پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو د لاهور ښار د پلټنیزو عملیاتو پر مهال ۱۲۱ افغان وګړي نیولي دي.
د پاکستاني رسنیو د شنبې ورځې، د چنګاښ ۲۷مې، د راپور له مخې، پولیسو د نیول شویو کسانو د اسنادو له ارزونې وروسته ۲۸ هغه افغانان خوشې کړل چې د قانوني استوګنې اسناد یې لرل.
راپور زیاتوي، ۹۳ هغه افغان وګړي چې قانوني اسناد یې نه لرل، د نورو قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره په لاهور کې د ساتنې یوه مرکز ته لېږدول شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو له دوام سره هممهاله، پاکستان د افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
طالبانو هم ویلي چې د ایستلو د روانې لړۍ په دوام، پرون ۳ زره او ۷۵۳ تنه د هېواد له بېلابېلو پولو افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا کسان په داسې حال کې افغانستان ته ستنېږي چې د طالبانو تر واک لاندې هېواد لا هم له سخت بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او ډېری راستانه شوي کډوال د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.