په اوسني عصر کې تر ټولو خطرناکه لوبه نرمه جګړه ده. نرمه جګړه په سیاسي بازار کې د نفوذي کسانو او یا ډلو له خوا تمثیلیږي. یاد کسان او یا ډلې د یوه هېواد هغو څیزونو ته یې پام وي چې په هغه سره خلک په احساساتو راولي. دا ډله چې کله احساسات یې د وګړو را وپارول بیا یې کار دا دی تر څو اور تازه وساتي. نن د نرمې جګړې له لارې د ژبې، قوم، مذهب، سمت، دین او د نویو رامنځ ته شویو باورونو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهل دي. نفوذي کسان د هرې سیمې دودونو ته په کتو سره د رسنیو، ممبر، شعر، سینما، موسیقی، تیاتر، ټولنیرې رسنۍ او کله نا کله هم د سپورتي لوبو له لارې دښمن خپله سوژه کاروي.
نفوذیان او یا هم د نرمې جګړې لوبغاړي په خپله هم نه پوهېږي چې د روان کړې جګړې ګټې او اغېزې څومره دي او څوک پکې ډګر خپلوي. نن سبا د ټولو هغو هېوادونو چې د ورته جګړو ښکار ګرځېدلي یواځینی لامل یې د اصلي او ځایي اوسیدونکو د غلطې محاسبې له وجې ده.
نن نړۍ په ډېره چټکۍ سره مخ پر وړاندې ګام اوچتوي. هوښیار او ویښ چارواکي خپل وزن ته په کتو سره حرکت کوي او نااهله او ویده چارواکي د یادو دسیسو ښکار ګرځي.
کله چې ښکار شول او ټپ یې ولید پر ځای د دې چې د خپل ټپ د رغېدو په فکر کې شي نو وردانګي غچ اخیستلو ته لاس په کار شي.
تاسو پوهېږې چې ستر قدرتونه په همدې کې دي چې چېرته او څه وخت د یوې جغرافې د چارواکو له تشې څخه ګټه پورته کړي او په ناخوالو کې یې ګیر وساتي.
دوی چې د وسلو فابریکې لري او هره ورځ نوې وسلې جوړوي او لګښت پرې کوي دا د همدې لپاره ده چې ورته د خرڅلاو بازار پیدا کړي.
دا بازار څوک ورته چمتو کوي؟
احمق چارواکي د یوه هېواد چې محاسبه یې غلطه وي.
د یادې غلطې محاسبې لپاره لاره څوک هواروي؟
نفوذي کسان یا ګروپونه.
د نفوذي کسانو او ګروپونه دنده څه ده؟
په اصل کې دوی هم نه پوهېږي هغه په د مانا چې دوی فکر کوي مبارزه یې سالمه او ګټه وره ده.خو داسې نه ده دوی د قدرتونو د اغېزې لاندې راغلي او په یوه غلط باور سره د مبارزې تر عنوان لاندې یواځې او یواځې کرکو ته خلک ورټېل وهي.
د دوی شیندل شوې کرکه د میلیونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي. که چېرته دوی خپله انرژي په مثبته او انساني مینه کې ولګوي د وسلو کارو بار به ړنګ شي او پر ځای به یۍ انسانیت حاکم او د ښه ژوندانه جاپېریال به په نړېړاله کچه چمتو شي.
که انسانان وغواړي مینه خپرولی شي.
د یادې ورځې په هیله
(تابع)
د هیبت الله او احمد شرع توپیرونه
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.