مسخه شوی سویک

‌ ‌محمد احسان علي

41

د پسرلي د یوې ورځې پر گهیځ، چې پلار له یوه گډوډ خوبه راویښ شو، ځان یې په‌خپل هغه کلاشینکوف وواژه، چې قبلې ته مخامخ پر دېواله راځړېده او تر هغه پورته پر یوه لرگین تاکي قرآن ایښی و، ښایي د قرآن د تفسیر کوم ټوک به و، خو ټولو قرآن باله او کله کله به یې گردونه ترې ټک وهل.
د پلار په کوټه کې تل د درملو بوی ته، لکه یو درملتون. په دې کوټه کې د توبرکلوز درې کورسه درمل خوړل شوي وو؛ د ملاریا ستنې، سیرمونه او بېلابېل ترخه شربتونه . . . خو د پلار تر وژنې وروسته چې کوټې ته ورغلم، د تازه وینې بوی ته، لکه د زنگ شوې اوسپنې او زما غاښونه یې رابرېښول. یوه ټوټه دېوال وینو لړلی و، کلاشینکوف د پلار په پښو کې پروت و، ببو کوټه جارو کوله . . . ببو کوټه جارو کوله او له ځانه سره ډونگېده، پلار یې ملامتاوه، چې ولې په خیرنو پښو کوټې ته راننوتی دی؟ رښتیا هم د کوټې پر فرش باندې د پلار د چاودو پښو خاپونه ښکارېدل.
نه پوهېږم د څه له امله، خو د شپې مې سم خوب نه و کړی، ښایي په کومه ځوانه ښځه به مین وم، په داسې یوه ښځه، چې د زړه له تله مې غوښته، خو ورته ونه رسېدم.
د پلار جسد ته مخامخ پر پرته توشکه وغځېدم، چې یوه سترگه خوب وکړم. پلار دېواله ته تکیه وهلې وه، پر تندي یې لیکه وینه راغلې وه، د کالیو په غاړه ورننوتې وه او د پرتاگه تر گنډې یې د کمیسه مخه تکه توره ښکارېده. د وینو له بویه مې غاښونه برېښېدل.
ببو جارو خلاصه کړې وه، د وره په درشل کې راودرېده، ویې پوښتل: مړ دی؟
ما په خپل ځای کې سر یو څه راپورته کړ، ومې ویل: خدا ولا!
ببو جارو په لاس بېرته کوټې ته راننوته، پلار یې وښوراوه، ویې ویل: مړ دی.
ما وویل: چېرته به یې ښخوو؟
ببو وویل: همدغه د کوټې چت پرې راړنگوو. ملا یې هسې هم جنازه نه‌کوي، وای ځان یې وژلی دی، په وړکتوب کې یې په غوږ کې آزانگ هم نه‌دی شوی او د گهیځ لمنځونه یې هم قضا کول.
ما وویل: نو رښتیا یې ځان وژلی دی؟
ببو وویل: خدای خبر . . .
ببو له ما بړسته پورته کړه، زه یې له کوټې وویستلم.
شېبه وروسته د هماغې کوټې فرش، توشکې او بالښتونه په بله یوه لغړه کوټه کې هوار شوي وو. ما د کوټې له خلاصې وورسۍ، چې د شنو وښو او د ویالې د تازه اوبو بوی ترې راننوت، د باندې کتل، ببو د کوټې دېوالونو ته کولنگ نیولی و او ړنگول یې.
موږ ته له پلاره په میراث هېڅ راپاتې نه‌شول، یواځې یو سپین او چټک سوی او هغه هم د پلار تر وژنې وروسته چې د یوې ورځې پر گهیځ له یوه گډوډ خوبه راویښ شو، ویې لیدل چې په یوه داسې کیشپ مسخه شوی دی، چې آن تر مرگه به په‌خپل لاک کې پټ وي.
د یوې کوټې فرش او توشکې او بالښتونه، یو اینده مږ، د ببو یو جوړ شنه پلاستیکي بوټونه، چې ځای ځای په سره تار گنډل شوي وو . . . دا زموږ ټوله شتمني وه.
د پلار تر وژنې وروسته . . . یوه شپه ناوخته قصاب زموږ وړې غوجلې ته راواوښت؛ د پښو دربی مې اورېده، له ځایه ورپورته شوم او ورغلم؛ قصاب په غوجله کې له مږه په ژوندوني لم پرې کاوه. ما ته یې شا وه، د مږه د لم د پرې کولو پر وخت یې ویل: اجبه ښه ډک لم دی، ډېرې پیسې کوي . . . پلار دې په‌خپله کوټه کې ښخ شو؟
ــ هو.
ــ اجبه ښه سړی و!
ــ هو.
ــ تا ته یې واده نه‌دی کړی؟
ــ نه . . . زه په یوه ځوانه ښځه مین یم . . . ما هېڅ‌کله خوب ته نه پرېږدي.
د مږه له مرۍ داسې غږونه راوتل، لکه په مرۍ کې یې چې کوم شی بند وي. زه ورنږدې شوم؛ له شا څخه رڼا راغله او ما مې له خپل ځانه څو چنده لوی سیوری د غوجلې پر مخامخ دېواله او پراته مږه ولید، رڼا د مږه پر سر لگېده. ببو وه، لاټین ورسره و، په پزه مې د خوشیو له راننوتونکي بوی سره د تېلو بوی هم گډ شو. له ببو سره په کیڼ لاس کې چاړه وه، ویې ویل: مردار شو؟
ــ خدا ولا!
ببو مږ وښوراوه، ویې ویل: نه‌دی مردار، زه یې حلالوم . . .
ما لاټین ترې واخیست، هغې د یوه مسلکي قصاب په څېر له مږه سر غوڅ کړ او د پوستکي په ایستلو یې بوخته شوه. ببو ویل: اجبه ښه مږ و!
ــ هو.
د مږه وینې د زنگ شوې اوسپنې په ډول بوی کاوه او زما غاښونه یې رابرېښول.
د مږه غوښې د ساړه ترخه شنه چای په څېر خوند کاوه، بېخي لکه زما د رضاعي مور د شودو خوند. ما د خپلې ببو شودې نه‌دي رودلې؛ له هغې نه د جهاد په وختونو کې یوه مجاهد قومندان تیونه پرې کړي وو او کله به مې چې د هغې هوار ټټر ته سترگې ورواوښتې، داسې به مې حسوله، لکه په رگونو کې مې چې یو ډول تبه راننوځي، یوه ساري تبه، چې نه پوهېږم، له کومه او چا څخه راځي.
دا یوه داسې تبه وه، چې هر کله به یې رالاندې کړم، له سړو به رېږدېدم، له ببو به مې غوښتل، چې اوبه راته تودې کړي او زه پرې ولامبم. ما لا هم په پرېکنده ډول د دې تبې په اړه څه نه‌شول ویل، خو ببو به ویل، چې توبرکلوز دی.
د پسرلي پر یوه ورځ مې د ببو هوار ټټر ته سترگې ورواوښتې، یو ناڅاپي مې په هډونو باندې تبه راننوتله؛ دا د پسـرلي یوه باراني ورځ وه، چې تر بارانه وروسته آسمان شین شوی و او د لمرخاته لوري ته د غرونو په منځ کې یوه زرغونه راختلې وه؛ زه ببو تشناب ته له یوه ستل تودو اوبو سره ننویستم. له باندې د ماشومانو غږونه راتلل، هغوی منډې سره وهلې او لوبې یې کولې؛ ببو په انگړه کې پر هغه پوزي ناسته وه، چې د اوړو له بوجیو یې جوړ کړی و؛ د پلار کلاشینکوف یې خلاص کړی و او تېل یې ورکول. زه له بهره راننوتونکو غږونو ځورولم، خپل ویستلي کالي مې په واړه کړکي کې کېښودل، دپ مې کړ او نور کوم غږ نه راته، یواځې په کړکي کې له یوې چولې څخه د لامده چمن او لمدو خاورو له بوی سره یو ځای یوه ټوټه رڼا راننوتله او دا هماغه رڼا وه، چې هر ځای یې زه څارلم او ما د دې په تمه ژوند کړی و، ښایي دا به هماغه ځوانه ښځه وه، چې زه پرې مین وم، د زړه له تله مې غوښته، خو ورته ونه رسېدم. یوه نامريي ځواک په دې پوهولم، چې ښايي د پسرلي له پای ته رسېدو وروسته دا رڼا ختمېږي او زه پوهېدم، چې پسرلی په همدغه تشناب کې زما له لوڅ ځان سره تېرېږي.
په ستل کې له تودو اوبو پورته کېدونکی تپ ورو ورو کمېده او داسې راته برېښېده، چې پسرلی په ختمېدو دی؛ څو شېبې وروسته په ستل کې ټولې اوبه کنگل شوې وې؛ د کړکۍ له چاک نه چې کومه یوه ټوټه رڼا رالوېده، په تورتم بدله شوې وه، داسې برېښېده، لکه پسرلی چې پای ته رسېدلی وي او موږ یوه بې‌پایه ژمي ته ورننوتي یو. په غړو کې مې توان نه و، نه‌شوم پورته کېدلی، خو د دې له‌پاره چې رڼا ووینم، په زوره مې ځان پورته کړ، له کړکۍ نه مې کالي رالرې کړل، خو رڼا مې ونه مونده، د کړکۍ له جاله مې د باندې کتل، تپه تیاره وه، یواځې مې د کلي هدیره لیدله، چې ځای ځای پر ځینو قبرونو باندې جنډې ولاړې وې او باد ښورولې.
پر مخ مې ساړه رانښتل. په پښو کې مې نور د درېدو توان نه و، راکوز شوم، اوبو ته مې لاس ورووړ، کنگل شوې وې، بدن مې سړو نیولی و، د غړو د ناتوانۍ له لاسه د تشناب پر کاشیو څملاستم؛ ځان مې نه‌شو ښورولی؛ په خوله کې مې د خپلې رضاعي مور د شیدو خوند او د توبرکلوز د ناروغۍ د دوايۍ خوند گډ احساسېده، لکه سوړ تریخ چای او خوسا شوې غوښه.
د تشناب کړکۍ ته دوه کارغان راغلل، یو تور کارغه، چې ښه غټ او غوښن برېښېده او بل سپین کارغه. داسې برېښېده لکه سپین کارغه یې چې په زوره له ځانه سره راوستی وي، سترگې یې پټې وې، سر یې له ډېرې کمزورۍ یوه لوري ته کوږ شوی و او زما په څېر ځنکدن‌حالی برېښېده. دوه غټ مچان مې پر لوڅ ځان بونگېدل. ما غوښتل، چې ببو ته غږ وکړم او له هغې د ځان مینځلو له‌پاره تودې اوبه وغواړم، خوله مې ښورېده، خو غږ یې نه ووت؛ څومره زور مې چې لاره، لاسونو ته مې راټولاوه، خو بیا هم نه خوځېدل. یوه نامریي ځواک راته دا خبره الهاموله، چې د بدن تنفسي غړي مې نور د ساه اخیستلو په چل نه پوهېږي.
له بهره مې د ببو غږ راته. د اوړو له بوجیو په جوړ شوي پوزي ناسته وه؛ د پلار کلاشینکوف یې سره تاړه. له گاونډۍ ښځې سره، چې ښایي مېړه به یې له کوره راشړلې وه، غږېده.
گاونډۍ ښځې په یوه واړه لرګي د ببو له بوټونو خټې او خوشایي پاکول؛ وروسته یې په سره تار باندې د هغوی شکېدلې برخې سره گنډلې، یو وخت یې اخ کړ، د کیڼ لاس د شهادت په گوته کې یې ستنه ننوته، یو ټومبکی وینه ترې راووته، له گوتې یې وینه ورودله، د زنگ شوې اوسپنې په څېر خوند یې کاوه، زما غاښونه وبرېښېدل او گاونډۍ ښځه بیا د بوټ په گنډلو بوخته شوه. مور مې هغې ته ویل: ښه ده چې ترې خلاص شوو؛ ټول یې په رنځ اخته کړي وو.
گاونډۍ ښځې ورته وویل: ښه ده، چې سړی په ژمي کې ومري، چې بل څوک یې کالي واغوستلی شي.
ببو وویل: ژمی د مرگ له‌پاره ښه وخت دی؛ خو په ډېرو خلکو د پسرلي په پای کې ژمی راځي او په غرمه کې یې غروب پیلېږي.
گاونډۍ ښځې، چې ښایي مېړه به یې راشړلې وه، وویل: چېرته به یې ښخوئ؟
مور وویل: همدغه د تشناب چت پرې راړنگوو. ملا یې هسې هم جنازه نه‌کوي، وای ځان یې وژلی دی، په وړکتوب کې یې په غوږ کې آزانگ هم نه‌دی شوی او د گهیځ لمنځونه یې هم قضا کول.
گاونډۍ ښځې وویل: نو رښتیا یې ځان وژلی دی؟
مور وویل: خدای خبر . . . خو موږ ټول یې په توبرکلوز اخته کړو.
ببو کلاشینکوف سره وتاړه او بېرته یې د کوټې پر دېواله په ټک وهل شوي مېخ کې راوځړاوه. زه نه پوهېدم، چې دغه ځل یې کلاشینکوف د چا له‌پاره پاک کړ، ښایي د خپل ځان او یا هم هغې ښځې له‌پاره، چې مېړه یې له خپله کوره راشړلې وه.
رښتیا هم . . . اوس پوهېدلی وم، چې له تنفسي غړو مې هېر شوي وو، چې باید څنگه ساه واخلي؛ ذهن مې د نوي زېږېدلي ماشوم د ذهن په څېر سپینه تخته و، یواځې یو څه مې په ذهن کې تاوېدل او هغه دا، چې «تر ټولو بده ضایع دا ده، چې سړی په یوه یواړخیزه مینه کې د یوه بې‌احساسه سړي له‌پاره ځان د وفادارۍ په نامه د یوه چټل مفهوم قرباني کړي.»
ښایي نور به هر څه پای ته رسېدلي وو، هر څه. ما به ښایي هر څه بایللي وو او ښايي څو کاله وروسته به زما په هدیره کې د مني په موسم کې داسې دوړې بادېږي، لکه د کډوالو په ړنگو شویو کورونو کې چې دوړې بادېږي او پلاستیکونه له ځانه سره په هوا کوي؛ ځکه نړۍ له میلیونونو کلونو تېرېدو وروسته یواځې دوه ثابت حقیقتونه لیدلي دي؛ مرگ او جاذبه قوه.
ښایي نور به هر څه پای ته رسېدلي وو، آن زما هویت . . . هغه هویت، چې د زنگ شوې اوسپنې په څېر بوی یې ځي او غاښونه مې رابرېښوي.
زما پر لوڅ جسد دوه غټ مچان بونګېدل او له کړکۍ څخه یواځې د سپین کارغه خیرنې بڼکې ښکارېدې، چې باد ورو ورو په هوا کولې او یوه ناڅرګند ځای ته یې له ځان سره وړلې.

پای
۱۶، جولايي، ۲۰۲۶ز
د زوکړې ۲۶مه کلیزه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.