په هلمند کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوه

33

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د فلج ناروغۍ یوه تازه پېښه ثبت شوې ده؛ هغه موضوع چې په هېواد کې د دې ویروس د دوام په اړه اندېښنې زیاتوي.
د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي چې پر دې ناروغۍ اخته ماشوم د هلمند ولایت د موسی‌قلعه ولسوالۍ کې پېژندل شوی او د ناروغۍ نښې یې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په دویمه څرګندې شوې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، له دې پېښې سره د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر څلورو ته لوړ شوی دی.
همداراز د روانې اوونۍ پر مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پولیو ویروس یوولس مثبت چاپېریالي نمونې هم ثبت شوې دي، چې په هېواد کې د دې ویروس د دوامداره خپرېدو څرګندونه کوي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.
د روغتیايي چارو کارپوهان باور لري چې د کورنیو بې‌ځایه کېدل، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د واکسین د ارزښت په اړه د خلکو ټیټه پوهاوی، د دې ناروغۍ د پراخېدو مهم عوامل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.