فلشمن له یادښتونو څخه/ ۷

همایون دوست

55
…. سترګې مې چې وغړیدلي، زه د شکنجو په تخته تړل شوي او کړونکو ازار لاندې ګلشاه کله به د تورو مارانو په چیچلو ګواښلم، کله به یې نورې خندۍ راباندې کولي، له وجود نه مې وینو دارې وهلي، سر راباندې ګرځیده، ستړی او مات وم، چې ناڅاپه خاموشي شوه، مخ مې چې واړاوه، د دروازې په درشل کې، په ظاهري سر او صورت، د منځنې ونې په قامت، د استواری سینې یو قوي هیکله معمولي افغان، په خړ رنګه ساده جامو کې ولاړ او ماته یې د خپلو شاهیني تیزبېنه سترګو لاندې لنډ نظر راوکتل … بیا د متینو ګامونو په حرکت سره وړاندې راغي، په خوږ او ملایم، غږ یې د «ګل شاه» نه پوښتنه وکړه چې، د زخمي میلمه سره څه روان دي؟ زه په داسې حالت کې نه وم چې خپله خیرخواهي وغواړم. خو نه پوهیږم چې د دغه مظبوط سړي د وجود په پټ ځواک کې، څه جادو وه چې تر اغیز لاندې زما د خولې نه، په بې خودۍ کې ووتل چې ښاغلیه: « زه د ملکې ویکتوریا د پوځ افسر یم او دا رذیلان غواړي چې ما وه وژني.» هغه د خپلي شاهانه نوراني مخ، په مسکۍ شونډو او مهربانه لهجه ډاډ راکړ چې، « تشویش مه کوه نور دی نه تنګوي… زه ام لیوال نه یم چې ستاسو ملکې د غچ ښکار شم… . ». … بیا یې ګلشاه مخاطب کړ چې ژوبل بنیادم، درملني او پاملرنې ته اړتیا لري، لاسونه یې خلاص کړه، … همهغه چې څو شیبې دمخه شکنجه کولم، په یوه شیبه کې زما د تړل شو لاسونو څخه د پړی بندونه پرې کړل، ما درک کړه چې زما مخ ته ولاړ چهارشانه سړی د صلاحیت خاوند دی، چې د ګلشاه غوندې سرکښه بلواګرو ورنه سترګه سوځي، د آرام ساه مې راښکوده… بیا یوې مجلل قالین فرشه کوټې ته طبیب راغی او زما د سر او د بدن په وینو ککړو زخمونه یې په ټینچړو پرېولل، ورپسې د ملهمو په پټیو او بنداژونو سره پانسمان کړل، همداو چې زه د دی ناجي د غښتلو مټو په زور د حتمي مرګ نه بچ شوم. …افغانان میلمه پالنه د خپل کلتور مهمه برخه ګڼې او زه چې له دوه-دری ورځو وږی وم، سمدلاسه مخه ته مې د ینلي (نعناع) قوي شربت، نګوالې او ډوډۍ، د تازه او وچو میوو ډک پتنوس کیښود شو. دغه خوش اخلاقه پهلوان چې ما لا نه پیژنده او کله چې د ده له خوا نه ما ته مېلمه د لوړې رتبې مطابق هرکلی وشو، نږدې وه چې د سترګو نه مې د ښادۍ اوښکې وه بهېږې، … زه سم ګنګس وم او په زړه کې مې تاو شوه چې دی هرومرو انګلیس د استخبارتو غړي دی.
د خبرو مرکه ده راسره پیل کړه چې:
– … په مغوله کې، کله چې تا د بریتانوي افسر په دنده ناجایز سیاسي فعالیت کاوه، هغه وخت د سیاسي لحاظ ګلشاه پاره ستا وژنه جایز وه، مګر نه دلته په تهکاوي(زیرزمینې) کې چې ته یو اسیر یې (هغه ما ته په غور سره وکتل او بیا یې ادامه ورکړه) شکر چې په مناسب وخت کې درغلم او زه نه یوازې تاسو په شخصي توګه یادوم بلکې هیله لرم چې، کاشکې دا ټوله لوبه ام ستاسو د ټولو هیوادوالو پاره همداسې په خوش قسمتۍ سره پای ته ورسیږي.
– مګر تاسو د برنز او ورور د قتل په مورد څه وایست؟ ایا ستاسو نیکې هیلې به هغوی بیرته ژوندي کړي.؟
– متاسفانه چې سخته خواشینونکي پیښه وه او موافق یم چې د قاتلینو جنایې قضیه یې په عدالت کې وڅیړل شي. (ما په تند لحن وویل چې)
– تاسو کومه جنایې قضیه یادوئ ښاغلیه ؟ قاتلین یې غله او جنایت پیشه نه وو، دوی د اکبر خان جنګیالي وو. د برنز وژنه او د استوګنې لوټولو اقدام، د جګړې له اعلان څخه کم ندي، چې هغه تر سره کړ … (هغه په نرمې لهجه وویل.)
– فکر کوم چې تاسو په خپلو خبرو کې اکبر خان د جنګیالیو په اړه مبالغه کوې…
– واورئ: لږ غفلت لوی زیان اړولی شي، تیره شپه زه له ختیځ څخه راغلم، د جګدلک هاخوا لارې د اکبرخان کسانو کنترولوي، په جلال اباد کې جنرال سیل یې محاصره کړی، د هغې پس تصمیم لري چې نیږدی وخت کې شاه شجاع کابل له تخت څخه کوز او غرغره کړي، … بیا خدای خبر که د بریتانيانو ګارنیزون ستاسو په څیر وفادارو سردارانو سره مرسته وکړاي شي ….
(زما په خبرو هغه نرمه موسکا وکړه مګر ما په ټیټ اواز دوام وکړه چې)، ما پرون هڅه وکړه چې دا معضله برنز ته تشریح کړم، هغه په ما وخندل او اوس تاسو … (زما ستونی وچ شو. د چای یوه غړپ سره مې زیاته کړه، چې) په هر حال، تاسو باور کوئ یا نه هغه ستاسو کار دی. …
(هغه د څو ثانیو پاره غلې ؤ، بیا یې وویل)
– څه چې ته وایې شاید ګنګوسه وي … که چیرې ریښتیا وای، نو انګریزان خو څه د خولې په سترګو احمقان نه دي، وختې به د شاه شجاع د امنیت په خاطر بالاحصار کې ځای په ځای شوی وای…
– تاسو مکناټن او ایلفنسټون په سمه مانا نه پیژنئ، هغوې احمقان نه چې سمدم په دوه پښو روان بې لکۍ خره دي، نه غواړي چې په حقیقت ځان پوه کړي … هغوې فکر کوی چې اکبر خان لا ام په هندوکش کې چیرته لګیا دی او د بریتانویانو د ایستلو پاره چمتووالی نیسي. (هغه ډوبه ساه راښکوده بیا ویل) – دا ډول د دروغو او ریښتیاو اوازې هر چیرې خپریدلي شي، زه نور په کې اضافې څه نه وایم، (بیا ودرید او ویې ویل چې) ښاغلی فلشمن، ستا ټپونه دردناک دي، ته آرام ته اړتیا لرې، زه نور تا نه ستړی کوم. ته دلته لکه کوربه آرام کولی شې او بل وار به موږ د نورو مسایلو تر څنګ، په دې مسله ام بحث وکړو چې څنګه تا خپلو هیوادوالو ته په خوندي طریقه ستون کړو.( ما ته یې را وکتل)، اوس دی په خدای سپارم، بل وخت به موږ خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړو.
(ما هڅه وکړه چې هغه د مهربانۍ نه د مننې ادا کولو په احترام ودریږم، مګر د کمزورتیا نه مجبور شوم چې بیرته کښینم. هغه یوازې وخندل او کله چې دروازه یې راپورې کوله، ایله مې فکر سرته راغی او د هغه نه مې پوښتنه وکړه، چې ته څوک یې او څنګه دی زما ژوند وژغورلای شو؟
هغه وويل: نوم مې سمک، نږدې یاران مې بابک بولي او تاسو مې اکبر خان خطاب کړئ، … ښه آرامه شپه ولرئ فلشمن که څه ته اړتیا وي، نو په نوکرانو هر وخت غږ کولې شي، هغوې به همیشه ستا څنګ ته نیږدې وي.
د دې ټکو په اوریدلو سره زه هک پک، هک شوم هغه مې د سترګو نه پناه شو او ما په حیرانتیا سره دروازې ته ورپسې لکه احمقو لیونیانو په څیر حیران، حیران کتل او ځان مې ام بشپړ احمق بشپړ لیونی حس کاوه.
***
اکبر خان یوه اونۍ نه ؤ او زه د وسله والو بارکزيانو د شدید څار لاندې، لاکن د هر ډول سهولت او آرامۍ سره محافظت کیدم، ښه په وخت مناسب او پرېمانه خواړه راکول کیدل، تر یوې بندې برنډې پورې ګرځیدلې شوم. مګر زما پوښتنو ته چا یوه کلمه ځواب ام نه راکاوه، نه پوهیدم په کابل کې څه پیښیږي؟ اکبر خان چیرته دی؟ ولې بندی یم؟ …
بالاخره، په اتمه ورځ هغه ډیر خوشاله راغی، هغه زما نه ټپونو د حالت، سرتیرو د چلند په اړه او داسې نورې پوښتنې وکړې، پرهرونه روغ شوي وو، بیا یې وویل چې، که ته کومه پوښتنه یا غوښتنه لري، زه به یې خپل توان تر حده ځواب درکړم.
ما وخت ضایع نه کړ او سمدلاسه مې خبرې پیل کړي، هغه په خپلې لنډې تورې ږیره کې ګوتې وهلې او خبرې اوریدلي، بیا په موسکا سره یې وویل چې:
– لږ صبر فلشمن- زه ګورم چې ته تږی شوی یې، راځه په سالون کې چاې او شربت وڅکه او په ارامه سینه خبرې وکړه…
قالین فرشه مجلل او لوی سالون کې زه کښیناستم، او هغه د خپلو وطني شنو جامو د پاسه تور رنګه اوږده چپن(خرقه) اغوستي او د اس سواری په تړل شوو موزو کې د خونې دننه ورو ورو قدم واهه، … څه چې زه د دې ځواکمن شخص تر ټولو زیات متاثر کړم هغه د دې سړي د سترګو، د مخ او د اندام د پټ ځواک جذابه کشیش ؤ او چې د ده د استوارې سیني او ځواکمنو مټو سره داسې زیب کاوه چې تا به ویل مالک تعال په خپلو ګوتو جوړ کړی او بیا یې ساه په کې چلولي ده، … (بیا ده زما د خبرو په ځواب وویل)
– که ته د تازه خبرونو اوریدلو ته لیواله یې، نو برنز د مرګ نه ورسته، ګڼ قومي مشران چې هر یو یې له کابل نه بریتانویانو د شړلو ادعا لري او همدوی د پلازمینې منطقې په خپلو کې ویشلي دی او د امنیت په نامه یې اداره کوي، بیا همدوې د خپل ولس نه د مال لوټ او غلا غنیمت ګڼې، … خو ستاسو ګوډاګی (پادشاه)- شاه شجاع د بالا حصار په حرم سرای کې د خپلو میرمنو په غیږه کې، لاس په زني ناست دی او له هغه ځایه مکناټن ته عذر او زاري کوي چې د خدای په خاطر د دې وحشي او بې رحمه مخلوق په اداره کولو کې ور سره مرسته وکړئ، په داسې حال چې هغه پخپله د غازیانو د وخت او نا وخت د تخت او تاز فشارنو له امله په «چهوڼۍ» کې کلا بند دي، دا ؤ په کابل کې د وضعیت بشپړ او جامع توضیحات او پاتې شوه ستا د برخه لیک مسله، ته پوه شه چې زه تا ته اشدی ضرورت لرم او په همدې دلیل به څه موده دلته زما میلمه (قید) یې… او هو: د اکبر خان په ملاتړ، د غرني قبایلو ګڼ شمیر غازیان کابل ته راټول شوي او جګړې د پیلولو انتظار باسي… ، (ما په جدی غږ پوښتنه وکړه).
– خو د برنز د وژل کیدو په اړه وایاست چې په انتقام کې چوڼۍ څه عکس العمل وښود ؟
– په اصل کې هیڅ نه او د دوی دا بې عملي، بزدلي او بې غیرتې تعبیر شوه، غازیانو لا پسې چوڼۍ د محاصرې حلقه تنګه کړله او دا بیغوري کولی شي چې عام غازیان حتی لوی لیونتوب ته وهڅوي. …په هرصورت، ستاسو د تجسس د پوره کولو په بدل کې، ایا زه د یو څو پوښتنو ځوابونه ترلاسه شم؟
(ما په احتیاط ځواب ورکړ چې)
– مهرباني …
– که یاد دی وی هغه بل وار تاسو وویل چې جناب ایلفنسټن او مکناټن صاحبان… زه څنګه دا ووایم؟ لږ تر لږه په دې معنی چې چندان هوښیاران نه دي … ایا تاسو جدي وویل؟
– هو، ما وویل، چې دواړه یوه بشپړه جوړه د بې لکۍ خرو ده او په دی خبره لا د سرک په سر ناست هر دلاک نه نیولي تر د سرچوک هر خټګر او هر کسبګر پوری پوهیږي…
– زه ستاسو نظر ته اهمیت ورکوم فلشمن. نه د بازار بازاری باټو ته، په همدې دلیل مې پوښتنه وکړه چې ایا دوی د اعتبار وړ کسان دی که نه؟
(ما فکر وکړ چې دواړه لعنت کړم، خو بیا مې د اکبر خان سره د بې ادبو خبرو جرئت وه نه وکړه او هغه ته مې وویل چې): هو، څه نا څه باور په کیدای شي.
– ایا یو شان په مساوي ډول؟ زه پوهیږم چې تاسو اولاد نه لرئ، فرض کړو که تاسو د خپل ناموس حفاظت چا ته په امانت سپاره، بیا به مو په دې دواړو کې په چا اعتماد کړئ وای؟
(ما ډیر فکر ونه کړ. او وه مې ویل چې)
– که څه ام زه پوره ډاډه نه یم، خو فکر کوم چې د مکناټن په پرتله به ایلفنسټن ژمن او مطمین سړی وی.
– مننه، فلشمن، د معلوماتو نه مو او اوس، اجازه راکړه چې زه لاړ شم او لا ام ډیر څه لرم چې هغه وپوښتم … تر بیا لیدلو دی په خدای سپارم …
هو، په دویمه ورځ هغه بیا راغی او پوښتنه یې وکړه،
– ښاغلیه: تا د استرلیا په نامه د کوم ځاې نوم اوریدلې دی؟
– هو، په ما باندې اولي محکمې فیصله وکړه چې ما استرلیا ته تبعید کړي، بیا د خدای فضل ؤ زما د کم عمر په خاطر، دویمي محکمي زه هند ته تبعید کړم.
– په کوم جرم؟
– په دویل کې مې غالي کړی وه.
– هغه څه دي؟
– دویل: دا زموږ په وطن کې، کله چې د دوو رقیبانو تر منځ لانجه نه خمتیږي، قاضي بیا د منل شوی دود له مخې، قضې د حل په موخه دواړه د «دویل» سیالۍ ته رابولي … د انکار طرف خپلې ادعا نه محرمیږي. … دا لوبه خپلې قاعدې لري، لکه دواړه مخالفین باید د عیني شاهدانو د سترګو په وړاندې‌ د رسمي مراسمو ترسره کولو سره، یو د بل نه د ۱۰-۱۵ ګامونو په اندازه ټاکلي واټن واخلي او بیا د قاضي په یشاره یو په بل ډزې کوي. پایله کې ناکام کس باطل ګڼل کیږي.
– تا نو څه ډول غالي کړي وه ؟.
– ما یو کس ته بډې ورکړي وی، چې زما د رقیب تومانچي ته پوچ کارتوس تیر کړي او هغه رسوا کړم…
(هغه د تکیه شوي بالښت نه سر را پورته او په نیمه موسکا سره یې وویل چې)
– درغلګره، که زه ستاسو قاضې وای … ما به په تا باندې د اعدام حکم صادر کړی وای.
– په بریتانیا کې پخوا همداسې وه او اوس استرلیا ته تبعید پخپله اعدام د حکم سره برابره سزا ګڼل کیږي.
– ولي؟
– هغه بې سره او بې پایه دښته او ځنګلونه دي، چې تر اوس پوري لا د اربعې حدود دقیق نه دې معلوم شوي او یوازې سړیخواره ځنګلیان په کې اوسیږي، هغوې د ګڼو کسانو مړي او ژوندي خوړلي، دا ځای د دوزخ سمه دروازه ده.
زما په دې خبره هغه وارختا غوندې د مخ رنګ سور او په یو ټکان سره کټ کې نیغ کیناست. …

 

فلشمن له یادښتونو څخه/۶

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.