسنۍ ځپل او د رسنیز خبریالانو پر کردار لفظي برید, تخریبونه او د هغوي شخصیت وژنه ترسه کېږي. لکه د ټرمپ له لورې د CNN رسنۍ د جعلي خبرونو په تور تورنول او د خبریالانو توهینول همدارنګه د پوتین لخوا په روسیه کې خپل مخالف اپوزیسیون په رسنیز فعالیتونو بندیز لګول.
دریم: د ټاکنو کمزوري کول
دلته سیاستوال پوهیږي چې آزاد ټاکنې ددوي د موخو اصلي خنډ دې. دوي هڅه کوي چې د ټاکنو قوانین په خپله ګټه بدل کړي او د ټاکنو پایلې تر پوښښ لاندې راولي او یا هم مخالف نوماند غیر قانوني اعلان کړي.
څلورم: قضایه قوه او پارلمان ویجاړول
که محکمه خپله خپلواکي له لاسه ورکړي, نو د هیواد اتباع به د خپل د حقوقو د دفاع لپاره وروستۍ وسیله هم له لاسه ورکړي. په ډیموکراټیک نظامونو کې داسې هم کېږي چې د قضا خپلواک قاضیان له دندو ګوښه شي او پرځاې یې حکومتي چارواکي و ګومارل شي.
د ډیموکراسۍ لپاره تر ټولو لوې خطر هغه وخت رامنځته کېږي چې ډیموکراتیک نظام خپل دښمنان کم وارزوي. ددې ناورین یوه بیلګه په 1933 کال کې په جرمني کې رامنځته شوه, ډیرو سیاستوالو فکر کاوه چې هټلر به څو کاله وروسته له واکه استعفا ورکړي خو نوموړې د ولسواکۍ د له منځه وړلو لپاره له خپل ځواک څخه کار واخیست. که څه هم جرمني له دویم نړیوال جګړې وروسته یو انعطاف منونکې ولسواکي جوړه کړه او د ساتنې لپاره یې میکانیزمونه هم جوړ کړي دي, خو بیا هم ویره شتون لري, په ځانګړې توګه د AFD په څیر غورځنګونه چې د خپلو غیر دیموکراتیکو اهدافو د پر مخ وړلو لپاره له دیموکراټیک جوړښتونو څخه استفاده کوي.
په اوسنې وخت کې موږ ورته ګواښونه مشاهده کوو, که د ولسواکۍ له طریقه عوامپاله پاپولسټان او ښي اړخې افراطي غورځنګونه واک ته ورسېږي نو نباید داسې وانګیرل شي چې دوي به د ډیموکراسۍ په جوړښتونو رامات شي.
پایله: د حکومتونو ځان محوري ارزښتونو د تاریخ په اوږدو کې هیڅ تغیر موندلې نه ده. موږ به هیڅکله ددې شاهدان پاتې نه شو چې حکومتونه دی ذاتاً ولسواکه وي, دوي به د خپلې حکمرانۍ د قوت لپاره د ولسواکۍ ممثلین وي. د تېرو لويو حکومتونو غوندې حکومتونه د نننې ډیموکراتیکو حکومتونو سره په ذاتي اهدافو کې هیڅ توپیر نه لري. ولسواکي او د هغه جوړښتونه تر هغه وخت ژوندې وي ترڅو چې د خلکو اکثریت یې د ساتنې لپاره عمل وکړئ.
روین پوپل د نړیوالو اړیکو ماسټر او کارپوه!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.