د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په مناسبت
د نجونو د زده کړو ملي کمپاین اعلامیه
د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۲۰مه
نن، د ټولنیز عدالت په نړیواله ورځ، موږ د هغو میلیونونو نجونو غږ یو چې ارمانونه یې د ښوونځیو د تړل شویو دروازو تر شا نيمګړي پاتې دي. ټولنیز عدالت یوازې یو حقوقي اصل نه دی؛ دا د انسانیت جوهر دی. هېڅ ټولنه تر هغو د عدالت دعوه نه شي کولای، چې نجونې يې له خپل بنسټیز انساني حق—د زدهکړې له حقه—محرومې وي.
زدهکړه هغه رڼا ده چې د تبعیض تيارې محوه کوي؛ هغه قلم دی چې د نابرابرۍ ځنځیرونه ماتوي؛ او هغه نجلۍ چې زدهکړه کوي، یوازې خپل راتلونکی نه، بلکې د ټول ملت راتلونکی جوړوي.
نن موږ اعلان کوو چې د نجونو د زده کړو مبارزه، د عدالت مبارزه ده؛ د کرامت، برابرو فرصتونو، او د داسې ټولنې لپاره مبارزه ده چې په هغې کې هېڅ ماشوم د خپل جنسیت له امله د پوهې له رڼا څخه بېبرخې نه پاتې کېږي.
له معنوي اړخه په دې مهمه او لویه ورځ، موږ په لوړ غږ وایو:
هغه نظام چې د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي او له عدالت څخه سرغړونه کوي، نه شي کولای چې د مشروعيت او اسلامي نظام دعوه وکړي. مشروعیت د عدالت له زړه راټوکېږي، نه له زور او محروميت څخه.
هغه واکمني چې د ټولنې نیمه برخه د کار، زدهکړې او کرامت له حق څخه بېبرخې کوي، حق نه لري چې له خلکو نه د اطاعت او ملاتړ تمه وکړي.
تاریخ شاهد دی چې بېعدالته نظامونه، که هر څومره ځواکمن ښکاري، محکوم په زوال وي؛ ځکه هېڅ ځواک د آزادۍ، پوهې او کرامت لپاره د انسان د ارادې پر وړاندې نه شي درېدای.
عدالت د انسانيت، اسلام او يوه مشروع نظام اساسي رکن دی او د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړل په واقعيت کې د جهالت ملاتړ او له انساني او اسلامي ارزښتونو سره ښکاره مخالفت او دښمني ده.
پنځم تعليمي کال راروان دی، چې د نجونو ښوونځي تړل شوي. نور هېڅ پلمه او دروغ نه شي کولی نجونې د زده کړو له حق څخه بې برخې کړي. موږ پر اوسنيو واکمنانو غږ کوو، چې نور دې له عدل، پوهې او ملي ګټو سره له دښمنۍ لاس واخلي او ځان دې د تاريخ له محاکمې څخه وژغوري.
موږ له ټولو کورنیو، بنسټونو، ټولنیزو شخصيتونو، ولسي مشرانو او ویښو وجدانونو څخه غوښتنه کوو چې د حق او عدالت لپاره زموږ ترڅنګ ودرېږي. راځئ د هغو نجونو غږ شو چې پر غږونو يې بنديز دی. راځئ چې لاسونه سره ورکړو او د زدهکړې له حق څخه د هرې نجلۍ د يو مسلم او نهانکار کېدونکي حق په توګه دفاع وکړو.
عدالت هغه وخت معنا پیدا کوي چې هېڅ نجلۍ له ښوونځي پاتې نه شي.
دا زموږ ژمنه ده. دا زموږ لار ده. دا زموږ راتلونکی دی.
عدالت د زدهکړې له دروازې پیلېږي
د نجونو د زده کړو ملي کمپاین
اعلامیهٔ کمپاین ملی آموزش دختران
به مناسبت روز جهانی عدالت اجتماعی
۲۰ فبروری ۲۰۲۶
امروز، در روز جهانی عدالت اجتماعی، ما صدای میلیونها دختری هستیم که رؤیاهایشان پشت دروازههای بستهٔ مکتب مانده است. عدالت اجتماعی تنها یک اصل حقوقی نیست؛ نفسِ انسانیت است. هیچ جامعهای نمیتواند ادعای عدالت کند، در حالی که دخترانش از ابتداییترین حق انسانی حق آموزش محروم باشند.
آموزش، چراغی است که تاریکی تبعیض را میشکند. قلمی است که زنجیرهای نابرابری را میگسلد. و دختری که آموزش میبیند، نه تنها آیندهٔ خود، بلکه آیندهٔ یک ملت را میسازد.
امروز ما اعلام میکنیم که مبارزه برای آموزش دختران، مبارزه برای عدالت است؛ مبارزه برای کرامت، برای فرصت برابر، و برای جامعهای که در آن هیچ کودک به دلیل جنسیتش از نور دانش محروم نشود.
در همین روز بزرگ، ما با صدای بلند میگوییم:
هیچ نظامی نمیتواند با پایمال کردن عدالت و حقوق دختران و زنان، ادعای اسلامی بودن و مشروعیت کند. مشروعیت از دل عدالت میجوشد، نه از محرومسازی و نه از زور.
حکومتی که نیمی از جامعه را از حق آموزش، حق انتخاب و حق کرامت محروم سازد، نه میتواند از مردم انتظار اطاعت داشته باشد و نه حمایت.
تاریخ گواه است که نظامهای بیعدالت، هرچند قدرتمند بهنظر برسند، سرانجام محکوم به زوالاند؛ زیرا هیچ قدرتی نمیتواند در برابر ارادهٔ انسان برای آزادی، آگاهی و کرامت ایستادگی کند.
عدالت رکن اساسی انسانیت، اسلام و یک نظام مشروع است، و بستن دروازههای مکتبها به روی دختران در حقیقت حمایت از جهالت و مخالفت و دشمنی آشکار با ارزشهای انسانی و اسلامی میباشد.
اکنون پنجمین سال تعلیمی در حال فرارسیدن است، و مکاتب دختران همچنان بسته ماندهاند. دیگر هیچ بهانه و دروغی نمیتواند دختران را از حق آموزش محروم سازد. ما از حاکمان کنونی میخواهیم که از دشمنی با عدالت، دانش و منافع ملی دیگر دست بردارند و خود را از محاکمهٔ تاریخ نجات دهند.
ما از همهٔ خانوادهها، نهادها، رهبران اجتماعی و وجدانهای بیدار میخواهیم که در کنار ما بایستند. بیایید صدای دخترانی باشیم که صدایشان خاموش شده است. بیایید دست در دست هم، آموزش را به حق غیرقابل مذاکرهٔ هر دختر تبدیل کنیم.
عدالت زمانی معنا پیدا میکند که هیچ دختری از مکتب باز نماند.
این تعهد ماست. این راه ماست. این آیندهٔ ماست.
عدالت از دروازهٔ آموزش آغاز میشود
کمپاین ملی آموزش دختران
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.