نوې منځنۍ ختیځ 

لیکوال: روین پوپل

53

منځنۍ ختیځ یوازې د جغرافیې یو ټوټه نه ده بلکې د تاریخ، سیاست او هویت د ژورو تجربو یو ژوندې مثال دې. دلته میشت هیوادونه نن د تاریخ، سیاست او کلتوري تقدیر ترمنځ په داسې څلورلارې کې ولاړ دی چېرته چې د جبر او اختیار د اخلاقي مفاهیمو ترمنځ ټکر په ښکاره ډول احساسیږي. که موږ ددې سیمې تېرو څو لسیزو تاریخ مطالعه کړو، نو وینو چې دلته ملتونه یوازې له سیاسي بحران سره نه، بلکې له اخلاقي او فکري پوښتنو سره هم مخ دي.

که څه هم د سیمې ارزښتي جوړښتونه د معنویت، ټولنیز پیوستون او تاریخي هویت له پلوه تر ډېره پیاوړۍ ښکاري، خو د نړیوال قدرتي معادلو په ډګر کې یې سیاسي او فکري دریځ ډیر تر پوښتنې لاندې راغلی دی. دا حالت ښيي چې ارزښتونه که هر څو ژور وي، د نړیوالو بدلونونو له سیلابه بې‌ اغېزې نه پاتې کېږي. دلته اوسنۍ وضعیت د تضادونو یوه مجموعه ده، له یوې خوا د افراطي مادي پالنې څپه د پانګوال نړیوال نظام تر اغېز لاندې ټولنې د مصرف‌ پالنې او اقتصادي رقابت بې‌ پایه منطق ته سوق کړې دي، او له بلې خوا ځینې ټولنې د معنوي تشې او ارزښتي بحران له امله له مادیاتو سره د بشپړې بېزارۍ لوري ته ورښویېدلې دي چې دواړه تمایلات د توازن د اصل نشتوالی څرګندوي. منځنۍ ختیځ که غواړي خپل تاریخي رول بیا تعریف کړي، نو اړتیا ده چې له نړیوالو تجربو څخه په انتقادي شعور زده کړه وکړي، نه په تقلیدي رویکرد. د زده کړې دا بهیر ښايي زموږ په دودیزو ارزښتونو کې بدلون راولي، ځینې یې معاصر کړي او ځینې نور یې د تاریخ حافظې ته وسپاري. خو دا بدلون باید د خودباورۍ پر محور ولاړ وي، نه د فرهنګي تسلیمۍ پر بنسټ.

موږ ته ښایي چې د یوې نوې منځنۍ ختیځ د بنسټ ایښودلو لپاره داسې فکري چوکاټ رامنځته کړو چې په هغه کې متقابل درناوی، د ملتونو ترمنځ اعتماد، د یو بل د مشروع ګټو ساتنه، او د وګړو د سوکالۍ لپاره عادلانه پالیسۍ مرکزي ارزښتونه وګرځي او باید یوازې جغرافیایي مفهوم نه وي، بلکې د ګډ مسؤلیت، اخلاقي تعهد او ستراتیژیک همکارۍ یو تمدني پروژه وي. د دې مثبت پیل اړتیا له ډېر مهاله احساسېږي، خو لنډ مهاله کړکېچونه او سیاسي بې‌ ثباتۍ یې مخه نه شي نیولای. برعکس، د اوسني نړیوال تحول غوښتنه دا ده چې موږ د معاصر پانګوال نظام د خالصو اقتصادي او مادي ارزښتونو او زموږ د اخلاقي، انساني او تمدني ارزښتونو ترمنځ ژوره پرتلیزه او انتقادي ارزونه ترسره کړو.

ځکه چې که اقتصاد د اخلاقو له مهاره ووځي، نو ځواک به عدالت ته نه، بلکې تسلط ته خدمت وکړي او که اخلاق له واقعي اقتصادي درک څخه جلا شي، نو په عمل کې به بې‌ اغېزې پاتې شي. نوې منځنۍ ختیځ هغه مهال رامنځته کېدای شي چې اقتصاد او اخلاق، ځواک او عدالت، او پرمختګ او هویت په متوازن تعامل کې سره یوځای شي. دا نه یوازې یوه سیمه‌ ییزه اړتیا ده، بلکې د نړیوال ثبات لپاره هم یو ستر تمدني شرط ګڼل کېږي.

د یو نظام او حکومت مشروعیت په څه کښې دی؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.