د مارچ اتمه، د میرمنو د ورځې په مناسبت: عشق، غریزه او درناوی

سرلوڅ مرادزی 

52

د مارچ اتمه، د میرمنو د ورځې په مناسبت: 

عشق، غریزه او درناوی! 

څوک يي په سره کمربند میین شو(۱) 

څوک يي یوازې د زلفو په ول کې بند پاتې دي 

څوک يي د تګ قدمونه شمېري(۲) 

چا يي ونه، سروه وبلله 

ځینې يي د لباس په ستاینه زړه ته تسل ورکوي 

څوک يي تصویر په جیب کې ګرځوي او په نیمه شپه کې پرې زړه ټکوروي 

چا يي یوازې سترګې یادې کړې او نورو يي د بدن بله برخه! 

د بدن د برخو د ستاینې په سیالۍ کې له ډېرو انساني درناوی هېر شو! 

د ستاینو ډیری برخه په عشق او غریزې راټولې دي. 

دلته د درناوۍ برخه یا نشته، یا ډېره کمه لېدل کېږي. 

پر درناوۍ باندې د عشق او غریزې غلبه، زموږ د انساني ودې کچه په ګوتو کوي! 

ترڅو چې د عشق سره درناوی نه وي ملګری، موږ هلته د عشق نه بلکې د غریزې خبره کوو. 

موږ لا تر اوسه د عشق، غرېزې او درناوۍ ترمنځ مناسب تنا سب ته نه یوو رسېدلي! 

د مارچ اتمه، د همدغه عدم تناسب د سمون په پار هرکال لمانځل کېږي! 

یادوونه: 

(۱ ) اېټالوی مشهور شاعرFrancesco Petrarca ته اشاره ده. ویل کېږي چې هغه په Laura  نومې جینۍ میین شوی وو.نوموړي هغه په لومړي ځل په سره کمربند کې لېدلی وه. وروسته يي د هغې په اړه ۳۶۶ شعرونه وویل. 

(۲ )  یوه ټپه کې وايی:  

په قدمو دې خدای میین کړم 

ما ته په لویه لار کې واخله قدمونه 

سرلوڅ مرادزی 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.