ژوند د ازموینې سالون دی!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
ژوند یو امتحان دی؛ داسې یو لوی امتحان، چې سوالونه یې سخت واړه دي؛ څښتن تعالی فرمایلي:
((الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا)) (ملک/۲)
یعني:
څښتن تعالی مرګ او ژوند پیدا کړ، تر څو وګوري له موږ نه کوم یو نېک عملونه کوي؛ ویې نه ویل:
ډېر، بلکې ویې ویل:
ښه؛
ځکه څښتن تعالی ته د کارونو له کمیت نه کیفیت زښته زیات مهم دی.
د ژوند هره ورځ د فرصت په عنوان سره د ازموینې یوه پاڼه ده او پوښتنې یې هم لکه ژوند هاغسې دي:
بخښې یې او یا ځورېږې؟
رښتیا وایې یا تېښته کوې؟
اندېښنې پرېږدې او یا ورپسې درومې؟
هر تصمیم، یو ځواب او هر ځواب، یوه نمره ده.
کله چې غوسه یې او ځان کنترولوې، د غوسې له ازموینې نه په لوړو نمرو وزې؛
کله چې کولای شې، تېروتنه وکړې خو نه یې کوې، پرښتې درته چکچکې وهي؛ هالته چې کوم څوک نه وي او ته سم کار کوې، څښتن تعالی له آسمان نه وایي چې:
((نِعْمَ العبد!))
څومره یو ښه بنده!
که چېرې پر ځمکه ولوېږې، مه وېرېږه؛ څښتن تعالی د ښوونکي غوندې نه دی، چې د صفر درکولو هڅه کوي؛ هغه غواړي، ته له تېروتنو را پاڅې او تر پخوا لا ښه دوام ورکړې؛
هره توبه یوه الهي پنسیل پاک ته ورته ده، د آدم (علیه السلام) او منع کړل شوې ونې کیسه هم همدا خبره کوي؛ هماغه امتحان خلاص شوی نه دی، یوازې شکل یې اوښتی:
نن د هماغې منع کړل شوې ونې نوم دروغ، خیانت او یا د خپلو مسؤلیتونو او وجدان پر وړاندې بې پروایي ده.
تمرین:
کله چې وسوسه در ولوېده، یوازې یوه ثانیه صبر وکړه او وپوښته چې:
اوس رانه څښتن تعالی څه غواړي؟ او
شیطان څه وایي؟
په هماغه یوه ثانیه کې دې د نمرو حالت په ډاګه کېږي.
ژوند د څښتن تعالی په مقیاس یوازې دوه ساعته دی، خو همدا دوه ساعته د ابدي جنت وسیله کېدای شي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=187751
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.