په کابل کې د داعش برید او د پنجاب د تمساح اوښکې 

سرلوڅ مرادزی 

54

په رسنیو کې پرله پسې ویل کېږي چې د خیبر په تیرا، د پنجابي پوځ په عملیاتو کې د دې سیمې په زرګونو اصلي اوسېدونکي په زور او تشدد ایستل کېږي او له سیمې په ناڅرګند برخلیک کوچ ته اړ کېږي! 

د پنجابي پوځ پلان دا دی دې سیمه کې چې د تیرا غرنۍ او ځنګلي برخه ده، د داعش سلګونه وسلوال ځای پرځای کړي. باخبره سرچینې وایې« په تیرا سیمه کې پیل شوي پوځي عملیات په اصل کې د داعش ډلې د یوه مهم قومندان (حافظ زبیر موحد) لپاره د سیمې د خالي کولو اقدام دی چې له خپلو سلګونو وسلوالو سره اوس په تیرا کې ځای پر ځای شوی.خراسان ميديا» 

حافظ زبیر موحد مخکې د لښکر طیبې غړی وو چې د ISI په لارښوونه اوس د خراسان د داعش یو قومندان ګڼل کېږي. لښکر طیبه هغه خونړی سازمان دی چې وخت په وخت د هندوستان په کشمیر کې بریدونه کوي. 

د داسې هېښوونکو خبرونو سره هممهال، د کابل نوي ښار په چیني (چاینیز نوډل) رستورانت کې یوه مرګونی چودنه وشوه چې د یو چیني اتباع سربېره پکې ۶ تنه افغانان ووژل او د ۱۳ تنو په شاوخوا کې ټپي شول. د دې چاودنې مسوولیت د خراسان داعش ډلې په خپله غاړه واخیست. 

ویل کېږي کابل کې د دغه انفجار پلان د پېښور په ختیځ، د نوښار په سیمه کې د داعش د یو مرکز لخوا ترتیب شوی. په دغه مرکز کې تر ۵۰ ډېر د داعش غړي روزل کېږي او لارښوونه یې د خالدالبنات په نوم د یو تن لخوا کېږي چې د ISI ادارې سره په همږۍ فعالیت کوي. 

که څه هم په دغه چاودنه کې د پنجابي استخباراتو پته لکه لمر څرګنده ده، خو د پنجاب لوړپوړي چارواکي د افغانانو او خپلو خلکو د تېرایستلو او په تېره بیا د چین د رضایت لپاره، په خپل لاس ترسره کړې چاودنې سره یوځای، د تمسح اوښکي تویوي!

اصف علي زرداري چې ځان د پنجاب ولسمشر بولي د ولسمشرۍ له دریځه نه، بلکې د خپل ګوند پیپل پارټي له اړخه د کابل د تازه چاودنې غندنه کوي « ښاغلي زرداري د پاکستان پیپلز ګوند له لوري په دې هکله یوه پیغام کې وایې: ”ولسمشر د ټپیانو او د هغوی له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د هغوی د ژر رغېدو دعا یې وکړه. هغه د چینایي اتباعو روح ته درناوی وړاندې کړ» 

په افغان خاوره د داسې چاودنو په اړه، د ډېرو په اند د پنجابي واکمنو غندنې د افغانانو په خاطر نه دی، بلکې د چین د اتباعو په تړاو دي چې یوخوا یې په افغانستان او پاکستان کې د داعش سره په همږۍ وژني او بلخوا غواړي په داسې درواغجې او مکارې خواخوږۍ له چین څخه څه راوشکوي! 

د پيپلز پارټي له پورته غندنې پرته، چې دا پارټي د چین سره د ذوالفقاربوټو له له پیر راهیسي دوستانه او د ملګرتوب اړیکې لري، بل هيڅ پنجابي واکمن په کابل د داعش دا چاودنه نه ده غندلې. 

برعکس د جنورې په ۲۰مه له چاودنې یوه ورځ وروسته، د پنجاب لومړی وزیر شهباز شریف د ګواښ په ژبه وایې« افغانستان باید څرګنده پرېکړه وکړي چې ایا غواړي په سوله کې ژوند وکړي که نه؟» 

د چاودنې په مهال او د کابل سره دا ډول ژبه، څرګندوي چې پنجاب داعش ډلې ته د افغانستان په وړاندې د مارش دستور صادر کړی وي. په تیرا او ډیورند استعماري کرښې ته نږدي له کراچۍ او د پاکستان له نورو سیمو څخه د داعش د مرکزونو انتقال، د نوې لوبې او جګړې څرګندې نښې دي. 

د کابل واکمنو ته په کار ده چې د پنجاب لخوا د هېواد په وړاندې د جګړې نویو پرمختیاوو ته په جدي توګه پام وکړي. بلخوا دا هم  څرګنده ده  چې طالب د داعش او د پنجاب د نویو جګړه ایزو توطیو په وړاندې په یوازې ځان اغیزمن نه شي جنګېدلی. دا یې وخت دی چې ټول افغانان په وطن راغونډ کړي. خپله غېږه او حوصله پراخه کړي او په کابل د یوه قوي مرکز د بدلېدو له لارې پنجابي او د افغان او هېواد بل هر دښمن ته یو موټي او یو سوک شي. 

بری د افغانانو په ګوښه کېدو نه حاصلېږي، بلکې هغه په یووالی او په یوه مرکز د افغانانو په راټولېدو کې پروت دي! 

د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۲۱ مه 

سرلوڅ مرادزی 

ښځه او د ملا له خولې د هغې بدل انځور /۴

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.