ولې او څنګه مې د پښتو ژبلار و لیکنو ته پام او مینه راوګرځېدله!
ما څنګه په څو کلونو کښې او پر څومره ستونځو باندې د پښتو د سمې ژبلارې لار مېندلې ده؟
لیکنې مې د ځان ستایېنې لپاره نه دي، لیکنې مې د کوم چوپړ لپاره ه نه دي، لیکنې مې د ځان روغ ساتنې لپاره دي، خو هغه لیکنیزه غوښتنه یې دا ده، چې باید په پښتو وي او دا باید و ښوولی شم، چې پښتو هم یوه پوهنیزه ژبه ده او هرهپوهنه پر پښتو باندې لیکلکېدی شي. زه په دې کار کښې پوره بریالی یم. لیکنې پر پښتو باندې دي او سمون ته یې جوګه یم.
باور مې دی، چې دا د ما د پښتو و ژبلار لیکلو ته به د ما هڅېدنه او یوه پر زړه پورې د څېړنې لیکنه پر زړه پورې وي.
یادونه: دا د ما د پښتو ژبلار په اخرو کتابونو کښې داسې لیکلي، چې دا پسېځاینیوی ،، پورې،، له ،،تر،، څخه پرته له ،، پر،، سره هم راځي او دا مې هم روښانه کړي، دا د دې غوره-والی په دې کښې دی، دا ښوول کیږي، چې څوک څنګه سیستماتیک و داسې لیکنو ته ور ننوځي.
—- افغانستان د پښتو ژبې د سمې ژبلاریزې، معیاري ژبلار لیکنې لپاره جوګه دی او جوګه باید وي، ځکه، چې نورې پوهنې خو نړیوال په سمه توګه و سرته رسوي او افغانان هم له هغو څخه ګټه اخستلی شي یا ښه یې: زده-کړه کړی شي، خو د پښتو سم لیکل او معیاري کول پرته له پښتنو پوهانو څخه بل څوک پر غاړه باندې نه شي اخستلی او نه یې د معیاري لیکلو توان لرودی شي.
ما خو پر پښتو ژبه باندې او د پښتو ژبې لوړې زده-کړي نه دي کړي، پښتو مې یواځې د ښوونځي ژبه ده او و دې کار ته اړ شوی یم، له دې امله دا لیکنه هم کوم، چې زه نو څنګه د پښتو پر داسې زده-کړه باندې بریالی شوم. دا ډېره پر زړه پورې ده.
یادونه: دا دې هم پر یاد باندې وي، چې دا د موږ تر اوسه پورې لیکنې یا د موږ ټولې د ژبلار تر اوسه پورې لیکنې د الماني ښوونځیو د ژبې د درس پر څېر باندې په ښوونځي کښې، ګومان مې دی تر شپږم یا اوم ټولګي پورې و پای ته رسیږي. دا ځکه هکپک کونکي نه ده، چې دوي دا ستونځې، چې موږ لرو، نه لري او په ور سره بلده توګه پوهېږي.
موږ هغه د پیل ستونځې لرو، دوی هغه نه لري. دوی چې په هر ټولګي کښې وي پوهېږي، چې for څنګه، څه دنده لري او کوم دی او هغه دا ستونځي نه لری، چې موږ د دې انډول لپاره پر پښتو باندې لیکنو: ،،له پاره، د پاره، لپاره، په پار او یا پار،،. دا ګوره په نورو ژبو کښې څنګه ده او د موږ ژبپوهان دا په څو ډوله لیکي او هغسې یې لیکي، چې څنګه یې زړه غواړي.
دا پر څه پوهېدنه باندې؟
په پورته کښې موږ له، پاره، د پاره، په پار، پار لرو. دا هر یو یې ځانله و ځان ته یو پېژند لري، چې باید له پېژند سره سمه خپله دنده ولري: له، د، په دا پوهېدنوړونکي مور فېمونه دي او دلته یې دا دنده نه ده، پار څه پوهېدنه نه لري، لپاره د خاونوالي پسېځاینیوی دی، نه سره ټوټه کېدونکی دی او له دې امله یواځنی ژبلاریزسم دی.
زه به د دې پورته ،، لپاره، لیکنې پر بنسټ با ندې داسې فکر وکړم، چې ګوندې د موږ هېڅ څوک لا تر اوسه پورې پر پښتو ژبه باندې نه پوهېږي، چې کوم سم او کوم ناسم دی او ولې؟
دا د ژبې معیاري کېدو پورې اړه لري. دا د موږ ستونځي په ګوته کوي.د الماني کوچنیان لپاره هرو مرو د د څلورم یا دریم ټولګي څخه را پر دې خوا باندې هم د پوهېدنې وړ دي او کوم ژبلاریز جنجال هم نه لري، دو ی په کور کښې هم دا همداسې لیکي. د موږ ژبه ـ پر خواشینی باندې باید و وایم چې- ډېره وروسته پاتې ده او موږ هم همداسې وروسته پاتې یو یا دا چې موږ وروسته-پاتې یو، نو ژبه مو هم وروسته پاتې ده.
دا یادونه ځکه را ته اړیېنه و برېښېده، چې دا کوم کار چې ما و مخ ته نیولی او تر اوسه پورې مې څه کړي دي، نو د ښوونځي له سویې څخه جګ نه دي، چې ګوندې زه دې یې له پوهنیز توان څخه و نه شم وتلی. ځان به و ځان ته غټ نه ښایم، خو ډېر کسان په څو شیانو کښې ډاکتري هم اخلي، نو که یوه زه یو داسې کس وی، نو څه پروا به یې لرلې وی، ځکه چې د ما په لیکنه کښې ما د پښتو له پوهانو څخه څه زده کړه هم نه ده کړۍ او ګورو، چې لیکنې مې د ټولو سره هم غږې هم نه دي او له دې امل څخه دوی ملامت هم نه دي، چې د ما د لیکلو مخامخ دي او ستونځې ورسره لري. زه پر دې اند یم، چې په پوهنه کښې پوهنیز لاملونه غوره او بنسټیز دي او پوهنه هغه بریالی ګوري، چې ژبلاریز څه لیکي .
دا چې الماني ژبه معیاري ده، د ښوونځي او پوهنځي لپاره دا معیاري د ژبلار کتابونه لري، چې په هغو کښې ژبه همهغهسې ژبلاریز ښوولشوې او ورکړې شوې ده، نو و هر چا ته ساده ده، چې دا همهغسې ژبلاریزه زده کړي او د ستونځو په وخت کښې ګټه ور څخه واخلي. موږ داسې څه په پښتو کښې نه لرو، چې څوک دې سمه ژبه ور څخه زده کړي، نو ځکه موږ په ښوونځي کښې ستونځې لرو، دا ستونځې مو ورسره په پوهنځي کښې هم شته دی او تل یې لرو، ځکه چې ژبه مو معیاري نه ده او له دې سره به تر ډېر وخته پورې په اخ او ډب کښې یو. ما هم چې په اتریش کښې د دیارلسم ټولګي په ویلو کښې پوره نه خو داسې لږ ورسره بلد شو لږ تر لږه پورې مو یې دا نومونه واورېدل. پردۍ یا دویمه ژبه خو داسې سمه نه زده-کیږي، خو هغه څه چې زده –کیږي، هغه معیاري وي او داسې جنجالونه یې په ژبه کښې نه وي. دا نه همغږیوالی لا تر اوسه پورې موږ په پښتو کښې ډېر لرو او دا هلته له منځ څخه ځي، چې ژبه معیاري شي.
موږ لا تر اوسه پورې د ژبې په سم لیکلو سره په جنجال کښې یو او هره ورځ دا په م ک هم پوښتو، چې دا سم دی او که دا، پر هغې باندې مو بیا سره جنجال هم راځي، یو پر بل باندې باور هم نه غواړو ولرو، د کینې او له زړه بدۍ څخه ډک یو. زه پوهېږم، چې دا د ما لیکنې به د دوی ښې نه راځي، ځکه چې خو افغانان یو. پوهنه باید له کینې او ځانیزوالي څخه ازاده وي او دا چې څوک یې سمه لیکي، هغه سمه ده.
پښتو د هر پښتانه ژبه ده او هېڅڅوک یواځې د پوهنیزوالي جوګه کېدی نه شي. دا کار د یوه درېځله نابغه له وسې څخه هم پوره نه ده. پوهیږو، چې پښتو هم یوه پوهنه ده او پوهنه نه شي را بندېدلای.
دلته باید و پوهنې ته لومړيتوب ورکړای شي او نه چې دا کار چا کړی.
پښتو یوه پوهنه ده او پوهنه پوهنیزه لارې لري او هغه لارې میندلکېدای شي، چې پر بنسټ یې بیا پښتو هم د نورو ژبو په څېر چمتو کېدلی شي.
—- د پښتو ژبې معیاري لیکلو لپاره یواځې پښتانه جوګه دي دا هر اړخیز او په هره پوهنه کښې.
ګورۍ، چې موږ په ټولو پوهنو کښې هغه غوره یا مسلکي نومونه پر پښتو باندې نه لرو او نه چا لیکلي. ما چې دا کار کړی، نو وایي، چې دا مو ژبه له پراختېا څخه و باسي، دا نه وایو، چې که داسې وي، نو موږ به د ژبې هغه خپل ډېر وییونه له لاس څخه ورکوو.
—– ما نږد د ۲۰۰۷ ز کال په شاو خوا کښې پیل وکړ، چې په پښتو ژبه کښې مې و ناسمو لیکنو ته پام شو، لکه اوبلن غاز یا د بهېدونکو لپاره اوبلن ویل، چې دا اوبلن یواځې د واورو خوي دی او واورې اوبلنې کیږي. فزیک مې دویم لوستی مسلک دی آو هر څه چې بهېږي، هغه بهېدونکي دي.
له بلې خوا مې ډېر ځله له ژبپوهانو او په ځانګړې توګه له ژورنالستانو څخه اورېدل، چې سلنه او دا هم سوچبوچ د ژبې او نورو پوهنو سره په تېره بیا د شمېرپوهنې سره، چې دا مې لومړۍ رېښه ده په ټکر کښې ده، نو شمېر پوهنه ګڼونه پېژني او د ګڼونو هر ډول زیاتونه، وېشنه نور او نور څومره-والي څرنګوالي، چې د ټولو ګڼوڼو لپاره همهغه یو ډول دي، که دا لس، اتلس، اته-څلوېښت، نهه-نوي، سل یا یو سلو-دیارلس وۍ، نو چې دریېنه، شلنه، یو سلو لسنه که نه وي، نو سلنه هم نه شته. له ډلې څخه وتنه او د یوه څه یاغیکونه یا یاغیکېدنه تل ناسمه ده.
—- دا په شمېرپوهنه کښې یوه غونډله ده، چې که یو څه د ګڼ ن- ۱ لپاره باور ولري او دا د ګڼ ن لپاره و ښوول شي، نو دا بیا د ګڼ ن+ ۱ لپاره هم باور لري او همداسې د ټولو ګڼونو لپاره. یو څه چې له ټولیزوالي څخه وزي هغه ناسم دي.
دا سلن د ژبې تخریب او پر اړونده پوهنو باندې نه پوهېدل دي، چې دلته موخه ورڅخه ژبپوهنه ده، دا هم باید و پوهېدلی شي. یا سږ کال په شمالي کښې تر ټول ډېر انګور شوې، چې دا تر ټول ډېر، نه سم-اندیز سم دی او نه ژبنیز سم دی. دا د انګرېزي او الماني له at all & Im allgemeinen څخه چې په پښتو کښې یې ،، په ټوله کښې،، وبولو یا بلل دی او نه تر ټولو. داسې شته چې ووایو، سږ کال په شمال کښې له ننګرهار او کونړ څخه ډېر انګور شوې دي او همداسې ،، تر ټولو،، ډېر برید،، هم نه شته. دا ناسمونونه مې په کتابونو کښې شته، زه نور څه نه ورباندې یکم.
کله به چې ما دا ناسمونه په خپرونو کښې یا په م ک کښې خواره کړل، ژبپوهان دا یا هغه دلیل رواوړ، نو زه و دې ته اړ شوم، چې د پښتو و ژبلار زده او ولیکم، او دا کار مې د پوره ستونځو و مخ ته بوته. لومړی مې همدا ورسره بلدې زده کړي ژبې او او الماني ژبلار څخ کټه واخسته او ژبلار کښې هم لکه کازوس ، چې الماني څولري دا مې و لیکل: نومیناتی، ګېنیتیو، داتیو او اکوزاتی مې هم د الماني په څېر ولیکل.
—- د ما لیکنه پر زما،ستا، د هغه، یما، یتا، د هغه او د ما، د تا، د هغه باندې ولیکله، چې پرېکړه( پرېکړه کول ناسم دي، خو زه یې پر پوهنیز لامل باندې تر هغې پورې نه پوهېدم او پرېکړه هم پر همدې باندې کیږي، چې څوک ورباندې پوهنیز نه پوهېږي) لیکنه مې پر دما،دتا….. باند وکړه او په همدې وخت کښې یوه افغان راته و لیکل، چې دا ،،د،، د خاوندوالي مورفېم دی، چې د ما فکر یې و دې ته راواړاوه. په دې پسې مې بیا د مورفېم پېژند و کوت او هغه داسې وو، چې مور فرفېمونه پوهېدنوړونکي دی، نو دا مې، چې ټولیز کړ، و پوهېدم، چې دا نور، له، په، پر، او… هم پوهېدنوړونکي مورفېمونه باید وي.
دا ستونځې خو په نورو ژبو کښې نه شته او د موږ ژبپوهانو دا لاتراوسه پورې په خپلو منځونو کښې نه دي اوبی کړې.
—- زه د پښتو د سمې لیکنې سره داسې پل پر پل باندې مخامخ شوم، چې خپل اند او فکر مې هم په دې کښې یا پر دې باندې پوره بریالی وو. دا به نور هم ورسته روښانه کړو، نورو مورفېمونو سره، چې هغه څه دي او څه دنده لري.
—- زه خپلو لیکنو په همدې بلده لار، چې د زبې له لوستلو څخه ورسره بلد وم و مخ ته تلم او نور هغه خوا او دې خوا مې فکر نه شو کولی، تر څورې پورې یې چې لامل را ته روښانه شو، نو بیا مې پیل وکړ، چې ویې لیکم، د بېلګې په توکه مې دا کړنوییونه همداسې بلل، چې ګوندې ګردانیږي خو په هغسې ګردان مې سر نه خلاسېده، لکه څنګه چې په دې نورو ژبو کښې او په پښتو کښې هم باید یوه پوهنیزه لار ولري، چې هغه دې پوهېدنغزوونو را ته روښانه کړه.
کله چې پر سفېکسونو باندې و پوهېدلم، چې دا د پوهېدنغزوونو مورفېمونو ډله، نو دا د ځم څخه دا راته روښانه شوه چې دا ،، -م،-ې، -و، نو وپوهېدم، چې له دې سره دا کړنویینه غزیږي او بڼه بدلېدنه نه لري.
سفېکسونه، د پوهېدنغزوونکو مورفېمونو یوه ډله ده. لکه زړه-ور ( له نوم څخه خوي وی)، خورم(-م)د –م سره د خوړل پوهېدنه بدله شوه، له ښه څخه ښه-والی( د خویوي څخه نوموی) یا له دروند څخه دروندوالی.
—- زه چې له دې سره مخامخ شوم، چې پښتو یوه ایرګاتیو ژبه ده او پښتو دوه اړیکټینګووني لري، نو داسې به ووایم، چې له دې سره د ما هغه ټولې د ژبې ژبلاریزې ستونځې او بی شوې. دا به دلته داسې لنډه رایاده کړم، خکه، چې دا مې په خپلو لیکنو ښې ډېر واره روښانه کړې ده.
—– پښتو ایرګاتیو ژبه ده:
دا په دې پوهېدنه چې پښتو نومیناتیو او اکوزاتیو ژبه نه ده، دا مې ښولې دي، دلته یې و ښوونیې ته اړتیا نه شته.
دا مې هم له یو بل افغان څخه واورېدل، چې پښتو دوه اړیکټینګوونې رېکتوس او اوبلېکوس لري، نو له دې سره مې د ژبلارې ژبالاریزه لار پوره و مېندله.
له دې سره، چې پښتو ایرګاتیو ژبه ده او پښتو دوه اړیکټینګووني لری، روښانه شوه، چې د پښتو اړیکټینګووني یا کازوس هم بل ډول پېژند باید ولري.
د دې لپاره چې پر دې باندې زر او غوره و پوهېږو، نو دا څو پېژندونه به له هرڅه څخه د مخه راوړو:
پوستپوزېشن یا اړیکویوونه، دا د کسانو، شیانو او غوندلو په منځ کښې اړیکي نیسۍ، نو له دې امله اړیکوییونه لکه : لپاره، مخامخ، ترځ ، څخه، سره، کره، کښې، پورې، باندې، ته. ما همدومره و میندل.
مورفېمونه، خورا کوچني پوهېدنوړونکي او دنده ښوونکي یووالي دي. نور نه شي کوچني کېدلی پرته له دې څخه چې خپله پوهنه او خپله ژبلاریزه دنده له لاس څخه ور نه کړي او دا دي:
د، له، په، پر، تر، و. د دوی دنده داده، چې کړوني نه کړوني کوي او وبه ګورو، چې و هر مورفېم ته خپل اړونده اړیکوییونه سته او د اړیکټینګوونو له پېژند څخه به و پوهېږو، چې دا اړیکټینګووني نه ټوټه کیږي، یا دا څخه او نور له لیکنو څخه نه لویږي او لوېدنه یې نا سمون له ځان پسې لري.
—- د کېز، کازوس Kasusیا د ړیکټینګوونو پېژنډ:
دا کازوس په الماني ژبه کښې د رېفلکتیرن کولو دنده لري، لکه Ich, mein, mir,mich خو په پښتو کښې یې دنده بدله ده او پر دې باندې کړوني د نه کړونو دنده غوره کوي. و دې ته دې پوره پام وي.
کلیتیکي نومځاینیوي بې له یوه غزونې څخه: موږ په پښتو کښې کلیتیکي نومځاینیو لرو: مختړلي، را ، در، ور او پسېتړلي مې، دې، یې، مو. دا مې پوره په نورو اخرنیو کتابونو کښې څېړلې، دلته یې یواځې په هغه اړین ځای کښې کاروو او همداسې ځانیز نومځاینیوي: زه ، ما، ته ، تا، هغه، هغه او نور. او همداسې به دلتهپوښتنومځاینیو هم غوره لور ولري
—– پښتو دوه اړیکټینګووني، رېکتوس یا خوزند او اوبلیکوس یا نه خوزند لري:
موږ خوزند اړیکټینګوني لرو:
لومړی: د کړنوییونو سره:
دویم: د کېدنوییونو سره.
دریم زړه نازړه: ویي ،، یل،،، زه یم، زه زوړ یم. زه توانمند یم
لومړی کړنوییونه: دا دوه دي:
لومړی ۱: هغه کړنوییونه یا خوزنده -، چې یواځې کړونی لري. لکه. کښناستل. زه کښېنم.
لومړی ۲: دا هغه کړن – یا خوزند وییونه دي، چې له کړوني څخه پرته پرېکړونی هم لري، لکه وهل: زه تا وهم. او همداسې کښېنول: کوچنی نه شی کښناستل ،نوباید زه کوچنی کښېنوم.
په پښتو کښې یو بل ډول داسې خوزنده وییونه هم شته، چې هغه نه کړل کیږي، هغه کېدل کیږي:
دویم: کېدنویونه دي: دا هغه خوزنده وییونه دي، چې کېدل کیږي او دا هم دوه دي:
دویم ۱: کړل کېدل: لکه: هغه نه شي کښیناستلی، هغه کښیناستل کیږي یا هغه کښناستل شو.
دویم۲ : کښېنول کېدل: کوچنی و څوکۍ ته نه شي کښیناستلی، هغه با ید و څوکۍ ته کښېنول شي.
،دا پردې پوهېدنه باندې،چې دا کښیناستل کېدل. دلته یو څوک پخپله کښېناستل کېږي او کښینول کېدل او دلته یو بل کس کښېنول کیږي، کړونی او پرېکړونی نه لري او نه کړل کیږي، دا کړل کېدل کیږي، لکه: زه زوړ یم. زه زوړ کیږم. زه زوړ شوم. زه به زوړ شم.
—- د پښتو د معیاري کوونو ستونځې د موږ په دننه کښې او پر پوهېدنه باندې( دا ځنې کلیمی یا وییونه چې لیکم، د دې به را ته ډېره، دېره بخښنه کړۍ، خو داسې لږ را پارونه هم بده نه ده).
موږ په پښتو کښې ،، یل،، هم لرو، لکه زه یوم. دا دې د ټول اړخونو سره و څېړل شي
اوس راځو و اوبلیکوس ته، نه خوزند یا نه کړوني اړیکټینګوونی:
دا هم دوه دي:
یادونه: موږ به دا په همدې وخت کښې او څنګ پر څنګ باندې د دریواړو نومځاینیوو، ځانیز، پوښتننوموځاینیو او مخ- او پسې تړلو نومځاینیوو سره راوړو.
لومړی: د خاوندوالي اړیکټینګووني، لکه د ما کور. د چا کور؟ کور مې.
دلته دا ،،د،، د خاوندوالي پوهېدنوړونی مورفېم دی او دې و ،، ما،، ته، چې کړونی دی، د نه کړوني پوهېدنه وړي او همداسې د ما لپاره. دا ،، لپاره،، د خاوندوالي پوستپوزېشن یا یا اړیکوی دی، چې په مرسته یې دا ،، د ما لپاره،، د خاوندوالي اړیکټینګوونی شو.
وایو: د چا یا څه لپاره. د ةا لپاره. لپاره مې.
دویم: د اړیکوییونو اړیکټینګووني یا داتیو.ویی
د ا چې موږ پښتانه د دې لیکنو سره او په ځانیزه توګه د کازوس یا اړیکټینګوونو سره سوچبوچ نابلد یو، نو ناسمونونه مو همدلته ډېر دي. دا دي.
دویم ۱ : له ما څخه یا څه (سره، کره، پسې..).
له چا یا څه څخه؟
را څخه (سره، کره او دا نور ټول………)
دویم ۲ : پر ما باندې ( پورې، پسې. دا پوله نه ده، لکه د ،، تر،، سره چې راځي).
پر چا یا څه باندې؟
ور باندې.
دویم ۳ : تر ما پورې( دا ،،تر،، د موږ لیکوالانو ډېر بې لارې کړی او په هغو ځایونو کښې کاروي، چې هلته نه راځي، لکه ،،د دوه کسانو تر منځ روغه…،، دلته ،، تر،، څه نه دي ورک کړي.
تر چا یا څه پورې؟
را پورې.
دویم ۴: په کور کښې.
په څه یا چا کښې؟
ور کښې
دویم ۵ : و کور ته.
و چا، څه ته؟
ور ته.
دوه غوره یادنې ۱: دا اړیکټینګووني یووالي دي، دا پر دې پوهېدنه باندې، چې نه څه ور زیاتیږي او نه ور څخه کمیږي.
۲ — دا پورته مو له دې امله د اړیکووییونو اړیکټینګوونی و باله.
یوه اړیینه یادونه. د هر یوه اړیکټینګووني سره خپل اړونده اړیکوویونه شته، څه نه غورځیږي او نه ور زیاتیږ.
خویوییونه:
د همدا اوس نوې څېړنې پر بنسټ باندې ومخ ته راِغۍ:
خويوی، صفة adjektiv په المان ژبه کښې ورته خويوی وایي. چې پوښتنه کړو، وایو، چې دا ،،څنګه دی،، لنډ، ښکلی برګ، شین…
دا ادجکتیو په عربي ژبه کښې صفت دی، خو نه پوهېږم، چې دا د خوي د ستایېنې له مخې څخه ورته وایي او که څنګه، خو هره ژبه او خپله یې ژبلار، دا موږ یې چې خويوی بولودا نومونه نه دي، دا د نومونو یا یو څه خویونه دي او د دي خوییونو له امله یې ستایېنه کوو او که خویوییونه یې بد وي، نو بیای انډول غندنه یا غندل دي.
دا په نورو ژبو کښې ګردانیږي، خو په پښتو ژبه کښې دا د ډېر، خورا ډېر او زښتډېر سره جګیږي او نومونه داسې نه دي، هغه نه جګیږي، دا یې پوره توپیر هم دی.
ستایېل یا ستایېنه شته، خو ستایېننوم نه شته، خو د ستایلو یا غندلو سره یو څه یا څوک د هغه د خویونو لا لارې څخه کیږي. د روغې سړی او جنګي سړی..
د ژبپوهان په منځ کښې ستونځې:
موږ دا یوه غونډاله رااخلو او د موږ نا همغږیو ته په دې کښې پام یا فکر کوو چې څومره دي، نو بیا دې په رېښینې ژور فکړ وکړو، چې موږ په ژبه کښې څومره ستونځې لرو.
۱ — زه له تا څخه پنځه دقیقې وړاندې راغلم.
۲ — زه له تا څخه پنځه دقیقې لا مخکې راغلم.
۳ — زه له تا څخه پنځه دقیقې مخکې راغلم.
۴ — زه له تا څخه پنځه دقیقې په مخکې راغلم.
۵ — زه له تا نه پنځه دقیقې وړاندې راغلم.
۶—- زه له تا پنځه دقیقې وړاندې راغلم.
۷ — زه د تا نه پنځه دقیقې وړاندې راغلم.
دا ټول او نور هم ژبلاریز ناسم دي. دا نه همغږیزوالی داسې سرا سري څه نه دي، دا بنسټیز دی، که دا و څېړۍ یا د ما له لیکنو څخه ګټه واخلو ( دا خبره به را ته و بخښۍ، خو ورته اړ یم)، نو په خپلو ناژبلاریزوالو به و پوهېږو.
او داسې نور ډېر او سم یې دی:
سم یې —- زه له تا څخه پنځه دقیقې د مخه راغلم.
ګورۍ موږ په یوه غونډله کښې دومره نا همږۍ لرو، نو په ټوله کښې به داسې پرېکړه وکړو، چې موږ په ژبه کښې یو له بل سره کوم ژبلاریز یووالی نه لرو.
د دې لپاره چې سمه پښتو ولیکو، زه به دا لاندې لیکنه وکړم، چې پر معیار او ژبلار برابره ده:
زه به نن د تا لپاره یو کتاب دروړم.
هغه کتاب به پر مینه باندې لیکل شوی وي، چې له هغه څخه سمه او معیاري پښتو زده کړو.
موږ به په دې کتاب کښې هېڅ شک ونه مومو، چې د نور ژبنیو ناسمونونو سره دې مخامخ شو.
دا و موږ ته پر دې بنسټ باندې وایم، چې ما د هر څه روښانه پېژندونه ورکړي، له ژبلار او سم اند سره سم دي. بې له پوهنیز لامل څخه مې هېڅ څه نه دې راوړي.
یو څو ک چې تر اخري پولې پورې و هڅیږي، نو هغه غوښتوني څه د پوهنې پر مټه باندې میدنلی شي.
زه زوړ یم او نور ډېر ستړی کیږي، نو داسې لنډ به بس وي.
موږ به د چا پر خبرو پسې ( یا له خبرو پسې) نه کرځو، یواځې داسې لیکنې به کوو، چې هغه پر پوهنه باندې ابادې او معیاري وي، خو که پر پوهنه باندې ابادې وي، هغه به معیاري هم وي.
دا باید روښانه ووایم، چې زه دا ما چې څه لیکلي دي، نه دا چې هغه موږ ورته څه وایو، پر هغې باندې پوهېږم، پر دې باندې هم پوهېږو، چې دا هر یو له ما څخه راوړل شوی وی یا بل څه کارول شوي، پر کارولو او دندې باندې یې هم پوهېږم، چې د څه لپاره او څه دنده لري او د هر یو پېژند مې هم راوړی دی.
—— و ما ته یوه ژبپوه وویل، چې پښتو پوهانو په څلور ډوله د پښتو الف،ب لیکلي، نو دا دی د پښتو معیاریوالی.
دا پښتو ژبپوهان خو دې خپلې لیکنې سره په یوه لاره لوریزې کړي، نو بیا به د ما غوندې د باندني کسان د دې ژبې ژبلاریز یووالي ته نه اړ کیږي یا اړ کېدی.
په پوهنه کښې یو څه معیاري دي یا نه دي، دا په ژبه کښې- د یوې پوهنې په څېر- نه شته دی، چې دا به معیاري وي او دا به هم معیاري وي. په پوهنه کښې هر یو یواځنې ټاکلي دي.
په یوه پوهنه کښی هر څه باید بنسټیز او بې له کوم مخامخالي څخه څېړل شوي وي.
پوهنه دا نه منې، چې دا داسې دی او داسې هم کېدی شي. د پوهنې لپاره دا څه داسې دي یا نه دي.
پایونه: تر هغې پورې، چې پښتو پوهان دا ژبه خپل ملکیتونه ګڼې او د نور و لیکنو ته هم ژور پام ونه کړي یا نه کوي، د سمونونو هیلې به هم نه وي.
پام: کلیوالي خبرې، چې ډېرې مو په ټولنه کښې روځنۍ شوې، باید ژبلاریز او معیاري وي او شي. موږ داسې کلیوالي وینا وې یا ویېنې لرو: نن تر سبا.د نن سبا تر منځ. زر تر زره ……
موږ په پورته کښې هر وی، ژبنی توکی او د هغه پېژند پېژنو او ګورو، چې ایا دلته معیاری او ژبلاریز څه لرو او که څنګه؟
که ولرو د نن او سبا تر منځ،،، نن تر سبا،، و به پوهېږو، چې موخه څه شی دی، خو دا د لیکنې ژبې ژبلاریزه لیکنه نه ده. موږ دلته د معیارې ژبې او نور ژبنیزو یووالو سره مخامخ دي.
—- د نن او سبا تر منځ ژبنیز څه نه شته. دا د ،، نن او سبا په منځ کښې،، دي.
—- نن تر سبا: معیاري څه نه شته. معیاري: له نن څخه تر سبا پورې.
د ما یوه بله هیله: راځۍ، چې ژبه مو له دې لار څخه هم له ورکېدو څخه وساتو، چې په پوهنه کښې خپله وییونه و کاروو یا ژبه پوهنیزه کړو.
دا د ژبې سوچه کېدنه نه ده، دا د هېڅ زبې لپاره کېدونې نه ده. موږ هم هغه وییونه لرو، چې نورې ژبې یې په پیداېښتي توګه لري. دا پر نورو ژبو باندې هغه ریښیېز نومونه مو بیا خپل نومونه له پوهنې څخه او همداس له لیکني څخه غورځوي.
یوه ورځ مې د علومو اکادمي د فزیک په څانګه کښې، چې ما هم د لږ وخت لباره هلته کار کاوه و پوښتل، چې و کری ته پر پښتو باندې څه وایې، ځواب وو: لکه د ځمکې کره. په الماني کښې د ځمکې و کرې ته Erdball وایې او که و ګوګل ته فوټ بال ور کړې او عربي و غواړې، نو کرّتّ القدم ورکو، چې پښتو یې پښوِغندوسه ده، خو و موږ ته یې دا د پښتو داسې نابلد او بې – یا کم ارزښته برېښي.
پښو یوه پېچلې او ډېره پوره ژبه ده او هره پوهنه ور باندې کېدی شي او ډېره خوږه ژبه هم ده.
دا هم هیله ده، چې پر یو څه چې نه پوهېږم، ناسم پښتو وییونه دې ورته نه کاروو، چې هغه د پېژند مخامخ و کاروو: لکه د ستاندارد او سویې، چې په پښتو کښې نه شته، د هغې لپاره د ،، کچې،، کارول ډېر ناسم دي، د کچې پر پېژند باندې باید و پوهیدلی شو او همداسې د معیار او سویې پر پېژندونو باندې.
د تاسو د خبرو لپاره. که زړه مو غوښتل دا لاندې مې برېښنا پته ده:
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.