خرافات په ټولو ټولنو کې شتون لري, خو کله چې خرافات د دین ځای ونیسي، بیا ځیني کسان ځانونه د خدای استازي معرفي کوي.
په دې ویډیو کې دا افریقايي دعوه کوي چې د خدای لخوا ورته وحې شوې چې د نیل په سیند کې سپینې او خړې اوبه په ډانګ سره جدا کړي، خو د خپلو پیروانو په مخکې معجزه یې کار نه ورکوي، نږدې دی چې ډوب شي او د خلکو نه په تیښته بریالی کیږي.
څو ورځې د مخه یو کس د امریکا د سپني ماڼۍ په مخکې ډزې وکړې او ووژل شو. ویل یې چې ولې خلک په دی باور نه کوي چې دی عیسی (ع) دی.
مولوی حماسي د جنت نه د پسونو د راوړلو خبره کوله او دا یې هم ویل چې د سیند رڼې اوبۍ د ښکلو هلکانو په طرف زور کوي. خلیفه دین محمد هم د لرې واټن نه د دوه ښځو د القاح کیدو خبرې کوي. دغه غږیز کلیپ کې د علم په ضد او د ښځو په مسایلو بحث کوي چې دیني علومو کې هم ښځو ته د حیض او نفاس نه زیاتې زده کړې پکار نه دي. د خلیفه دین محمد دین، د مریدانو او شیخانو خوبونو لیدل او تعبیر دی.
په پنجشیر کې یو کس پخوا هم د پیغمبرې دعوه کوله او اخر لیونې ثابت شو.
د اسرایلو د امنیت وزیر د یهودیت په نوم د ماشومانو او ښځو بیرحمانه وژنو او د خلکو د شکنجې او زورولو نه د یهودیت د مذهب د وارثینو او مدافعانو په نوم، خوند اخلي. اوهمداسې نورو غیرې سماوي مذاهبو کې لکه هندویزم، بودایزم، سکهیزم، شنتو، کنفیوشنیزم زردشتیزم / مجوسي مذهب، انیمیزم (د طبیعت او ارواحو عبادت)، شمنیزم، بهائیزم او نورو دینونو او کلټونو (مذهبي او غیر مذهبي ډلې او ګروپونه) کې هم همداسې خرافاتو ځای نیولې دی.
د دیموکراسې په نوم مبارزه کې هم خرافاتو ځای نیولې و او دی چې هر څوک هر څه غواړي، هغه باید وکړي ځکه همدې ته دوی ازادي او دیموکراسي وایي چې ځانونه لوڅ، خرڅ او د نورو مذاهبو او قومونو ته کنځلې وکړې. حال دا چې دیموکراسي په اصل کې د قانون حاکمیت او ولسواکۍ ته وایي.
د قومیت په نوم مبارزه کې همدا حال دی چې د قوم په نوم چې هر څوک هر جنایت کوي او هر څه وایي، خپل کسان یې ورته برئت ورکوي او وایي فرق نه کوي ځکه د قوم د نوم او شعار لپاره مبارزه کوي حال دا چې همدا شعاریان په حقیقت کې د خپلو قومونو او خلکو سره جفا کوي. دا ټول افراط او تفریط دی.
نړۍ د افراطي حالت نه د اعتدال خواته روانه وه خو نن سبا د همدغه کلت د ډلو د مشرانو، پیروانو او یا د پپلوستي سیاست له امله بیرته د خرافاتو او افراطیت خواته مخه کړیده.
خبره دا نه چې د دغه ډلو افراطي کلټي مشران څه وایي او څه کوي، بدي په دې کې ده چې ولې یو شمیر کسان د دوی متابعت او حمایت کوي؟ که د یوې ټولنې عقده من او فکري مریضان د دغه ډول مشرانو پیروي او حمایت ونکړي، د دوی ډلې هیڅکه نشي تقویه کیدلې.
په فکري لحاظ مریضان چې د خپلو مریضو لپاره د تداوې بله لار نه ګوري، بیا د افراطي نظریاتو او افراطي مشرانو پلوي کوي. ځکه همیشه یادونه کوم چې د فزیکي ابادې نه فکري مثبت تغیر مهم دی.
پدی توګه څومره چې خرافات په ټولنه کې رشد کوي او زیاتیږي او خرافات د دین ځای نیسي، هماغومره ټولنه وروسته پاتې کیږي، منابع کمیږي او جنګونه زیاتیږي.
د فزیکي او فکري ابادې تر منځ تړاو
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.