کېدنوییونه

ډاکټر ماخان میږی شینواری

39

کېدنوییونه:

ګرانو ژبمینه-والو. له دې سر لیک سره  داسې څه د لومړې ځل لپاره د تاسو و مخ ته ایښوول کیږیي، نو هیله ده، چې هر اخیزه مرسته به ونه سپموي. پوهنه د هر چا ده، نو ګټه او زیان یې هم ګډ دي.

موږ په پښتو کښې د کړنوییونو – لکه په لاتین یا عربي کښې ورب او فعل چې موږ یې کړنویيونه بولو، کړوني او پرې کړوني لرو.  پرته له دې څخه  یو بل څه یا یو بل خوزنده څه هم لرو، چې هغه دا پېژند نه لري او هغه نه کړلکیږي او کېدل کیږي، لکه غورخېدل، چې دا کړونی او  پرېکړونی نه لري، نو وړاندیز مې دا دۍ یا یې همدایواځنۍ لار ده، چې موږ دا کړوني او کېدوني، چې خوزند هم دي، دا یوځای ساده خوزند وییونه و بولو.  دې مو دا څو ورځې خوب وړی کار ور باندې کوم، خو په رېښتیا چې زوړ یم او توان مې کم شوی. په دېره بخښنه  او اختر مو نېکمرغ. بیا هم وبخښۍ.

یادونه: په الماني ژبه کښې کړنوییونه دوه دي: اکتیو او پاسیو، خو موږ په پښتو د دې اندول د دې خویونو سره نه لرو. موږ به د دې اړوند، چې څنګه دي، هلته نومولي وي.

موږ په پښتو کښې د کړنوییونو لاندې تر اوسه پورې په کتابونو کښې دا څېړلي، چې:

پوره کړن- او کېدنوییونه: دا په پښتو کښې نو باید دوه وي یا دوه دي:

— خوزند وییونه: دا کېدن – او کړنوییونه به په ډېر پام خوزند وییونه و بولو. دا د اندونو یو بل سره د ګډولو لپاره اړیین بولم.

که دا خوزنده وییونه وبولو، نو وبه لرو:

لومړی: کړنوییونه:

دویم: کېدنوییونه.

لومړی کړنوییونه: دا دوه دي:

لومړی ۱:هغه کړنوییونه یا ځوزنده -، چې یواځې کړونی لري. لکه. کښناستل. زه کښېنم.

لومړی ۲: دا هغه کړن – یا خوزند وییونه دي، چې له کړوني څخه پرته پرېکړونی هم لري، لکه وهل: زه تا وهم.

 په پښتو کښې یو بل ډول داسې خوزنده وییونه هم شته، چې هغه

دویم:  کېدل ویونه: دا هغه خوزنده وییونه دي، چې کېدل کیږي، دا پردې پوهېدنه باندې،چې کړونی او پرېکړونی نه لري، لکه:

غورځېدل، زورېدل: زه غورځېږم. او د وخت سره یې بڼه بدلېدنه( بڼه بدلېدنهنه لرو، دا پوهېدنغزونه ده یا غزېدنه ده) لکه د کړنوییونو هم.

— د یو څه نومول تل د هغه څه له خوي یا خوییونو څخه کیږي یا که غواړۍ و لاس ته راځي. په ژبه کښې هم همداسې ده، د یوه روښانه پېژند سره.

تکرار پوښتنه: که موږ دې کړن – او کېدنوییونو ته خوزنده وییونه ووایو، نو دا به څنګه وي؟

دا به هم دا به یوه یووالیزه نومه-ونه وي او د هغه اړونده خویونو سره .

دا به د موږ په کازوس یا اړیکټینګونو کښې هم اړونده بدلون یا زیاتونه راولي.

یادونه: دا خپله بدلېدل یا پوهېدل  هم بې له دباندې اغیز کیږي. وخت اړوند یې تاسو ولیکۍ.

ګورو چې دا  د کېدنو ډله هم پوره ستره ده.

موږ اوس نو څو ډوله کړنوییونه او کېدنوییونه لرو؟

یوه بنسټیزه یادنه:

کرانو ژبمینه-والو او په ځانګړې توګه ژبپوهان!

لومړی مو تر اوسه پورې د غونډلې پېژند داسې لاره چې: یوه غو نډله هغه ده، چې کړنه یو کړونی ولري: زه ځم.

دا نورنه غزوم و موخې ته راځم:

موږ اوس کړنوییونه او کېدنوییونه لرو، دا پر دې پوهېدنه باندې چې: که غو نډله مو همدا د مخه پېژند لري، چې لرو: زه ډوډۍ پخوم. دا کړونی او کړنه لري، نو که ولرو: ډوډۍ پخیږي، چې دلته نه کړونی شته او نه یو څه کړل کږي یا کړنه، نو و دې ته به څه وایو او دا همدومره پراخه دی لکه نږدې، دا کړنوییونه.

و دې ته به په داسې وړه سترګه نه ګورو. فکر به وکړو او اندونه ه ګډ کړو.

که منو او باید و یې منو، ځکه چې شته، نو دا ټول پېژندونه به بیا بدلوو.

دا دواړه ډوله کړنوییونه او کېدل-یا کېدنوییونه تل سره غبرګ وي.

روانول ………     روانېدل

غورځول……….. غورځېدل

پخول……………  پخېدل

زورول  ……   زورېدل

ځانګړتیاوی هم لري لکه لوېدل

د الماني په پاسیو کښې کړنوییونه همهغسې دي. لکه

Ich werde fahren

زه به  روان شم

یادونه: پښتو اکتیو او پاسیو کړنوییونه نه لري.

 

مرستندوی کړنوییونه:  د وختبڼې او کېدنې یوځای اېښوونې لپاره مرسته کوی: لکه یل، کېدل، شول.

بیا: مرستندی کړنویوییونه کارول کیږي، چې کېدنبڼه وکارول شي.کېدن څنګه-والی جوړیږي.

کړنه. ډوډۍ پخوونکی ډوډی پخوي

کېدنه: دوډۍ پخیږي.

کړنه: څوک یا څه څه کوي.

کېدنه: څه څه کیږي

Modalverben : موخه او پوهېدنبدلېدنه یا د پوره کړنويي نیت، لکه کېدی شي، کړی شي، باید،هرومرو، غوښتوني).

پرته له دې څخه کړی شي وییونه د هغې له بڼې او کارونې پسې په برخو و وېشي، د بېلګې په توګه، توانمند، نا توانه، بې لارې او نور

بیا: یو مرستندوی کړنویی یو کړنویی دی، چې د یو بل (پوره کړنویی) سره کډوله و لیکل شي، چې ژبلاریزه بڼه یا وخت بڼه یا یې کېدنه( دې ته په الماي کښې پاسیو وایي، خو پاسیو پښتو نه لري) جوړه کړي. دا په پښتو کښې دي:

 یل، کړل، ول، شول، کول او کیدل.

دا مرستندوی وییونه څنګه کارول کیږي؟

فکر به وکړو، چې دلته څه راځي او څنګه؟،

یل، کېدل. بدلېدل. خوندې کول. دلته به دا کړنوییونه، د هغه خوي اخستل وي.

یل: زه خوښ یم، چې لو دی د غنمو، لو شو د غنمو، لو به شي د غنمو. لو کیږي د غنمو

مرستندوی یل: زه زوړ یم. ته زوړ یې. هغه زوړ دی. او نور.

زه زوړ وم. ته زوړ وې. هغه زوړ وي.

زه به زوړ یم. ته به زوړ یې. هغه به زوړ یې.

مرستندوی کړنوییونه یا کېدلوییون شول

کیدل

زه زړېږم، که زه زوړ کېږم؟ ته زړېږي. هغه زړیږي.

ځوانېدنه،   ځوان کېدنه.ځوانېږم، ځوان کېږم.

 که د مخه یې کوم نوم راځي، نو هغه باید اړونده خوي لرونکی وي. لکه: زه ته سړی یې. ( څنګه والی)

شول ؟؟؟: دا شول -د ما په فکر- د کېدل تېر وخت دی. زه زوړ شوم. ته زوړ شوې. هغه زوړ شو.

زه به زوړ شم. ته به زوړ شي. هغه به زوړ شي.

دا مرستندوی وییونه، نو وخت اړوند دي، دې ټول ګوره د لومړي ځل لپاره څېړل کیږي، نو یوه په ګډه پاملرنه ورته اړیینه ده.

یو خوي غوره کول.

که ووایو: زه یو څه یم. زه یو څه کېږم.  زه به یو څه شم. زه یو څه شوم. یم.، زه یو څه وم،

که فکر وکړو، نو دا هغه کوچنۍ غونډاله نه ده. دلته باید د ځانیز نوم او کړنو په منځ کښې یو بل څه باید وي او هغه بل خویویی دی، چې هغه له کړنوییونو څخه و منځ ته راځي لکه:

کمېس بدلوم، کمېس مې بدل کړ، کمېس مې زوړ کړ، کمېس مې څېرې کړ…. څېرول، څېرې کول، څېرې کړ، څېرې کېدل

یادونه: دا پورته، چې  ور لاندې یې کرښه ده، دا ټولې غونډلې نه دي، ځکه چې په ځنو کښې دلته کړنوییونه نه دی لیکل شوي.

 که پوهېږۍ، چې یو څه سمولی یا سم کولی شۍ، نو پر هغې باندې چې هرڅومره وخت ولږیږي، ډېر نه دی یا نه ډېرېږي او که نه ډېر کیږي. يو څه ښکلی کیږي.

بیا یل راغلی: زه یو څه یم. موږ یو څه یو.ته یو څه یې. تاسو یاستی. هغه دی. هغوي دي.

ستړي کېدل.کېدل او یل.

زه ستړی کېږم. زه ستړی شوم. زه به ستړی شم. زه به ستړی وم. دلته د یوه خوي غوره کول.

زه ستړی یم. زه ستړی سوم. زه به ستړی شم. زه به ستړی وم

زه ښکلی یم، زه ښکلی کېږم. زه زړېږم. زه خوانېږم.

زېږېدل:   زېږول

پیداکېدل. پیداکول

کېدل او یل

غورځېدل

پاڅېدل

دا هلته راځي، چې دا یل او کېدل خپلواکې کېدنې وي. دلته څه نه کړل کیږي، دلته څه کېدل کیږي، په دې پوهېدنه، چې دا کېدل خپلواک دي.

او یو څه خوي ورکول او یو څه خوي اخستل لکه ښکلي کول او ښکلې کېدل.

سترېدل ( ستر کېدل): سترېږم ( ستر کېږم)، ستر شوم. ستر به شم.

یو څوک یو څه کېدل. یو څوک یو څه شو، یو څوک به یو څه شي

کړېدل: کړېږم، و کړېدم، و به کړېږم

یل: یم، یم به، شوم: یو څوک یو څه دی او یو څوک یو څه شو. یو څوک به یو څه شي.

دا مرستندوي وییونه، چې کېدل کیږي، نو کړوني او پرېکړوني نه لري.

روښانه-ونه: په هره پوهنه کښې پوهنیز وییونه یا کلیمې یو یواځنی پېژند لري او دا په هره ژبه کښې همهغه دی. دا د یو څه په څېړلو کښې د ښه پوهېدنې لپاره باید له هر څه څخه لومړی راوړ شي، چې دا د موږ د لیکوالانو په لیکلو کښې یا داسې څرګند نه لېدل کیږي او یا هېڅ نه وي.

غنم لو کیږي. لونګ لو شو. د غنمو لو وشو. د غنمو لو به وشي. دلته کونی نه شته.

زه د غنمو لو کوم (کړم). د غنمو لو مې وکړ. زه به د غنمو لو وکړم.

دا د کوم ډول وییونو لپاره کیږي؟؟

یادونه:

— دا ،، د لونګو لو کوم( کړم)،، غونډله نه ده، ځکه چې په دې کښې کړنوی نه شته، نو غونډله یې ده: زه د  لونګو لو کوم. پوهېږو، چې یوه غونډله یو کړونی باید ولري، چې هغه ،، زه،، وو یا دی.

پوښتنه د ګډ لیکلو له امله: لونګ لوېږي او که لو کیږي او دا نور هم.

— که وي: غنم پخیږي.

پوښتنه؟ ایادابه یوه غونډه وي او که نه؟ باید فکر ورته وشي او وڅېړل شي، ځکه چې دلته خو د غوڼدلې د پېژند مخامخ کړنوی نه شته.

دا چې داسې څه د لومړي ځل  د روښانونې لپاره د ما و مې ته راغلل، نو ستونځې مې ورسره ډېرې دي. مرسته به د ژبې لپاره سره وکړو، چې څنګه ورسره و مخ ته لاړشو.

په نور ژبو کښې پاسیو شته، خو موږ پاسیو نه لرو، نو له امله یې پر هغې لور باندې فکر هم نه کوو.

پښتو ژبې ته په درنښت

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.