فلشمن له یادښتونو څخه/۶

همایون دوست

52

فلشمن له یادښتونو څخه

۱۸۴۱م. د نومبر په دویمه د پاڅون ورځ

شپږم لړ

په دغې غملړې اوږدې شپې د یوې سترګې خوب په نیت څملاستم خو برنز د بې نزاکته برخورد له کبله مې، مغزو د غوسې په تأو کې لا پسې جوش کاوه … په کټ کې اړخ په اړخ واوښتم او راوښتم، ویده کیداې نه شوم، په زړه باندې مې یو ډول د خپګان شپول چاپیره او ساه مې بنده، بنده شوه، اوچت را پاڅیدم… کړکۍ مې پرانیستله، ما سپوږمۍ د تتېدې رڼا په روښنای کې ولیدل، چې د ځینو کورونو د پاسه بخاری د دود کښانو څخه د لوګیو لوخړې اسمان ته ختلي، نور نو د کابل په فضا کې بالکل کراره کراري او مطلقه خاموشي واکمنه وه، … لا مې د خپلې خیالي دنیاګۍ په چورتونو کې د اسمان ستوري شمارل چې، ښار د چپتيا سکوت د چرګانو په اذانونو وار په وار ماتیده، … ناڅاپه د لرې واټن څخه په غلي اواز د اله ګولي عجیب یو زوږ واورېدل شو، چې برنز د کور یخوهلو ساتونکو او پیردارانو بې حرکته ترصد یې په کنجکاوه خوزښت راوست، …

غږ ورو ورو رانیږدې کیده، لوړیده او زیاتیده … د کور مخ ته راورسید…کور د ساتونکو یوه برخه بهر د دیوالونو مخ ته لاړه او د خپلو توپکونو په کنداغونو سره لارویان بیرته شا ته ټیل وهل او بله یې د دیوالونو شاته ګوته په ماشه ودریدله او د امر په انتظار یې شا او مخ ته کتل، … په دې شور کې د برنز غږ راغي چې د خپل کشر ورور چارلي نه یې د محلي(افغاني) لباس راوړلو هیله وکړه، دوی دواړو يوځای ژوند کاوه، … لکه څوک د ساه ایستلو پاره تازه هوا ته وځي په همداسې بې غمه او ارامه روحیه برنز، د سهاري چای د څکلو په وخت د ماڼې برنډې ته ووت او د پخواني عادت له مخې یې د خپلو بریتونو څوکې پورته، پورته تاولوي، مګر د هغه په لیدو سره د ګڼې ګوڼې تأو او شور لا دوه چنده شو، برنز د دوی لعنتونو او کنځلو په غبرګون خندل، سر به یې خوځاوه او دوی ته به یې له سر نه تر پښو پورې ښکته او پورته کتل. … په همدې موقع د جورج براډفوټ کشر ورور جیم براډفوټ او د ده اتلس کلن ورور چارلي برنز ام په برنډه کې د ده څنګونو ته ودریدل، هغوې د مخونو رنګ د ډار نه تک سپین اوښتې ؤ چې تا به ویل د دوی په بدن کې وینه وچه شوي ده، … پخپله برنز روحي ارامتیا له لاسه نه ورکوله، … هغه په جګ اواز د خپلو ساتونکو په قوماندان باندې امر وکړ چې ډزې ونه کړي او ژر به ستونځه په خبرو حل شي. ورپسې یې خپل لاس د لارویانو په لور پورته کړ، … د خلکو جم اوجوش یو څه غلې شو. برنز یو ژبور خبر لوڅ ؤ، ده هغوی ته په خطاب کې وویل چې« دی د دوی ریښتینی خواږی دی او چا ته د زیان اړولو پېرزو نه لري …شور ما شور ودروئ، … خپلو کورونو ته ستانه شئ، »

دی ممکن په خپلو خبرو کې بریالی شوی واي، مګر نن یې یو خو غږ د پخوا په پرتله ټیټ او په سختۍ اوریدل کیده، … او بل ده د وینا په ترڅ کې، یو کس چې په دیوال ختلي ؤ، هغه ساتونکو لاندې وغورځاوه او یو بل یې د توپک په برچې ټپي کړ، … په دې غبرګون یو ستوغ شور او شر راپورته شو، چې د توپک یو دروند ډز د برنز په خوا کې دیوال د سپین کاګل نه توره دوړه پورته کړه،… براډ فوټ، برنز په غیږ کې ونیو او د سترګو په رپ یې کور ته دننه بوت. ور پسې په دروازې باندې د پرله پسې ډزو ږلۍ وه ورېده، …

په دی شور او غوغا کې ام ساتونکو په کراتو، کراتو خپل کوشش وکړ چې باغیان شاته وشړي،… خو د دوی یرغل د نه ودریدونکي توپاني سیلاو په څیر ؤ، چې بیا بیا به مخ په وړاندې راتلل او په قهرجنو چیغو به یې مرګ په پېرنګیانو، مرګ په برنز، شعارونه توغول، … ما د ځلیدونکي تیغونو نیزه بازانو یو ډله ولیدله چې د نږدې کورونو له شا او خوا نه راووتله او د وحشي پړانګانو غوندې يې په ساتونکو باندې ودانګل، … په اخ او ډب کې څه ژوبل او څه یې ووژل … د دوی قومندان اړ شو چې پاتې ساتونکو ته، د شاتګ قومنده ورکړي …

بې نظمي او ګډوډي جوړه شوه، یو شمیر خون ګرمه ځوانان انګړ ته راننوتل او هلته ته پروت غټ تبرګې یې راوخیست… ما ژر د خپلې کوټې په دروازی پسې اړم سانچه کړ او لا یوه دقیقه تیره شوی نه وه چې دوی د تبرګی په دراندو ګوزارونو راپسې دروازه وټکوله، خو د خدای شکر ؤ، چې دغه فولادینه دروازه د استوګنځې د نورو دروازو په شان نه ماتیدونکې کلکله وه، که نه نو په پنځو دقیقو کې به ټوټې ټوټې شوي وای. … د غازیان لږ تر لږه د لسو کسانو مړي په انګړ کې پراته وو او نور ساتونکو په شا وتمبول… د خاموشي نه مالومیده چې افغانان بل برید ته چمتوالی نیسي…

برنز، چارلي او جیم په سالون کې کیناستل، زه ورغلم او هغه د سهار په خیر ویلو سره، له ما نه د بیګانۍ چلند له امله بخښنه وغوښتله … له کړکۍ نه یې بهر ته وکتل … له جیب نه یې سګرټ راویستل او یو دود یې چې کش کړ، بیا یې چارلي د ډاډ پاره وویل چې اوس به په چوڼۍ کې هرومرو د دې اړودوړ نه خبر شوي وی او سرتیري به راولیږی… .

چارلي وپوښتل: – یاني سرتیري به راولیږی؟

– البته چې هو او دې بدو حالاتو ته په کتو سره شاید بشپړه لوا راولیږی، …

د دی خبر په اوریدلو سره براډ فوټ د خپلې تومانچی ګیټ کش کړ او د ګنځلو په ضمیمه یې یو ډز له کړکۍ نه، د افغانانو د تراکم په لوري وه توغاوه….

د لږی وقفي ورسته ګڼې ګوڼې بیا له سره زور واخیست، هغوی اصطبل(اسانو د تړلو ګودال) ته اور واچولو، چې لوګی یې کور ته دننه راننوت او هره شیبه ممکن وه چې اور پسې دننه سرایت وکړي،.. پاتې ساتونکې بې روحیې او ویریدلی ښکاریدل، … براډفوټ سترګې په لار د چوڼۍ په لوری د ښار بامونو ته کتل، چې یو ډز د ده ټټر سوری کړ. هغه په وژل کیدو سره، غازیان لا پسې زړور شول…برنز، چارلي د افغاني جامو د اغوستلو پسې ولیږه او ماته یې په خندا سره وویل چې دغه لعنتي ایلفنسټون لکه بهر د حالت نه نا خبره، په خپلو عبادتونو کې مصروف دی، د مرستې نښه او درک نه لیدل کیږي، د تښتې امکانات شته خو خطر یې لوی دی، په هر صورت بهتره ده چې له دې ځایه لاړ شو … بیا هندوستاني کارمندانو او نوکرانو ته ښکته لاړ او وویل، چې« تاسو خو پیرنګیان نه یاستی، افغانان ښایې په نهایت کې تاسو لوټ کړي، نور په تاسو څه کار نه لری، مګر که موږ په لاس ورشوو، سل په سلو کې مو وژل حتمي دي، نو که خوښه مو وي، موږ به له دی ځایه لاړ شوو…» هغوی د خپل مذهبی دود په رسم زموږ د ژغورلو دعا وکړله او موږ د پخلنځي له کړکې نه انګړ ته او باغ د شا دیوال نه یوې زړې خرابي ته واوښتلو … مخونه مو د پګړۍ په شف وپوښل او یو، یو د خلکو په ټیل ما ټیل کې ګډ شولو … خو کله چې برنز د مرګ په انګلیس شعار وتوغاوه، د مظاهرچیانو یو کس دی وپیژند او غږ کړ چې «برنز دلته دی»، … ټولو ورپسې د تیکو نه توري راویستلي، ورور یې خوا ته رانیږدې شو، خو ده هغه ته چیغه کړه چې «وتخښته، چارلي وتخښته» همدا د برنز ورستۍ چیغه او چارلي د ژوند ورستنۍ شیبې وې.

زه نور د بې خودی په حالت کې بې هوښه لکه مړی په ځمکې باندې پریوتلم …

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.