د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې وړاندوینه کړې چې د تر راتلونکې چهارشنبې پورې د هېواد شمال او لوېدیځ کې به د هوا د تودوخې درجه له ۴۵ سانتيګراد لوړه شي.
دغې ادارې نن جمعه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ګرمۍ دغه څپه به شمال کې د بلخ او جوزجان، په لوېدیځ کې د فراه او نیمروز او په سوېللوېدیځ کې د هلمند ولایتونه اغېزمن کړي.
خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو ولایتونو لپاره د هوا تودوخه غیرعادي او له ۴۵ سانتيګرادو څخه لوړه اټکل شوې.
د وړاندوینې له مخې، له جمعې تر چهارشنبې پورې به د افغانستان په ډېری سیمو کې د ورځې لوړه تودوخه له عادي کچې لوړه وي.
د وړاندوینې له مخې، د هېواد په سوېلختیځو، ختیځو او شمالختیځو سیمو کې به له ۵ تر ۵۰ میلیمترو پورې سپک باران وشي.
همداراز، د دغو سیمو په ځینو محدودو برخو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هېواد په نورو سیمو کې د پام وړ ورښت نهدی اټکل شوی او هوا به لا هم وچه پاتې وي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.