د چارمغز حیرانوونکې ګټې او روغتیایي ارزښت

40

چارمغز یو له هغو مغز لرونکو خوړو څخه دی چې د بدن لپاره ډېر مهم غذایي مواد لري. پکې صحي غوړ، پروټین، فایبر، ویټامینونه او منرالونه شامل دي، چې د بدن بېلابېلو برخو ته ګټه رسوي.

۱ ــ د کولمو د روغتیا لپاره ګټور
چارمغز فایبر او طبیعي مواد لري چې په کولمو کې د ګټورو بکتریاوو وده زیاتوي. دا بکتریاوې د هاضمې سیستم ښه ساتي او د کولمو فعالیت منظموي.

ددې ګټې:
•د هاضمې ښه والی
•د قبض کمېدل
•د کولمو د التهاب خطر کمول
•د ګېډې پړسوب او ناراحتي کمول

۲ ــ د هډوکو پیاوړتیا
چارمغز د مسو (Copper)، فاسفورس، مګنیزیم او منګنیز ښه سرچینه ده. دا عناصر د هډوکو په قوي کولو او ساتنه کې مهم رول لري.

ددې ګټې:
•هډوکي قوي کوي
•د عمر په زیاتېدو د هډوکو د ماتېدو خطر کموي

۳ ــ د خوب کیفیت ښه کوي
چارمغز د ملاتونین په تولید کې مرسته کوي. ملاتونین هغه ماده ده چې د انسان د خوب وخت تنظیموي.

ددې ګټې:
•ژر خوب راوستل
•ارام او ژور خوب
•د بې‌خوبي ستونزې کمول
•د ذهني ارامتیا زیاتول

که څو دانې چارمغز د شپې لخوا وخوړل شي، د خوب کیفیت ښه کېدای شي.

۴ ــ د ویښتانو روغتیا او پیاوړتیا
چارمغز ویټامین E، بایوټین، اومیګا-۳ او انتي اکسیدنټونه لري چې د ویښتانو لپاره ډېر ګټور دي.

ددې ګټې:
•د ویښتانو ریښې قوي کوي
•د ویښتانو تویېدل کموي
•ویښتانو ته ځلا ورکوي
•د سر پوستکی سالم ساتي

۵ ــ د زړه لپاره ګټور
چارمغز اومیګا-۳ شحمي اسیدونه لري چې د زړه روغتیا ښه کوي.
•خراب کولېسټرول کموي
•د وینې فشار منظموي
•د زړه ناروغیو خطر کموي

۶ ــ د دماغو فعالیت ښه کوي
چارمغز د دماغ لپاره هم ګټور ګڼل کېږي، ځکه چې صحي غوړ او انتي اکسیدنټونه لري.

ګټې:
•حافظه قوي کوي
•تمرکز زیاتوي
•ذهني ستړیا کموي

۷ ــ د وزن کنټرول کې مرسته
که څه هم چارمغز کالوري لري، خو د فایبر او پروټین له امله انسان ژر مړوي.

هره ورځ:
۴ تر ۷ دانې چارمغز کافی ګڼل کېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.