زینې

شریفه شریف

36

نیمه شپه وه. د تاشکند هوا ملایمه لګېده. ښځې سا نیولې خپل بکس له ځانه سره د هوټل پر زینو پاس کشاوه. نا معلوم کس او ځاې ته یې ښکنځلې کولې:
– پر پدر مو لعنت شه په دې زینو.
ځوان سور مخې سړي په بیړه د هوټل دروازه خلاصه کړه او له ښځې یې بکس واخیست. ښځه وبونګیده
– زینو ستړې کړم. –
– وبخښۍ. ما ونه لیدۍ. –
– لفت خو به لرئ؟ –
– لرو یې خو کار نه کوي. راتلونکې اونۍ کې به جوړ شي. –
– اووف. دا یې لا بله. زه به دا یوه اونۍ، چې دلته یم څنګه تېروم.
ځوان ښځې ته وکتل. ښځې ته یې د سر په اشارې د دې د اتاق خواته د تګ بلنه ورکړه.
«««
سبا ته ښځې ګوګل کې د تاشکند د توریستي ځایونو نښې ولټولې. سر یې پر نقشو او نخښو خلاص نه شو. بیا هماغه ځوان ته، چې له بیګا شپې راهیسې د هوټل په رسیپشن کې په کار بوخت و، ودریده: –
– دا زه لکه چې غلط ځای ته راغلې یم. هر ځای چې د لیدو دی ، یو ساعت لار ده. ما خو داسې ځای غوښت چې ټولو ځایو ته نژدې وي.
ځوان یوه نقشه له مېزه واخیسته او ښځې ته یې ونیوله
ـ اغلې، دا د تاشکند موزیم دی. پنځه دقیقې د پښو لار ده. دا د امیر تیمور کورکانې موزیم او پارک دی . لس دقیقې لار ده، دا د تاشکند د ښار مرکزي پارک دی. د سړک ها خوا ده. د علیشیر نوایی موزیم هم همالته دی. دا نقشه در سره واخلئ؟ –
– را یې که. وګورم څه ګډې وډې لارې به یې ښودلې وي.
ځوان له کړکۍ نه دباندې وکتل. بیا یې په کمپیوټر کې سترګې خښې کړې
»»»
له دې وروسته به هره شپه چې ښځه له ملګرو سره د تاریخي او تفریحي ځایونو د لیدو او په ښار کې له ګرځېدو وروسته ستومانه هوټل ته راغله ، له ځوان رسیپشنست سره به یو ساعت په لابي کې کښېناسته او خبرې به یې ورسره کولې. کله چې به ښځه ناوخته راغله، ځوان به وپوښتله:
– څنګه مو‌ ناوخته کړ؟ لاره خو به مو نه وي ورکه کړې.
کله چې به ښځه راتله او ځوان به د مېز تر شا نه و، دا به ورته منتظره کښېناسته چې راشي . یوه شپه ښځه په ښار کې تر ناوخته وګرځېده. نقشه یې چیرته ولوېده. لاره ترې ورکه شوه. ناوخته هوټل ته ورسېده. د هوټل زینو ته لا نه وه ختلې چې ځوان په منډه راووت او د ښځې لاس یې ونیو:
– ډیر مو ناوخته کړ؟ لاره خو به مو نه وي ورکه کړې؟
– – ورکه وم. خو دا دی را ورسېدم.
– ته څنګه تر اوسه کار کوې؟ –
– تاسو ته مې سودا وه.
ښځې ته چې په پردي وطن کې یې کور او کورنۍ نه لرله ،د ځوان خواخوږي خوند ورکړ.
– وخت لرې ؟ راځه چې یوه ګړۍ کینو، خبرې وکړو. –
– هو . بالکل. زما کار خلاص دی. بس تاسو ته په تمه وم.
هغه شپه ښځه او ځوان تر ناوخته د هوټل په کفې کې سره کښېناستل او خبرې یې وکړې. ښځې ورته د خپل ژوند، د کورنۍ، د کارونو ، سفرونو او ذوقونو وویل. ځوان هم د خپل زړه خبرې ورسره شریکې کړې: –
– ډېره ارزو مې ده چې لوېدیځ هیواد ته لاړ شم. دلته پاسپورت او ویزه ډېر ګران دي. پلار و مور مې سره جلا شوي دي. زه مې له مور سره اوسېږم. د ورځې بل کار لرم. د شپې دلته یم. پروسږکال مې کوژده وشوه. په نجلۍ باندې میین وم. څو میاشتې مخکې ورته یو نفر چې لندن کې اوسېده، د واده سپارښتنه وکړه. زه یې پرېښودم. لاړه لندن ته. .
– دلته تاشکند کې تاسې هر څه لرئ. ولې غواړې لوېدیځ ته لاړ شې؟ –
– هو. مور مې هم همدا وايی. خو زه غواړم ازاد واوسم.
– ولې دلته ازاد نه یې؟ –
– ازاد یم خو ځان ازاد نه احساسوم. –
– ولې؟ څنګه؟
– نه یې شم درته ویلای. –
– له خپلې پخوانې میینې غچ غواړې واخلې؟
– نه. غچ نه شم اخیستی. هغه لاړه. د بل چا شوه.
– ته هم غواړې لندن ته لاړ شې.
– نه. لندن مې بد اېسي.
– اوس دې بله نجلۍ نه خوښېږي؟
– نه . نچونې ټولې لوېدیځوال خوښوي.
– ته هم لوېدیځ ته ځې چې نجونې دې خوښ کړي؟ –
– نه . زه لوېدیځ ته ځم چې له میینې نه ازاد شم. –
– ولې؟ فکر کوې په لوېدیځ کې میینه نشته؟ –
– یې به. خو بل څوک یې د لوېدیځ په نامه درنه نه شي تښتولی . –
– هلته یې بیا نور شیان درنه تښتوي.
– نور شیان نوي شیان دي. دا زاړه قیدونه دې ورک شي.
– نوي قیدونه دې نه ځوروي؟ –
– نه پوهیږم. غواړم ویې ازمویم.
»»»
په وروستۍ شپه چې سبا سهار وخته یې ښځه امریکا ته ستنېدله، زړه کې یې ورتېر شو چې د هوټل د ځوان کارکونکي نوم وپوښتي. دا شپږ اووه ورځې شپې چې یې له ځوان سره اشنایی ډېره شوې وه او هره شپه د یو بل خبرو او مجلس ته په تمه وو، د ځوان نوم یې نه و پوښتلې. بکس او شیان یې راټول کړل او لږه وخته د هوټل مېز ته لاړه چې له ځوان سره خدای پاماني وکړي او نوم یې وپوښتي. د هوټل د مېز ( کونټر)شاو خوا نوي مېلمانه ولاړ وو. د ځوان سترګې په کمپیوټر کې ښخې وې. ښځه د مېز یوې څنډې ته ودریده. د ځوان ور پام وشو
– هوايې ډګر ته ټکسي درته راوغواړم؟
– هو. مننه.
ځوان په بیړه د ښځې بکس واخیست او له زینو یې ښکته کړ. ټکسي والا ته یې څه وویل . ښځې ته یې د خداې پامانۍ په نښه لاس پورته کړ او په منډه له زینو نه هوټل ته وخوت . د مېز تر شا مېلمنو ته مخامخ ودرېد. ‎ ښځې د ټکسي له کړکۍ ځوان ته وکتل . د تاشکند سهارنۍ هوا سړه لګېده.
اپریل ۲۰۲۶
تاشکند، ازبکستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.