پرنګی پوځ د تباهی لومړی څپه.
.. . مخکې یادونه شوی وه چې د جنرال الفنسټون پوځ له چوڼۍ څخه، د زغره والو ځواکونو او د ښځو او ماشومانو پاره د تختې روان د ځانګړې کړۍ په تړښت سره، د سهار په نهو بجو حرکت پیل او دوی پسې بیا نوبت هغو اضافه د لس زره هندې توکمه نوکرانو او چاکرانو، چې په سلګونو بارکښه (اوښان او کچرې) څاورېو باندې د پوځ لوژستیکي او پوځي تجهزات انتقالول ورسید، ناویلي دې پاتې نه وی چې د همدې کاروان تر ټولو، بې نظمه، کمزورې او ستونځمنه برخه ام همدا اکمالاتي برخه وه چې، لیکې د اوږدوالي له امله یې د امنیت ساتنه کابو ناشونې کار ؤ … او د هغوې په تعقیب بیا د الفنسټون په ګډون پاتې ځواکونه روان شول. په هر حال د کارون لومړۍ برخه څنګه چې په پل (محمود خان) واوښتله، یو شمیر ځلمي هلکانو که څه ام د هوایې ډزو له ویرې نیږدی نه راتلل، مګر د کافر ویلو په چیغو او د تیږو او غوڼډارو په ګوزارنو باندې کاروان د لارویانو هرکلي وکړ،… او مشرانو ته یې سوال مطرح وو چې، دوی (انګریزان) په کوم مقصد او چیرته درومې! په همدی خاطر یې د خپلو کورنو له بامونو څخه مارش د عالمبردار مکینزي چې، د محلي جامو او پګړۍ په شمله ظاهراً اپردي ملکانو ته ورته والۍ لرود، د تګلوری ګامونه څارل او کله چې هغه د بالاحصار په څیرمه د کاروان مخه د جلال اباد په لور واړوله نو د دوی په څهرو کې د خوښۍ نښې راڅرګندې شولې …
د یادولو وړ ده چې د دې ښاریانو برسیره، زمونږ کاروان د افغانانو مختلفو ډلو بدرقه کاوه او کله چې زه د سیاه سنګ غونډۍ په خوا کې تیریدم، ما په اشنا غږ خپل نوم واورید… وه مې لیدل چې اکبر خان د یوې ډلې نه را جلا شو، … زه ویریدم چې په بد نیت نیږدې را نه شي، … ساتونکو ته مې امر وکړ چې لرې مه ځئ او هغه ته مې غږ وروکړ چې:
فلشمن:- نور دې څه خدمت کولی شم؟
(هغه په لږ واټن کې مخامخ راته ودرید او په خندانه خوله یې وویل.)
اکبرخان:- مخه ښې ته دې راغلم او غواړم چې په ځینو مهمو مسایلو در سره وغږیږم …
فلشمن:- د څه ډول مسایلو په اړه؟
اکبرخان:- مثلاً ستاسو د امنیت او مصونیت په مسٔله.
فلشمن:- د هغسې امنیت او مصونیت نه زموږ توبه ده، کوم چې تا مکناټن مساعد کړی ؤ …
اکبرخان:- هو، کاشکې هغه ویرجنه پیښه نه وای پیښه شوی او په ډیرې خواشینی سره اوس که څومره افسوس وکړو، څه مو ګوتو ته نه راځي …دمګړۍ غوره ده چې د را روانې پیښودونکي غمیزي د مخنیوی په اړوند وغږیږو، … چې ما یې د هیبتناکو عواقبو په مورد، لا وار دمخه ستاسو قومندان ته خبرداری ورکړی ؤ، لاکن نه پوهیږم چې ولې هغه جدی وه نه ګڼله او په دا خطرناک کار یې لاس پورې کړ؟
فلشمن:- مکناټن د وژنې پس موږ نه شوکولی چې ستاسو په ژمنو اعتبار وکړو د هغې په علاوه ستاسو دغو لعنتي یاغیانو همدا نن سهار زموږ کاروان د شا برخې، په مهماتو بار ګڼشمیر څاروې غلا او چاکران یې ووژل او دا دی ته ګورئ چې، دوی کله له یوې خوا او کله له بلې خوا را باندې چاپې اچوي… ډزې کوي او که تاسو سره واقعاً زموږ د مصونیت غم وي، نو مهربانی وکړئ او د دوې په مخنیوي باندې اقدام وکړئ.
اکبرخان:- مکناټن د وژنې په مسْله باندې دمګړۍ د بحث کولو مناسبه موقع نه ده او زما دې د مور په قبر قسم وی چې، زه هرڅه د زړه سوي نه او ستاسو د خیر پاره وایم، … دلته خبره ستاسو ژوند د بقا ده او زه ستاسو د بشپړی بربادی طرفدار نه یم.
فلشمن:ـ ستا څه وړاندیز دی چې څه وکړو؟
(هغه سر وښوراوه او نور ام رانږدې شو)
اکبرخان:- جنرال ته ووایه: که ویې منله ښه تر ښه او که نه، نو ما به خپله غاړه خلاصه کړی وی چې، یو خو دغه درندې توپې بیهوده د ځان پسې کښوئ، هسې به ځانونه ستړي کړﺉ، په پایله کې دا په ډاک در نه پاتې وي، دویم: یو شمیر افسران په اسارت را وسپارئ او که د اسیرانو په ډله کې تا ځان شریک کړ، دا به ستا هوښیاری وي.
فلشمن:- ستا مطلب دی چې ستا شرایطو ته تسلیم شوو؟
اکبرخان:- بیغیر له دې نه، ستاسو د امنیت پاره هیڅ اړین اقدامات نه شم کولای …
فلشمن:- زما ولي شخصاً تشویش کوئ؟
اکبرخان:- د پخوانی اشنایې په پاس.
(په دی وخت ما خپل د اس مخ واړاوه او د هغه نه مې پوښتنه وکړه چې)
فلشمن:- که تاسو نور څه د ویلو پاره لرئ، هغه ام ووایه چې زه یې جنرال ته ورسوم.
اکبرخان:- که هغه دا غوښتنې ومني، زه به هرڅه داسې تنظیم کړم، چې تاسو د هیڅ خطر سره مواجې نه شئ او ستاسو کاروان په ډاډمن حفاظت سره بدرقه شي او بیغیر له دې، په دغو ناړامه غرمیشتو افغانانو باندې مې وس رسیږي او تاسو ښایې د جنرال نه نیولي تر ورستې کس پورې جلال اباد ته ونه رسیږئ، … ته یاد لره چې زه د ټولې لارې په اوږدو کې، له تاسو سره په موازي حرکت روان یم او هر کله چې څوک د جنګ څخه اخلي او ځان موږ ته سپاري، هغوی دې په اطمینان سره راشي او موږ به یې خپلو سترګو د تور غوندې په خوندي ځای کې وساتو او هوا د تودیدو سره به یې په عزت سره هند ته در ولیږو.…په دې تړاو هر وخت چې ما ته کوم امر وي، ته دی صرف څادر وښوراوه او په ډاډه زړه زموږ خواته راځه….
(ده بیا د مثبت ځواب راوړلو په هیله، خپل لاس د مخه ښې په علامه پورته کړ او خپلو ملګرو ته ورغی، هغه داسې ښکاره کیده چې په ریښتیا سره یې زموږ له خوا شرایطو د منلو بیغیر غلزیان نه شو کنترولولاي، خو مکناټن د وژل کیدو ورسته موږ ذهناٌ چمتو نه وو چې په هغه باندې باور وکړو او داسې مو انګیرله چې، هغه ته د خپلې کورنۍ د تبادلې پاره صرف یرغمل کسان پهکار دې …. په هر حال ما د هغه پیغام الفنسټون ته ورساوه، لومړې هغه په اعصاب خرابۍ سره ردکړ، خو په ورته وخت کې په ژړغوني غږ وویل چې، د مبدا ورځې پاره لازمه ده چې د هغه سره ښې اړیکې وساتو او که بیا ورسره مخ شوې …زما د خوا نه هغه د خواخوږی له امله مننه وکړه او خبر ورکړه چې، د ضرورت په وخت کې حتماً ورته مراجعه کوو.). …
لمر د پریواتلو پورې ګڼ هندي خدمتګاران مو د ستړتیا له امله په واوره کې ولوېدل… شپې د تیرولو پاره په بتخاک کې تم شولو … او دلته متوجه شولو چې زموږ په اکمالاتي اجناسو بار د پاموړ شمیر څاروي لوټ شوی، چې ځینو قطعاتو ته د خوراکي توکي برسیره، ژمی د یخو بادونو په سړه هوا او واورنې فضا کې ان د سرپناه پاره خیمي ونه رسیدلې،…
ما ام د هغو بې وزله هنديانو له لاسه چې ځان د تودولو پاره یې د سوند اوچوکې او د اغوستلو او ځان پوښلو پاره یې هیڅ ډول ډبل ټوکران نه لردول او د شپې په خاموشي کې په لوړ غږ د ځنکدن سلګۍ وهلې، نارامه او بې خوبه شپه وزغمله … سهار مې له ورایه لیوانو د کوکارو اوازونه واوریدل او د خیمې نه مې چې سر راویسته، د دوزخ په څیر یو زړه بوږنوونکي انځور مې د سترګو په وړاندې راڅرګنده شو، چې چارچاپیر مې کنګل شوي جسدونه پراته وو … مکینزي یوه تېروی ماشومه چې لا د مړی مور په غیږه کې ښوځیده راپورته کړه او زه یې چې ولیدم، په ژړغونې اواز چیغه کړه:
مکینزي:- د دې خوارانو غوښې به د لیوانو خوراک شي، … څه وکړم؟
فلشمن:- واقعاً د تیږي جوړ شوی زړه ام، دی صحنې ته په بې پروا سترګه کتلی نه شي، خو له بده مرغه چې موږ ور سره هیڅ مرسته نه شو کولي، ښه به وی چې هر څه په خپل ځای پریږدئ،… (بیا یې د هغې کوچنۍ نجلۍ کوچنی جسد بیرته په واوره کې کېښود). په هر صورت په هغې سهار د لښکر تنظیمول خورا سخت کار ؤ… او موږ چې د هغوې په نظمولو بوخت وو، خبر شوو چې یوه ډله جنګیالي د غوڼډۍ نه راښکته او د کاروان نه یې دوه میله توپونه له ځانه سره یوړل.
همدا شان موږ کله چې مزل کاوه افغانانو به د غوڼډۍ نه، د کاروان کمزوری څڼډې په نښه کولې او راښکته به شول، ساتونکې به یې ووژل او په اکمالاتو بار څاورې به یې د ځان سره وځغلول… چې د دیارلسو پر له پسې بریدونو او چاپو په ترڅ کې یې زموږ د غاړې نه لږ تر لږه دری زرو کسان ووژل … چې ایلفنسټون یې ستړی او دوه سونګو ته راوست … او هغه بیا د پوټینګر په خواهش او مشوره اکبرخان سره د جوړ جاړی په هیله کاروان توقف کړ، مګر شیلټن په غوسه ؤ او هغه ټینګار کاوه چې شپې تیارې د خپریدو نه مخکې موږ باید د خورد-کابل له تنګي نه واوړو…
فلشمن له یادښتونو څخه/ پنځلسم لړ
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.