به غني گک ات زنگ بزن! زما د ژوند خاطرې

عبدالنافع همت

1
به غني گک ات زنگ بزن!
زما د ژوند خاطرې
په ٢٠٢٠ کال کې مې په کابل کې له ازادۍ راډیو سره کار کاوه او دفتر مو د شش درک سیمې د ناشناس په کوڅه کې و، چې هغه مهال د ملي امنیت د پخواني رئیس (نبیل) په نوم مشهوره وه.
یوه ورځ راباندې ناوخته شو او د عملې موټر راڅخه ولاړ، زه مجبور شوم، چې په ټکسي کې د عیدګاه له لارې شش درک ته ولاړ شم. د ساعت له برج سره عسکرو ټکسي ودراوه او یو عسکر رامخکې شو، ویل کارډ راکړه، ما د ازادۍ راډیو کارډ ورښکاره کړ، ویل نه د موټر کارډ راکړه. ما ویل دا خو ټکسي موټر دی هر ځای ته د تلو اجازه لري، شخصي موټر خو نه دی، چې شش درک ته د ننوتلو کارډ دې ولري، خو عسکر زما خبره و نه منله، ویل خدای یو مالګې تروې دي که ولاړ شې، ټکسي چلوونکي ته یې وویل، چې دی کښته کړه او ته بیرته وګرځه!
په هغه ورځ هوا ډېره سړه وه او واوره هم یخی شوې وه، ما ویل زه معلول یم لاره ښوی ده پر پښو نه شم تلای، خو په قومي وایرس ککړ عسکر په ډېرې سپین سترګۍ راته وویل: او لنگ نه گپ ات قبول دارم و نه کارت خبرنگاری ات، فهمیدی؟ اگر زورت میرسد به غنی گک ات زنګ بزن.
په دې خبره سخت درد راغی، چې عادي عسکر ولسمشر په داسې سپک نوم یاد کړ، ما ویل ډاکټر اشرف غني که بل هیڅ نه وي د هیواد یو سپین ږیری خو دی، د سپین ږیري احترام خو هم زموږ د دین او هم د کلتور برخه ده، بل دا چې دا سپین ږیري په داسې نوم یادېږي، چې د ملت وقار ورسره تړلی دی، که خلک ځنې ناراضه دي خپل عسکر خو یې باید اطاعت او عزت وکړي، ځکه د دې نظام امتیاز اخلي.
دا نو یوازې د یوه عسکر بې ادبي نه وه، په نظام کې ډېر داسې وزیران، معینان، رئیسان، والیان، قوماندانان، جنرالان، ښاروالان، سفیران او نور لوړپوړي چارواکي ول، چې هم یې د نظام امتیاز اخیست او هم یې په پټه او ښکاره د نظام پښې وهلې.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.