په معاصرې نړۍ کې د ښځو مشرولي یا لیډرشپ یوه مهمه او څو اړخیزه موضوع ګرځېدلې ده. که څه هم ښځو د تعلیم، اقتصاد او سیاست په ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ کړی. خو لا هم په لوړو مدیریتي او د رهبرۍ په مقامونو کې د هغوی ونډه د نارینه وو په پرتله کمه ده. دا پوښتنه چې «ایا ښځې د مشرتابه لپاره لېوالتیا لري؟» یوازې یوه ساده پوښتنه نه ده، بلکې د ټولنیزو جوړښتونو، فرهنګي تمو، سازماني چاپېریال او د یو فرد په توګه په ځان د باور لرلو ترمنځ د ژور تعامل نتیجه ده.
د ښځو د مشرتابه د کموالي بحث ډېری وخت د وړتیا پر محور تاوېږي، خو معاصرو علمي څېړنو دا روښانه کړې چې موضوع یوازې د مهارتونو نه، بلکې په ځان ډاډمنتیا، ټولنیزو رولونو او ذهنیتونو سره تړلې ده. ډېری ښځې، که څه هم مسلکي وړتیاوې لري، خو د لوړو یا د رهبرۍ د موقفونو لپاره ځان وړ نه ګڼي. دا حالت د ټولنیز رول له تیورۍ سره تړاو لري، د همدې له مخې ټولنه نارینه د سیالۍ، واک او پرېکړه کوونکي رولونو لپاره چمتو کوي او ښځې د همکارۍ، پالنې او اړیکو جوړولو رولونو ته هڅوي.
په همدې اساس، کله چې د مشرتابه دودیز معیارونه د قاطعیت، سخت دریځۍ او لوړو سیالیو پر بنسټ تعریف شي، نو ښځې ښايي له خپل ځان سره دا احساس وکړي چې دوی د دې رول لپاره مناسبې نه دي، حتی که وړتیاوې یې هم ولري. دا پدیده چې اکثره (Glass Ceiling) بلل کېږي، هغه پټو خنډونو ته اشاره کوي چې ښځې د لوړو مقامونو ته له رسېدو منع کوي.
د مشرتابه لپاره په ځان ډاډمنتیا د دې بحث یو مهم مفهوم دی. په ځان ډاډمنتیا هغه باور دی چې یو فرد یې په خپله وړتیا لري، څو یو مشخص کار په بریالیتوب سره ترسره کړي. کله چې ښځې د مشرتابه په اړه خپل باور ټیټ وارزوي، طبیعي ده چې د مشرتابه لپاره یې لېوالتیا هم کمه شي. څېړنې ښيي چې نارینه اکثره وخت خپل مهارتونه لوړ ارزوي، حال دا چې ښځې په خپل ځان سختې نیوکې کوي او د ځان وړتیا او توان کم ګڼي.
په تجربوي مطالعاتو کې لیدل شوې چې مثبت فیډبک یا ملاتړ کوونکې نظر کولی شي د ښځو په ځان باور لرل لوړ کړي. کله چې ګډونوالو ته د مشرتابه اړوند مثبته ارزونه ورکړل شوه، د مشرتابه لپاره د هغوی لېوالتیا زیاته شوه. دا پایله څرګندوي چې ستونزه یوازې داخلي نه ده، بلکې د بهرني تایید او ټولنیز ملاتړ کمښت هم اغېز لري. که سازمانونه او تعلیمي بنسټونه د ښځو وړتیاوې په ښکاره ډول وستایي او ملاتړ یې وکړي، نو د مشرتابه لپاره یې چمتووالې او لېوالتیا دواړه لوړېږي.
د ټولنیز چاپېریال بڼه هم مهم رول لري. د همکارۍ محور چاپېریالونه، چې په کې ګډ کار، مشوره او مشارکت ارزښت لري، د ښځو لپاره مناسب ګڼل شوي دي. برعکس، هغه چاپېریالونه چې ستونزمنې سیالۍ او فشار ته لومړیتوب ورکوي، ښايي د ښځو د مشرتابه لېوالتیا راکمه کړي. خو مهمه دا ده چې دا توپیر مطلق نه دی. کله چې په ځان متکي کېدنه لوړه شي، ښځې په هر ډول چاپېریال کې د مشرتابه وړتیا ښيي.
په نړیواله کچه بېلګې ښيي چې ښځینه مشرتابه د عقلاني تصمیم، ثبات او د بحرانونو د مدیریت په برخه کې اغېزمن رول لوبولی دی. د بېلګې په توګه، Angela Merkel د جرمني د صدراعظمې په توګه د څو مهمو نړیوالو ستونزو پر مهال د ثابتې او تحلیلي مشرولۍ روښانه بېلګه وه. هغې د ۲۰۰۸ نړیوال اقتصادي بحران پر مهال د مالي احتیاط او تدریجي اصلاحاتو سیاست غوره کړ څو اقتصادي ثبات وساتل شي. همدارنګه د اروپا د کډوالو د کړکېچ پر مهال یې د بشري ارزښتونو پر بنسټ پرېکړې وکړې او د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال یې خپلې پالیسۍ تر ډېره د علمي مشورو او د عامې روغتیا د متخصصینو پر سپارښتنو ولاړې وی.
همدارنګه، Jacinda Ardern د نیوزیلنډ د صدراعظمې په توګه د کړکېچونو پر مهال د همدردۍ او چټک اقدام یو پیاوړې ترکیب وړاندې کړ. د ۲۰۱۹ کال د د کرایسټچرچ په جوماتونو د بریدونو نه وروسته هغې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او په لنډ وخت کې یې د وسلو د قوانینو د اصلاح لپاره ګامونه واخیستل. د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال هم د روښانه عامه اړیکو او بېړنیو محدودیتونو له لارې د ناروغۍ خپرېدل تر ډېره مهار کړل.
دا بېلګې څرګندوي چې اغېزمنه مشرولي یوازې د ځواک ښودلو تر حده محدوده نه ده، بلکې د باور رامنځته کول، ټولنیز یووالی او د مشورو پر بنسټ مدیریت هم پکې مهم رول لري.
په پایله کې دا چې د ښځو د مشرتابه د کموالي مسئله باید یوازې د فردي انتخاب په توګه ونه لیدل شي. دا یو سیسټماتیکه، ټولنیزه او رواني موضوع ده. که ښځو ته د برابر فرصت تر څنګ مثبت ملاتړ، روزنه، رول ماډلونه او عادلانه چاپېریال برابر شي، نو د مشرتابه لپاره به یې لېوالتیا په طبیعي توګه زیاته شي. ټولنه باید د مشرتابه تعریف له جنسیتي چوکاټه وباسي او پر وړتیا، اخلاقو او اغېزمنتیا یې وتړي.
په همدې توګه، د ښځو مشرتابه نه یوازې د جنسیتي عدالت مسئله ده، بلکې د ټولنیز پرمختګ، اقتصادي ثبات او د پایدارې رهبرۍ بنسټ هم جوړوي. هغه سازمانونه او هېوادونه چې ښځو ته د رهبرۍ فرصت ورکوي، د نوښت، شمولیت او انساني ارزښتونو په برخه کې مخکښ پاتې کېږي. د ښځو د مشرولۍ ملاتړ کول په حقیقت کې د ټولنې د راتلونکې ملاتړ کول دي.
Comments are closed.