تاسو پوهېږې چې په نړې کې د بېلابېلو باورونو تر نامه لاندې خلک ژوند کوي. د هر باور جوړول او خلک یې تر اغېزې لاندې راوستل دا د وینو تویولو او قرباني ورکولو سره رامنځ ته شوي او تر ننه مخ ته وړل کېږي. نن په ډیري هېوادونو کې د دین له نوم څخه د ابزارو په نوم ګټه پورته کېږې. په وروسته پاتې هېوادونو کې هغه کسان چې له دین څخه ډیر مالومات لري کوښښ دا کوي چې هرکاره د ټولنې دوی وي. نن د وروسته پاتې هېوادونو دیني مشران او که په بله مانا سره ووایو د ممبر له لارې غلطه لوبه مخ ته وړي. دا لوبه دوی ځکه غلطه مخ ته وړي چې دوی په سیاسي لوبو نه پوهېږي او هر څه د دین تر عنوان لاندې مخ ته وړي او په ولکه کې یې ساتي. دوی که لږ وخت سیاسی لوبو ته ورکړي او ځان پکې پیدا کړي هم ځان ژغورلی شي او هم خپله جکومت ولي.
نن چې افغانستان په خپل منځي جګړه کې راګیر ده او د ژبې، قوم، مذهب، سمت او د دین د ساتنې په نوم پکې سوځي دا لوبه او دا جګړه د کور څښتن راوړئ او دا ناوړه جګړه نشي کنترولولی.
افغانستان جبر د جغرافئ او ناځوانه ګاونډیانو داسې راګیر کړی چې هر ځه یې بېګانه او د پردېو د ګټو لپاره قربانېږي.په نړې کې ډېر داسې هېوادونه شته چې په وچه کې لکه مونږ ګیر دي خو ځانونه یې له ناخوالو ژغورلي خو له وخت او زمان سره لوبه کوي. لکه ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او داسې نور او په همدې ډول ډېر داسې نور هېوادونه شته چې د بېلابېلو ژبو،قومونو او باورنو سره د یوه بیرغ تر سیوري لاندې ژوند مخ ته وړي او ترېنه خوند اخلي. لکه مالیزیا، اندونیزیا، هندوستان او داسې نور
اوس ویلی شو چې زمونږ زمامداران نشي کولی خپل خلک او هېواد وژغوري.
سیاسي دین چې د بې اعتمادې فضاء یې رامنځ ته کړې، د افراطي ډلو منګولو ته ولیدلی او خپله ایدیالوژي پر خلکو مني همدا د حاکم او ولس تر منځ د واټن پیدا کولو لامل ګرځي.کله چې د حاکم او ولس تر منځ واټن وزیږېد نو هلته بیا ولس د نوي بادار په لټه کی کېږي او ځان له خپل مخکېني حاکم سره ارامه نه احساسوي. معاصر تاریخ وښودله چې له دین څخه ناوړه ګټه پورته کول او پر مټ یې له خلکو قرباني اخیستل راتلونکی یې نیاهي ده.
همدا ایدیالوژې څخه په ګټې اخیستنې او خلک پکې ګرو ساتل قومي جوړښتونه د ټولنې له خطر سره مخ کوي.
له دین څخه ناوړه ګټه او غلطه ترجماني لامل د دې ګرځېدلی تر څو اوسنی ځوان نسل نړېً ته په کتو سره اړ شي تر څو د ځان ژغورنې لپاره خپل ټاټوبی پرېږدي.د خپل مورني وطن پرېښودل او خپلې کورنې سره خدای په اماني په ځوان نسل کې بې ګانګي رامنځ ته کړۍ.د نن افغان ځوان چې د نامالوم وخت لپاره خپله خاوره پرېږدي او نشي کولی تر څو ځان ته موخه وټاکي او د راتلونکي نامالوم برخلیک سره ژوند سبا کوي .د یاد پیل شوي ناورین ځواب ورکوونکي څوک دي؟
څوک دي چې د خپل هېواد ته یې شا کړې او په تدریجي ډول یې د سیالانو له کاروانه غورځوي؟
څوک دي چې ځواب ورکړي د تللو ځوانانو د بیا راستنېدو وخت به وطن ته کله وي؟
دا پنځم نسل دی چې د بهرنیو هېوادونو په غېږ کې لوېږي او زړېږي.
دا پنځم نسل دی چې پردي وطنونه ابادوي.
دا پنځم نسل دي چې نور خپل وطن هېروي.
دا پنځم نسل دی چې د خپل نیکه ژبه، دین او رواجونه نور نه پېژني.
څوک ګرم دي ولس که حاکم؟
!نرمه جګړه
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.