سیوری

شریفه شریف

36

سړی تر ما مخکې روان دی. له شا کټ مټ د اتل په شان ښکاري، پلنې اوږې، خرمایي څڼې، او هماغسې په ټینګو او لویو ګامونو تګ. زه بې اختیاره خپل ګامونه چټکوم. اتل خو نه شي کېدای… خو څوک دی چې دومره د اتل غوندې ښکاري؟ ‎که رښتیا هم اتل وي؟ ‎له دې ګومان سره مې زړه ناڅاپه په درزا شي. په سینه کې مې یوه درنه غوټه پورته او ښکته کېږي. پښې مې سستې شي. ‎د اتل له مړینې ، نه له وژلو کلونه تېر شوي دي. قبر یې هم چا نه دی لیدلی. چا وواژه؟ څنګه؟ کله؟ هېچا څه نه دي ویلي. یوازې د کمونستانو د حکومت په وخت ګونګسې وې، یوه شپه د پلچرخي له سیمې د تراکتورونو درانه غرهاري اورېدل کېدل. له هغه غرهارو سره د انسانانو کړیکې او چغې هم ګډې وې. اوازه وه چې د شپې به بندیان ډله ډله له پلچرخي زندانه ایستل کېدل او په یوه لویه کنده کې به ښخیدل. ‎زما زړه تل راته ویل چې په هماغو کړیکو او چغو کې د اتل غږ هم ښخ شوی دی. اتل نور زما په ژوند کې نه و. یوازې یادونه یې پاتې وو. د خبرو ټوټې، د خندا انګازې، او د تېر وخت یو نیم روښانه انځور. ورو ورو آن په خوبونو کې هم نه راته. خو نن، دلته له کابل او پلچرخي نه سمندرونه او هېوادونه لرې په دې لمرلوېدونکي مازدیګر کې، زما مخې ته روان دا سړی یا اتل دی… یا یې سیوری. ‎ګامونه مې چټکوم. زنګنونه مې کمزوري کېږي. د زړه درزا مې تېزېږي. خو هوډ لرم چې د دې سړي مخ باید ووینم. هر څومره چې ګړندۍ ځم، ترې لا لرې کېږم. لکه په خوب کې غواړې منډه کړې خو پښې دې په ځمکه کې خښې وي. یا چیغې وهې، خو غږ دې نه اوچتېږي. خو دا خوب نه دی. ویښه یم. لمر لا نه دی لوېدلی. ورو ورو د لوېدیځ پر موسک افق خپله رڼا راټولوي. لکه پلو پر مخ کشوي. خلک هم د مازدیګر قدم وهلو ته راوتلي دي. څوک یوازې، څوک دوه کسیزه، څوک په وړو ډلو کې ګرځي. د چټکو قدمونو غږ مې د زړه له درزا سره ګډېږي. زه د خپلو قدمونو ټک… ټک… ټک اورم. خو هر څومره چې چټکه ځم، سړی رانه لا لرې کېږي. ورو ورو واړه کېږي. اندامونه یې نور نه پېژندل کېږي. یوازې یو خوځنده سیوری پاتې کېږي. زه هم لا چټکه ځم. زه او سیوری دواړه د لمرلوېدو افق په لورې روان یوو. خو سیوری ور نږدې کېږي او زه ترې برعکس لا لرې. ‎د سیوري رنګ د لمر له سره پلو سره ګډېږي. ورو ورو په یوه سره ټکي بدلېږي… او بالاخره د لمر د سره پلو په څنډه کې ورک شي. ‎درېږم. اوس د اسمان څنډه هم سره شوې ده. لمر خپلې څنډې راټولوي او پناه کېږي. غروب هره ورځ ښکلی وي. نن هم و، کله چې تازه راووتم. خو اوس راته غمجن ښکاري… لکه په وینو لړلی اسمان. ‎د مور خبره مې رایاده شي. ‎هغې به ویل:
– که چېرې کوم ځای کې وژنه شوې وي، اسمان په وینو لړلی ښکاري.
خدای خبر، د هغې شپې پر سبا چې اتل او ملګري یې وژل شوي وو ، اسمان به څومره سور ښکارېده. له وریځو به د باران پر ځای د وینو څاڅکي څڅېدل. غواړم بېرته وګرځم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.