!د جلال اباد ښار نوستلژي 

50

د جلال اباد ښار د هېواد ژمنۍ پلازمېنه ده. دې ښار کې د اعلیحضرت امیر حبیب الله خان او د هېواد د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان مزارونه پراته دي. په ۱۹۸۹ کې د پښتنو د ستر قاید او زعیم فخر افغان پاچاخان په مزار هم دا ښار لا ویاړمن شو. 

جلال اباد که په تېرمهال د بودایې تمدن یو لوی مرکز تېرشوی چې ښه بېلګه یې لرغوني تاریخي هډه ده، بلخوا دا ښار د خیبرپه دره لکه د پېښور پشان د لروبر افغان د پیوستون ټاټوبی هم دی. 

د جلال اباد په یوه کوچنۍ ساحه کې د سپین جومات تر څنګ، د سیک وروڼو درمسال، د هندوانو مندر، د جلال اباد ننداري، د ښاروالۍ او سپینغر سینماوې داسې سره نږدې پرتې وې چې تر یو کیلو متر له شعاع یې هم واټن کم وو. دا متنوع ترکیب څرګندوي چې د دې ښار خلک او ولسونه څنګه یو د بل عقایدو او ګروهو ته درناوي لري، څنګه خپل شریک کلتور پالي او څونه یو د بل وروڼه، خواخوږي او عزیزان دي! 

موږ چې درونټه او وروسته د ښار په ششم باغ کې د طب محصلان وو، هر کال به په اپریل میاشت کې د سیکانو کالنۍ میلې ته چې د سرخرود په سلطانپور کې به ترسره کېده، نندارې ته ورتللو او میلې ته به له هندوستان او د هېواد له نورو برخو په سلګونو سیک وروڼه د میلمنو پتوګه راتلل. هلته به داسې صمیمت او درناوی وو چې اغیز به یې د کال تر بلې میلي پورې د خلکو په زړونو کې تازه پاتې وو. 

په څلویښتمو کلونو کې چې د بېسودو پل جوړ شو، جلال اباد ژمې کې د ټولو هېوادوالو په تېره بیا د کابلیانو او د بهرنیو توریستانو او هیپیانو لپاره د میلې خوندي ځای وو. له کابل او نورو سیمو به راغلو هېوادوالو د بېسودو پل پر شاخوا کاغذ پرانونه الوځول او څو میاشتې ژمی به میله وه. 

د بېسودو پل د ښار پر غاړه به کمپونه لګېدلي ول. ټول ژمي او په تېره بیا هره جتازه معې شپه به هلته یوه لویه میله وه. د بهرنیانو کمپونو کې به ډیسکو ګانې چالان وې. امریکايي او اروپايي هیپیان چې تر اوږده  واټن او ستومانه سفر به جلال اباد ته رسېدلي ول، په دې کمپونو کې په ګروپي ډول ګیتارونه غږول. هر ډول مشروبات په دې کمپونو کې ازاد ول. په افغاني کمپونو کې به هم میله وه، په ځینو کې به سندغاړو بدلې ویلې. ښار کې به هم جم جوش وو او د ښار کوڅې به د کابل له نجونو او هلکانو ډکې وې. د نجونو مینې ژوب لنډې جامې دود وي. هرخوا به د ځوانانو په کړس کړس خنداوې تر غوږ کېدې. ارواښاد عبادالله ځوانمل چې زما ټولګیوال وو، یو ماښام د سرک پر سر د یوې ډلې ځوانانو سره چې له کابله تازه راغلي ول او ده ورسره پېژندګلوو درلوده، مخامخ شو. په دغه ډله کې نجونې او هلکان یوځای ول. ده له ټولو څخه په روغبړ کې مچوکې واخیستې. هیچا بده ونه ګڼله او موږ ټول لکه د یوې کورنۍ غړې په چکر سره ښار کې وګرځېدو. 

کله چې اروپا ته راغلم، دلته ما ته د جلال اباد ښار د هغه مهال سرګرمۍ او میلې رایادې شي. موږ به له درونټې په دولتي (طب پوهنځي) بس کې ماښام ښار ته تللو او تر میلې وروسته به په ۱۲ بجو بیرته درونټې ته ورتللو. 

جلال اباد چې ډېر وخت د هېواد ژمنۍ پلازمېنه وه، هغه مهال په ریښتیا پلازمېنې ته پاتې کېده! 

«زما د ژوند سفرلیک» له کتابه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.