تېره ورځ په کابل کې د ماشومانو پر سر رامنځته شوې لانجه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

39

تېره ورځ په کابل کې د ماشومانو پر سر رامنځته شوې لانجه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په کابل کې د تره د زامنو ترمنځ لومړی د ماشومانو پر سر لفظي شخړه شوې، چې وروسته د تره زوی وسله اخیستې او پر خپلې کورنۍ یې نېغ په نېغه ډزې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکو د مالوماتو له مخې، په دغه وسله وال برید کې بریدګر خپل تره او د هغه دوه واړه زامن په بېرحمانه توګه وژلي دي.

د ځایي خلکو په وینا، په دې خونړۍ نښته کې د دغې کورنۍ ۴ نور غړي هم سخت ټپيان شوي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د دې پېښې په اړه تر اوسه کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو رسمي غبرګون او د بریدګر د نیول کېدو په اړه مالومات نه دي په ډاګه کړي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.