پښتو ژبې ته په درنښت

ډاکټر ماخان میږی شینواری

28

ډېرو ګرانو ژبپوهانو او په ځانګړې توګه د بې بي سي منلې خپرونې و ژورنالستنو  ته په ډېر درناوي.

بي، بي، سي مې ځکه راوړه، چې له هغې څخه ناسم وییونه د موږ لوستی ولس ډېر زر خپلوي. په دې اخر کښې ځنې شیان چې لیکي، د خبرو دي، چې په یو څو یې زه خپل اند له تاسو سره ګډ کړم. زه یوه بله پوره لیکنه پسې لرم، چې هلته به د سمې پښتو لیکلو او د هغې د څرنګوالي لیکلو  لپاره به یو وړاندیز وشي او وتاسو ته به  د خبرو لپاره  وړاندې شي.

دا چې ما څنګه دا لیکنې کړي او اجازه یې شته یا یې د لیکلو حق لرم، دا به را سره و منۍ، چې دا د موږ ټول ژب-اړونده ژبلاریز څه د المان له لسم یا یولسم ټولګي څخه د پورته ټولګیو له لیکنو څخه پورته نه دي، نو دا خو به وکړی شم. یواځې دومره باور راباندې وکړۍ. بیا هم زه پر خپلو لیکنو باندې، چې ما تل بیا، بیا نوې او ژبلاریزې کړي، سمې ګڼم یا  تر څو پورې یې چې چا یو ژبلاریز مخامخوالی پوهنیز نه وي څرګند کړی یا ښوولی. د ما لیکنې پر پښتو باندې دې، خو له دې سره زه د پښتنو لپاره ستونځې نه ګورم.

لیکي:

۱ — مخکې له دې چې زنګ لرونکي ساعتونه….

۲ — تر رنګ وهونکو ساعتونو وړاندې خلک څرنګه ویښېدل؟

۳ — خو مخکې تر دې چې…

۴ —هغه له امریکا تر روانیدو وړاندې ویلي وو:”

۵ — له پیل مخکې… له پیل څخه د مخه

۶— سوځېدو له لارې کار کاوه

۷— په غورځېدو سره

۸— یو ډول اوبلن ساعت،

۹— به د اوبو د بهېدو او د هوا د فشار په بدلون سره

۱۰— تر اورښت وروسته… ( معیاري یا سم یې: له اورښت څخه وروسته)

دا  ناسم دي او که غواړۍ،  معیاري نه دي. لنډ او ژبلاریزه روښانه-ونه یې

و۱ته— ،،مخکې له دې،، ژبلاریز ناسم دی. ،، مخکې،، دا،، مخ کښې،، دی، چې کښې اړیکوی دی، نو له یوه نوم څخه د مخه راځي او مخ نوم دی، چې نه کړونی او دلته نو باید د ،، کښې،، اړوند مورفېم ولري، چې د ،،مخ،، دنده بدله کړي او دا مورفېم ،، په،، دې، چې دا ،، په مخ کښې،، شي. دلته د لیکونکي موخه ،، د مخه،، دی، چې دا د خاوندوالي اړیکټینګوونی یا کازوس دی. دویمه برخه یې ،، له دې،، یو نومویی دی، چې له ،،له،، سره یې پوهېدنه بدلیږي او د ا چې اړیکټینګوونی پوره شي، نو دلته به ور سره اړوند پسېځاینیوی یا اړیکویی،، څخه،، راشي. نو ګورو چې

 دا دوه اړیکټینګووني دي، چې ،، له دې څخه،، او بل یې ،، د مخه،، دی او لرو: ،، له دې څخه د مخه،،. پای

و ۲ ته—-،،… تر زنګ وهونکو ساعتونو وړاندې…،،

په پورته غو نډله کښې ،، تر،، یواځې او یواځې هلته پوهېدنوړونکی مورفېم دی، چې پسېځاینیو یا اړیکویی ،، پورې،، یې پسېځاینیوی یا اړیکویی وي او بس. نو دا ،، تر،، دلته څه نه دي ورک کړي او بل یې دا ،، وړاندې،، یو نوي غورزنګي څه میندلی یا څه لیکل دي، چې له دې څخه به و مخ ته لاړ شو، چې لیکونکي یې نه پوهېږي، چې دا په ژبه کښې څه په ګوته کوي؟

پر دوه څه باندې باید پوه وو:

یو: د مخه: دا د خاوندوالي نومځاینیوی دی، د خاوندوالي له مورفېم ،،د،، سره. دا وووړاندې،، یو وخت واټن دی، چې له اوس څخه د مخه یو څه په ګوته کوي.

دوه: وړاندې:  دا ځایواټن دی، چې د اړوند ځای یا له غوښتوني ځای څخه څه وړاندې وي، که دا لس متره یا هرڅومره وي، داسې راوړنه یې په رښتیا هم غورځنګي ځکه ده، چې لیکونی دا د وختواټن په ډول راوړي دی او داسې ښه ورته برېښېدلی دی.

ځنو څه ته باید سم اندیز فکر هم وشي، دایواځې د ژبې ناسمون نه دی، دا سم اندیز هم دی یا سم اندیز فکر هم په کار اچول دي.

و ۳ ته— ،، مخکې تر دې،، دا ،، مخ کښې،، دی او دا هلته ژبلاریز سم دی، چې د مخه یې  پوهېدنوړونکی مورفېم،، په ،، وي. لکه ،،د ما په مخ کښې،، او ،، تر ،، د ژبلار له مخې څخه هلته د نومویي لپاره پوهېدنوړنکی مورفېم دی، چې دې مورفېم او د اړونده نومويي پسې اړونده پسېځاینیوی یا اړیکویی ،، پورې،، راشي.

دلته د ،، خو مخکې تر دې چې…،،  موخه، چې ژبلاریز سم یا معیاري لیکو نو، داسې ده: ،، له دې څخه د مخه،،.

و۴ ته —،،هغه له امریکا تر روانیدو وړاندې ویلي وو:”

دلته به دا اړوند ،، وړاندې،، نور نه څېړو، دا پورته روښانونه یې بس ده. یو څوک له یو څه څخه روانیږي.

دا ،، له یو څه،، د اړینټینګووني- چې اړیکټینګوونی یا کازوس یووالی دی او نه ټوته کیږي، یوه برخه ده، چې باید پوره شي، نو دا پوره کېدونکی یې دلته یو پسېځاینیوی یا اړیکویی باید وي او دا،، څځه،، دی، نو په دې پوهېدنه، چې ،،له امریکا څخه،، او ،، ترروانېدو وړاندې،، نو سوچ بوچ ژبلاریز څه نه لري، خو موخه یې ،، له روانېدو څخه د مخه،، دی او

داسې یې ژبلاریز لیکو: هغه له امریکا څخه، له روانېدو څخه د مخه ویلي وو.

و۵ ته— ،،له پیل مخکې…،،

دا هم لکه د نورو په څېر لومړی برخه باید یو اړیکټینګوونی وي یا دی، چې له چا یا څه برخه یې شته او دا پسېځاینیوی یا اړیکویی یې ،،څخه،، دی او دا بل مخکې هم کلیوالي یا ناسم دی او دا ،، د مخه،، دی، نو دا دی: ،،له پیل څخه د مخه،، یې معیاري یا سم دی.

نور داسې لنډ:

و ۶ته — ،،سوځېدو له لارې کار کاوه،،. معیاري: د سوزېدو له لارې څخه….

۷— ،،په غورځېدو سره،،. معیاري ېې: له غورځېد سره.

۸— یو ډول اوبلن ساعت. اوبلن ساعت نه شته. اوبلن د واورو خوي دی او که پسې یې چې لیکلي، اوبه بهېږي او نه اوبلنیږي.

۹— به د اوبو د بهېدو او د هوا د فشار په بدلون سره. دلته  د ،، په،، پر خای باندې ،، له ،، راځي.

یادونه: دا لیکنه به  غزېږي. د دې لامل دا دی، چې موږ د کازوس، کېز یا اړیکټینګوونو سره نه یو بلد.

د پېژند له مخې څخه دا کازوس یا اړیکټینګووني یوالي دي، چې نه ټوټه کیږي او نه څه ور څخه لرې کیږي، د یووالي پېژند له پېژند څخه.

بېلګې: په الماني ژبه کښې څلور کازوس دي: نومیانتیو، جینیتیو، داتیو او اکوزاتیو او دا رېفلیکتیر کیږي یا بڼه بدلیږ او دي:  I, Mein; mir; mich

اړیکټینګوونی یا کازوس په پښتو کښې دوه دي:  رېکتوس یا خوزند او اوبلیکوی یا نه خوزند:

دا دي:

الف:  خوزند یا رېکتوس. دا دوه دي

الف۱ : هغه کړنه چې یواځې کړونی لري. لکه

زه ځم، زه لاړم. دلته دا –م پسې تړلی یا پوهېدنغزونکی دی، چې دا د مورفېمونو یوه ډله ده.

الف۲ — هغه کړنوییونه، چې له کړونې سره پرېکړوني هم لري او دي:

 زه تا وهم، ما ته ووهلې. یا د پوښتننومځاینیوو سره
څوک ځوک وهی او چا څوک وواهه.

ګورو، چې چا یواځې کړونی دی. دې ته دې تل پام.

دوه پېژندونه:

لومړی پېژند: پوهېدنوړونکي مورفېمونه:

د خاوندوالي اړیکټینګوونې لپاره ،، د ،، او د داتیو یا د پسېځاینیو یا اړیکوییونو اړیکټینګوونو لپاره دي: له، په، پر، تر، و

دویم پېژند: پسېځاینیوي یا اړیکوییونه، چې، سره، څخه، کره، پسې د ،، له ،، سره پسېځاینی دي او ،،کښې،، د ،،په،، لپاره، پر، د ،،باندې،، لپاره، ،،پورې،، د ،،تر،، لپاره او ،،ته،، د ،،و،، لپاره یا سره یا پسې راځي.

ب— نه خوزند: دا هغه کړنوییونه دي، چې څه په دې کښې نه کړل کیږي، نو نه خوزند. دا هم دوه دي.

ب ۱ — د خاوندوالي اړیکټیګووني. لکه : له پوښتننومځاینیوو سره. د چا کور او د چا لپاره. د ما کور، د ما لپاره. دلته دا ،، د ،، خاوندوالي مورفېم، چې و د ،،ما،، ته د نه کړوني یا ،، د ما،، پوهنه وړي. د ،، لپاره،، چې د خاوندوالي پسېځاینیوی یا اړیکوی دی او د ما پسې ځای نیسي.

ب۲— داتیو یا د پسېځانیوو اړیکټینګووني:

د پوښتننومځاینیو او له ځواب سره یې او ځواب یې همداسې د تکیه اړ نومځاینیوو سره.

تکیه اړ نومځاینیوي دوه دي:

مخ تکیه اړ: را، در، ور. بې له نورې روښانونې. د ما په اخري کتاب کښې هم شته.

پسې تکیه اړ: مې، مو، دې ، یې. دا هم د ما په کتاب کښې څېړل شوي دي.

له چا څخه(سره،کره)؟، ځواب یې: له ما څخه(سره،کره)= را څخه(سره،کره)

پر چا باندې؟  پر هغه باندې = ور باندې

په چا کښې؟  په هغه کښې=ورکښې

تر چا پورې؟  تر هغه پورې = ور پوري

و چا ته؟  و هغه ته = ور ته.

اوس یوه غونډله:

زه له هغه څخه، له احمد سره، د لارې په منځ کښې، د سرک پر اوږدو باندې و تا ته،  د تا تر کوره پورې، د تا د لېدلو لپاره، په شرکنده باران کښې درغلم.

دلته هم ډېرې خبرې شته، چې په غونډلپوهنه کښې باید ولوستلی شي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.