نن سهار چې روغتون ته د معاینې لپاره روانه وم، په ښاري اورګاډي کې ګڼه ګوڼه ډېره وه. ستړې وم او خوشحاله شوم چې د یو سپین ږیري سړي څنګ کې څوکۍ تشه وه. سړی چې پڼډ بالاپوش يې په ځان و او د وړیو تورې غټې خولۍ یې تندی پټ کړی و ، لاسونه یې تر ټتر اړولي ارام ناست و، موسېده. ما ویل ماته موسېږي چې تر څنګ یې کښېنم. کښېناستم. سلام مې پرې وکړ. هماغسې یې موسک راته وکتل . تر شونډو لاندې یې څه وویل خو د سلام ځواب یې رانه کړ.
د ټرېن دروازې لا نه وې پورې شوې چې اول د ماشومانو د شور او لوړو غږونو یوه څپه ټرېن ته راپورې وهل شوه او ورسره د ماشومانو یوه لویه ډله په ټرېم کې خپره شوه. اورګاډی، د لس دولسو ماشومانو غبرګو غږونو، چې غوښتل یې یو تر بل لوړ وي، په سر واخیست. ټول ، څلور – پنځه کلن هلکان او نجونې وې چې یو ځایي یې په یوه ساه خبرې کولې . په څوکیو د ناستو خلکو مخونه د یوې ډلې ماشومانو تر شا پټ شول. زما څنګلوري سړي ماته کتل او شونډې یې خوځېدې خو ما یې غږ نه شوای اورېدی. څو واره مې سر ورته نږدی کړ او غوښتل مې په اشاره یې پوه کړم چې غږ یې نه شم اوریدی. خو سړی لګیا و . څه یې ویل ، موسېده، کله ماته او کله یې له کړکۍ د باندې د زیرزمیني تیاره دیوالونو ته کتل. زه د ماشومانو د ګډ شور او د څنګلوري سړي له بې غږه خبرو سره سر بداله شوې وم. پوهېدم چې هیڅوک د هیچا خبره نه اوري. دا به ښایې د انسانانو ورځنی دود وي چې د یو بل خبره نه اوري. هر یو یوازې د خپل زړه خېرې اوري خو په ظاهره کې یو بل ته غوږ نیسي. ماشومان بیا دا تظاهر هم نه کوي. ټول یو ځای لګیا وي. د ټرېن د دروازو د خلاصېدو غږ شو. او بیا زر یې د تړلو شور شو .
چوپه چوپتیا خوره شوه. لکه د ساحل د شګو چوپتیا چې د اوبو څپې یې په غېږ کې ټینګې ونیسي او بیا یې ور خوشي کړي. ما ویل اوس به د څنګ سړي خبرې واورم.
– ماشومان ډېر شور کوي. تاسو څه ویل؟
سړی هماغسې موسک و او تر شونډو لاندې یې څه وویل. خو راته ویې نه کتل. بیا مې لږ په زوره وویل:
– تاسو مخکې څه ویل. ما نه شوای اوریدی؟ څه مو ویل؟
اورګاډی ودرېد. د روغتون تم ځای ته ورسېدم. زر پاڅېدم . مخکې له دې چې د سړي ځواب واورم ووتم. له ټرېن د باندې مې سړي ته وکتل. هماغسې موسک و او شونډې یې خوځېدې. سودا مې شوه . وامې نه ورېد چې څه یې ویل. ما ته یې ویل که ځانته؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.