د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځو پر ورتګ بندیز شپږ میاشتې وشوې

33

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې خبر ورکړی چې شاوخوا شپږ میاشتې پوره شوې چې طالبانو افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارمندانو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

په یوې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن ویلي دي چې دغه بندیز په ۸۰ کلن تاریخ کې د ملګرو ملتونو لپاره بې ساري اقدام دی.

راپور کې راغلي، د دغو شپږو میاشتو په اوږدو کې افغان ښځینه کارکوونکو د خپل مشرتابه، مسلکي وړتیا او ژمنتیا په څرګندولو سره د افغانانو خدمت ته دوام ورکړی، سره له دې چې د دفترونو ته د داخلېدو حق یې نه درلود.

اعلامیه ټینګار کوي چې ملګري ملتونه او د هغوی همکاران نشي کولای د افغان ښځو او نجونو اړتیاوو ته په خوندي او کلتوري مناسبه بڼه ځواب ووایي، پرته له دې چې ښځینه کارکوونکې خپل کارونه په بشپړ ډول ترسره کړي.

سازمان خبرداری ورکړی چې هر څومره چې دغه محدودیتونه دوام وکړي، د ژوند ژغورونکو خدماتو کیفیت او لاسرسی به اغېزمن شي، او افغان ښځې او نجونې به له اړینو مرستو محرومې پاتې شي.

اعلامیه د دې اړتیا هم روښانه کوي چې مرستې باید د ښځو له خوا، ښځو ته وړاندې شي.

سوزان فرګوسن په پای کې ویلي چې د ښځو نړیواله ورځ یوه موقع ده چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو ملاتړ وکړي او له طالبانو وغواړي چې دا بندیز ژر تر ژره لغو کړي، ترڅو ښځینه کارکوونکې د خپلو دندو د ترسره کولو حق ولري او د افغانانو لپاره خدمت ته دوام ورکړي.

طالبانو شپږ میاشتې وړاندې سربېره پر دې چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لګولي دي، د ملګرو ملتونو دفترونو ته هم د افغان ښځینه کارکوونکو ورتګ منع کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.