نړېوال قدرتونه د هر هېواد ، سیمې او ولسونو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري. دا پروګرامونه د اقتصاد، کلتور، دین، مذهب، ژبې، سمت، تنظیم،ایدیالوژې ، وخت او د سیمې حرکت ته په کتو سره عملي کوي. د دوی نوي سلنه پروګرامونه عملي شي خو پاتې لس سلنه یې له پروګرام څخه ترېنه ووځي او بېله لاره ځان ته پیدا کړي. دا بېله لاره کله نا کله دوی ته سر خوږی جوړ شي او کله هم دوی ته په داسې ګټو تمام شي چې دوی یې فکر هم نه وي کړی.
مونږ کولی شو چین، هند، جنوبي کوریا، جاپان، عربستان، قطر، متحده عربي امارات، جرمني، پاکستان، ایران، ترکیه او شمالي کوریا هېوادونه یاد کړو.
چې چین، هند، شمالي کوریا او ایران درد سر جوړ شول او د دوی له کنترول څخه یې د باندې خپله لوبه پیل کړله او پاتې نورو هېوادونو لا تراوسه د دوی د پروګرام برخه دي او د سیاسي ژوندانه مسیر یې لا د دوی په ولکه کې دی.
تاسو پوهېږې چې روسیه، انګلستان ، فرانسه او امریکا د لوبو واک لاس کې لري او دوی دی چې لوبه څاري .
نن ورځ چین او هند نوي لوبغاړي دي او نه غواړي چې د نورو په خوښه لوبه وکړي .
د ورځې په لوبه کې روسیه له ماتې سره مخ ده او داسې ښکاري چې د اوس لپاره سیال ونه ګڼل شي او په همدې ډول فرانسه هم ماتې ته نږدې شوې ده.
اوس چې ډګر امریکا او انګلستان ته تش دی د دوی هڅه دا ده تر څو ځینو سیمو کې پروګرام کې بدلون رامنځ ته کړي او پرې نږدي چې د دوی پروګرام ړنګ شي. پورته لیکل شوي نظر ته په کتو سره ویلی شو چې د لومړې نړېوالې جګړې را په دېخوا د پښتنو لپاره جوړ شوی پروګرام تر ننه ډېر ښه او د دوی په خوښه مخ ته ځي. دوی پښتانه قصداً په جګړه کې ښکېل وساتل او همدا یې ورته وېل چې باتور، جنګیالي او اصیله په دین مین مسلمانان د نړې په کچه تاسو یاست. دوی ول چې تر ننه یې پښتون په جګړه او افراطیت کې ګرو وساتل. نن چې پښتون بې علمه او له سیالې شاته پاتې ده پړی یې له نړېوالو واکمنو سره ده او همدا لوبغاړي وخت ته په کتو دوی ته مشر ټاکي او د حکومت ولې نسخه ورکوي. نړېوالو لوبغاړو په هره برخه د پښتنو په ژوند کې لاره موندلې او د خپلو ګټو لپاره یې لوبوي. د پښتون سړی ، د پښتون سیمه، د پښتون دود او رواج او د پښتون له باوره په ډېره اسانه او ټیټه بیه کار اخلي. پښتون تر څو په قوم مین مشر پیدا نکړي نو تر هغه به د لوبو ښکار وي . پښتانه بدلون ته اړتیا لري . که پښتون قوم غواړي د سیالانو جوګه شي او نور د لوبو ښکار ونه ګرځي نو بدلون ته د په خپله مټې بډ وهي تر څو د سیالانو کاروان کې ځای پیدا کړي.
سوریه او احمد شرع!
د سورې یو پرمختللي او په سیاسي تربیه پوه ولس دی چې وخت ته په کتو یې لوبه پیل کړه او د بریا لپاره یې لکه د افغانانو په شان جګړه وکړله.اوس چې خپل رقیب یې شاته کړ نور نو د وخت اوسیمې سره ځان چمتو کوي او د نړې حقاېقو ته غاړه ږدي . نن که احمد شرع وړه تېروتنه کوي دا به د نوې جګړې خطر ورته وزېږوي. دوی پوهېږي جې نن یې شااوخوا او په نږدې ګاونډ کې یې عربي هېوادونه په کوم ډول ژوند کوي او څه ډول د وخت له اسانتیاوو څخه خوند اخلي. دوی د خپل ولس د سوکالې او پرمختګ لپاره ډېرو څیزونو ته غاړه ږدي تر څو یې ولس ته زیان ونه رسېږي. دوی د ورځې او وخت لوبو ته ځیر دي او ځان پکې پیدا کوي.
دوی په دې پوهېږي چې وړه تېروتنه او بې ځایه غرور به یې له تباهۍ سره مخ کړي.
دوی په دې پوهېږي چې د مذهب په نوم کرکه جګړه زېږوي او د حذف فرهنګ ته یې شاکړې.
یاددښت! عربان په دی پوه دي چې ایران ولې د جعفري فرقه ومنله او څنګه له سني باور څخه شیعه ته ولاړل. سره له دی چې ټول ایران د شاه اسماعیل صفوي تر واکمنۍ سنیان ول خو یو ناڅاپي او پرته له کوم دلیل دوی شیعه شول او د جعفري فقې پیروي یې پیل کړله. دغو ټکو ته په کتو سره د سورې ځوان مشر توانېدلی تر څو ځان په لوبه کې پیدا کړي.
(ای کاش چې هیبت الله هم پوهېدلی. د هیبت الله راتګ د پښتون قوم لپاره یو تور د ننګ داغ دی چې هم یې ځان وشرماوه او هم یې پښتون د سیالانو له کاروان وغورځاوه.)
(تابع)
https://af.dawatmedia24.com/?p=171075
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.