لاندي ارزونه د ليکوال خوشباورى یا هم د تشو جیوپولیټیکي شعارونو پر بنسټ نه ده، بلکې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په کتو او د اوږدمهاله سیمه ییزو واقعیتونو پر بنسټ ولاړه ده. افغانستان د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او لوېدیځ چین ترمنځ پروت هیواد دی. دغه داسې جغرافیایي موقعیت دى چې د سیمې د سوداګري، انرژي او ترانسپورټي نښلولو په برخه کې يې د افغانستان ځانګړی اهمیت رامنځته کړی دی.
نړیوال اقتصاد د لوجستیکي ځنځیرونو د تنوع، خوندي سوداګریزو لارو پرانستلو او سیمه ییزې نښلونې پر لور د خوځښت په حال دی، افغانستان دغه وړتیا لري چې د نړۍ د مهمو بازارونو ترمنځ د وصل کوونکي پل په توګه رول ولوبوي. البته جغرافیه یوازې فرصت برابروي؛ په واقعیت باندې د دغو فرصتونو بدلول د ښې حکومتولي، سیاسي ثبات، اړينو زيربناو، اقتصادي اصلاحاتو او په سیمه ییزې همکاري پورې تړاو لري.
أوس مهال د افغانستان تر ټولو لویه ننګونه د باور وړ مالي او اداري بنسټونو نشتوالی دی. سیمه ییزه اقتصادي نښلونه هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې پانګوال ډاډمن شى چې تړونونه به عملي کېږي، پانګونې به خوندي وي په ګمرکاتو کې شفافيت شته، پروسه يې له نړيوالو معيارونو سره سمون خوري او دولتي بنسټونه به د اوږدمهاله ژمنو د پلي کولو وړتیا ولري. په افغانستان کې د څو لسیزو بې ثباتي، کمزورو ادارو، انزوائي حالت او ناڅرګندو اقتصادي تګلارو د پانګه اچوونکو باور کمزوری کړی دی.
له همدې امله، د شفاف اقتصادي نظام جوړول، د سوداګریزو قوانینو پیاوړتیا، د عامه دولتي ادارو سمون او له نړيوالو پرمختګونو سره د سمو تګلارو رامنځته کول باید د افغانستان د اقتصادي ستراتیژي بنسټ جوړ کړي. له مالياتي او اداري اعتبار څخه پرته ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت اوږدمهاله اقتصادي اړتياوې نشي پوره کولاى
امنیت هم د افغانستان د اقتصادي راتلونکې اساسي اړتیا ده، خو امنیت یوازې د جګړو د نشتون له زاویې څخه نه ارزول کېږي. په معاصر وخت کې امنیت د ترانسپورټي دهلېزونو، انرژي تاسیساتو، مالي نظامونو، لوژستیکي شبکو او سوداګریزو فعالیتونو ساتنه هم شامل دي. پانګه اچوونکي یوازې د جګړې وضعیت نه ګوري؛ هغوی د قانون حاکمیت، د تړونونو خوندیتوب، د ګمرکي سیستمونو وړتياوې او د سوداګريزو لارو د خوندیتوب او دوام وړتیا هم ارزوي.
له همدې امله، افغانستان داسې جامع امنیتي تګلارو ته اړتیا لري چې اغېزمن قانون پلي کول، د مهمو اقتصادي تاسیساتو ساتنه، استخباراتي همغږي او هغه اقتصادي او ټولنیزې تګلارې سره یوځای کړي چې د بې ثباتي د رامنځته کېدو عوامل له منځه يوسي. په اوس وخت کې اقتصادي امنیت او ملي امنیت له یو بل سره تړلې اړتياوې دي.
د سیمه ییزې نښلونې لپاره زیربناوې درلودل حیاتي اهمیت لري. د معاصرې رېل پټلۍ، لویو لارو لوژستیکي اسانتیاو، د برېښنا او ډیجیټلي شبکو نشتون د سوداګري امکانات محدودوي او لګښتونه لوړوي. افغانستان هغه مهال سیمه ییز ترانزیټي مرکز کېدای شي چې د توکو، انرژي، معلوماتو او خلکو د اغېزمن ليږد لپاره معاصرې زیربناوې ولري.
له همدې امله، د پرمختللو ترانسپورټي شبکو پراختیا، د رېل پټلیو جوړول، د بريښنا تولید او لېږد، ډیجیټلي زیربناوې، لوژستیکي مرکزونه او عصري ګمرکي سیستمونه باید د ملي پراختیا له لومړیتوبونو څخه وګڼل شي. د پانګونې په هکله پرېکړې باید د لنډمهاله سياسي ملحوظاتو له مخې نه بلکې د اقتصادي لومړيتوبونو او سیمه ییزو اړتياو پر بنسټ وشي.
د افغانستان تر ټولو ستره شتمني یوازې طبیعي سرچینې نه، بلکې بشري ځواک هم ده. د هېواد ځوان نسل زموږ حياتي اساسه ده، خو د اوږدو شخړو له امله د زده کړو، مسلکي روزنې، علمي څېړنو او علمي تخصص بنسټونه زیانمن شوي دي. بشري ځواک هغه وخت اقتصادي ارزښت پیدا کوي چې مسلکي کادرونه يې د اداره کولو او پراختیا چارې پرمخ وړي.
په معاصرو زده کړو، تخنیکي روزنه، ډیجیټلي مهارتونو، څېړنو او مسلکي زده کړو کې اوږدمهاله پانګونه به ثابته کړې چې افغانستان یوازې د توکو د تېرېدو لاره پاتې کېږي، که په ريښتيا هم تولیدي او سیال اقتصاد جوړوي.
د افغانستان اوسنى اقتصادي جوړښت هم ژور بدلون ته اړتیا لري. په وارداتو، بهرنیو مرستو، د خامو توکو صادرات له خلکو څخه د ماليو راټولول او په محدودو صنعتي فابريکو باندې تکیه د اوږدمهالې ودې مخه نیسي. افغانستان باید د کيفيت له مخي په رقابتي بڼه د کرنیزو محصولاتو د پروسس، صنعت، معدني توکو پروسس، انرژي، لوژستیک او صادراتي شرکتونو له لارې خپل ستراتیژیک موقعیت د کورنيو تولیداتو د صادرولو لپاره وکاروي.
یوازې د ترانزیټ عواید د اوږدمهالې سوکالي لپاره بسنه نه کوي. اصلي هدف باید د کورنيو توليداتو کچه لوړول، د کار فرصتونه زیاتول او د اقتصادي تنوع رامنځته کول وي.
طبیعي سرچینې افغانستان ته لوی فرصتونه وړاندې کوي، خو دغه فرصتونه یوازې هغه وخت ګټور دي چې په شفافه او مسلکي توګه مدیریت شي. د مسو، اوسپنې، لیتیوم، نادرو عناصرو، قیمتي ډبرو او نورو زیرمو پراختیا کولای شي اقتصادي بڼه بدله کړي، خو د حکومتولي نيمګړتياوې کولای شي دغه شتمني د فساد، کورنيو شخړو او اقتصادي زیان سرچینه وګرزوي. له همدې امله، مسلکي اقتصادي ادارې، د جواز ورکولو شفاف سیستمونه، خپلواک اداري بنسټونه، د چاپېریال ساتنې معیارونه، د عوایدو عادلانه مدیریت او د کورني پروسس صنعتونو رامنځته کول باید د ټولو لویو پروژو اساسي او بنسټیزې موخې وي.
هدف باید یوازې د خامو توکو استخراج او صادرات نه وي؛ بلکې افغانستان باید داسې صنعتي زنځیرونه جوړ کړي چې دندې رامنځته کړي، هېواد ته له بهر څخه ټکنالوژي را انتقال کړي، کورني تخصص ته وده ورکړي او اوږدمهاله اقتصادي تنوع رامنځته کړي.
سیمه ییز جیوپولیټیک وضعیت د افغانستان لپاره هم فرصت دی او هم ننګونه دى. د سوداګریزو دهلېزونو، انرژى په برخه کې همکاري او د اقتصادي نښلونې لپاره ورځ تربلې زیاتېدونکې اړتیا افغانستان ته داسې فرصتونه برابروي چې وکولاى شي خپل موقعیت د سيمه ييزو او نړيوالو سیاليو له ډګر څخه د همکاريو په مرکز بدل کړي. د «سترې لوبې» پر ځای د «سترې ګټې» فکر پیاوړی کړي؛ داسې فکر چې د افغانستان ثبات او پرمختګونه د ټولو شریکانو لخوا ګډه ګټه وګڼل شي. اقتصادي همکاري، د ګمرکي سیستمونو ترمنځ همغږي، ل زیربناوې او د سوداګري په برخه کې اسانتیا کولای شي د سیمې د ثبات لپاره له سیالي کولو څخه پياوړى بنسټ جوړ کړي.
اقلیمي بدلون د افغانستان د راتلونکې لپاره له مهمو ستراتیژیکو ننګونو څخه دی. د اوبو کمښت، وچکالي او د کرنېزو چارو کمزوري کېدل اقتصادي پرمختګ ګواښي؛ له همدې امله د خپلو اوبو د مدیریت اساسي دنده، نوي کېدونکې انرژي او د طبیعي سرچینو ساتنه باید د خپلو پرمختیايي پلانونو اساسي برخه وګرزوي.
د افغانستان د ستراتیژیک ظرفیت د فعالولو لپاره په حکومتولي کې د سمون او بدلون نوښت، د اقتصاد پیاوړتیا، د انساني پانګې وده او د پانګونې لپاره د پانګوالو باور رامنځته کول اړین دي. همدغه شان د سيمه ييزې ديپلوماسي له مخې داسې شرائط رامنځته کول چې ګاونډیان افغانستان ته د تهديد نه بلکې د اقتصادي شریک په توګه وګوري او نړیواله ټولنه د تخنیکي مرستو او زیربناوو په رغولو کې اغيزمنه ونډه واخلي. که څه هم افغانستان له سیاسي، اقتصادي او اقلیمي ننګونو سره مخ دی، خو دا ننګونې ځنډ نه مني بلکې د اصلاحاتو او عمل غوښتنه کوي.
په لڼد ډول، د افغانستان د رول اهميت په سيمه کې یوازې د جغرافیه نه ټاکي، بلکې جغرافیه يوازې فرصت رامنځته کوي، حکومتولي اعتبار جوړوي، زیربناوې نښلونه بشپړوي، انساني ځواک سیالي زیاتوي او سیمه ییزه همکاري ستراتیژیک ظرفیت په ګډه سوکالي بدلوي. اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا افغانستان به د سيمې په راتلونکې باندې اغېزې ولري که نه؛ بلکې دا ده چې دغه اغېز به د نيابتي سیالیو او په شخړو کې د لتاړ کيدو له لارې وي، که د اقتصادي ادغام، ګډو ګټو او متقابلې سوکالۍ له لارې.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.