د ناقانونه کډوالۍ تراژیدي؛ په نیمروز کې د دوو کسانو جسدونه وموندل شول

34

د کډوالۍ له هیلې تر مرګه؛ په نیمروز کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي

د نیمروز ولایت له سیمه‌ییزو سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دوو کسانو جسدونه چې ویل کېږي په ناقانونه توګه یې ایران ته د تلو هڅه کوله، د دغه ولایت د غلغلې په دښته کې موندل شوي دي.

سرچینو د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۷مه، رسنیو ته ویلي چې د دغو دوو کسانو جسدونه پرون موندل شوي او هغوی د هغې ډلې غړي وو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي، خو د ریګونو په دښته کې ورک شوي وو.

د سرچینو په وینا، د کډوالو لېږدوونکي موټر د لارې په اوږدو کې له تخنیکي ستونزې سره مخ شوی او چلوونکي ټول سپاره کسان د دښتې په منځ کې پرې ایښي دي. له دې وروسته کډوال په کویر کې لاره ورکه کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو نږدې یوه اوونۍ راهیسې ورکو شویو کډوالو کې ماشومان هم شامل وو، خو تر اوسه د هغوی د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

سرچینو زیاته کړې چې له څو ورځو وروسته د دې ډلې د دوو نارینه وو جسدونه وموندل شول، چې د اوبو او خوړو د نشتوالي او د دښتې د سختې ګرمۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړی و.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له افغانستانه د دوی له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼو افغانانو د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله د کډوالۍ لاره خپله کړې ده.

راپورونه ښيي چې یو شمېر کډوال خپل منزل ته رسېږي، خو یو شمېر نور د قاچاقي سفرونو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي یا هم ورک کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.