افغانان (محمد دین او خان همت) د مسألې په کره نازکې خبر وو او هغوی پرته له ځنډ څخه د مکناټن په بلنه چونۍ د لوړ پوړو چارواکو میلمستون ته دتللو په نیت د دفتر نه ووتل او مکناټن څنګه چې د دوې د وتلو پسې دروازې د بندلو خړپ واورید، د سترګو په رپ هغه د ستړی او خپه مخ په ژیړ الوتلي رنګ کې، د ښادي او خوښي نښې وغوړیډلي او د خندا په ډکه خوله یې چیغه کړه چې، «مکینزي!، موږ وژغورل شوو، مکینزي! موږ د ننګینې تیښتې بې شرمې او عار څخه، په وروستنۍ شیبه کې وژغورل شوو مکنیزي! ما خو ویل چې خدای مهربانه دی او په خپلو صادقو بندهګانو د رحم لورینه کوی… دا د خوشالۍ هغه زیری دی چې ما یې لا د خوب لیدلو ارمان لرود … زه! پوهیدم، بیل یې کړه او ایل کړه! زه! حق په جناب وم! زه! پوهیدم چې دې خلکو په خټه کې د نفاق تخم وکرم او داسې تخم چې په یو بل د اعتماد کولو توان له لاسه ورکړي، هو، هو، په خړو اوبو کې د ماهیانو نیول اسان دي، (سفیر به خپل د لاسونو ویرغاوي په یو بل کلک، کلک وموږل او په تکرار به یې غږ کړ چې) دا یو چانس دی مکینزي! چې خدای زموږ تقدير ته رانازل کړ، اته میاشتې! دا په کافي اندازه وخت دی چې موږ د بوسو لاندې فراوانه اوبه تیرې کړو او دا ممکن زموږ د زاړه ملګری ایلفینسټون مړاوی روحې ته تازه ساه پمپ کړي او هیڅکله به له افغانستان څخه ونه وځو، که وځو ام، وه خدایه! زه دې له تا نه جار شم…، ښه په لوړ سر به وځو. … ستا په دې کې څه جاج دی مکینزي؟ (مکینزي خپل سګرټ ته اور ورته کړ او یو لوګې یې ښه ډوب سینې ته کش، بیا یې په داسې حال کې چې خپل سګرټ ته کتل).
مکینزي:- زما خو دا جړه کاته بالکل خوښه نه شوه او څنګه چې ګورم دا وړۍ نه شړۍ کیږي، په دې کې به مو خیر وی چې سبا ته دواړه افغانان راوغواړئ او د هغوې په مخکې چورلټ وړاندیز د منلو څخه انکار وکړئ.… (مکناټن په تعجب سره هغه ته وکتل او غوسه لهجه یې ور ته وویل چې):
مکناټن:- وه د خداې بنده! دا ته څه وایې؟ ته پسد یې؟ زه خدای د رحمت نه څنګه انکار وکړم!!!،( بیا یې ګڼشمیر دوسیې خپل میز د روک نه راویستلې هغه یې د دواړو لاسونو په درانده ګوزار باندې په میز وه دربولي) وه بختوره د خدای! ته دا نه ګورئ چې د څومره ناخوالو ستونځو بوج زما په اوږو بار دی!!!… (مکینزي په داسې حال کې چې خپل سګرټ مړ کاوه.)
مکینزي:- زه بل څه اعتراض نه لرم خو زه د دې معاملي نه د سخت خطر بوی حس کوم … او ګومان کوم چې شیطان د دې معاملې په پلمه موږ د جنت په نامه، په چل چل کې د دوزخ په لار سوق وی. …
مکناټن:- د سخت خطر بوی؟(مکناټن بیا په تعجب هغه ته وکتل او ویې خندل، په او لوړ غږ تکرار ). هو، هو بوی، بوی او هغه ام د خطر بوی! خو ولې او څنګه؟… هو، هو دا فاکت دی چې اکبر به د خپلو (دراني) دښمنانو د ځپلو په کشمکش کې له موږ نه استفاده وکړي، موږ به وکاروي، مګر دا خو زموږ په ګټه ده، موږ باید لا د خدای نه شُکر وکړو چې دوې په خپلو منځو کې، لکه د سپیانو غوندې وجنګیږي، د یو بل وینې وڅکې او یو بل وخوري، د دوې ضعف موږ پاره د قوت درمل دي او موږ ته څه پروا کوي، څه مو ګټه یا تاوان چې دغه لغړ او دنګ غرونه درانیان اداره کوي که بارکزیان! ؟ ته ولې داسې بدبینه یې؟…
مکینزي:- معاملي د ځنځیر د لومړی کړۍ له کمزورتیا نه لا ورایه ښکارې چې اکبر یقینا دروغ وایي او په هغه باندې اعتبار کولو ګناه د انتحار کولو له ګناه نه کمه ده.
مکناټن:- هغه څنګه؟ مګر په کومه انګیزه او په کوم مقصد دروغ وایې؟ یو دلیل خو ووایه؟
مکینزي:- اساسي دلیل دا دی چې، اکبر به هیڅکله د شاه شجاع دستیاري قبوله نکړي او که فرض کړو چې هغه د صدارت مقام ومني، په هغې صورت هغه به هیڅکله له موږ سره خپل سیاسي واک شریک نه کړي. فلهذا دا مشکوک وړاندیز په خپل ماهیت کې یو دام دی.
مکناټن:- تاسو د استعماری سیاست د علم په الفبا لا خبر نه یاستئ…. زه به ضرور تاسو ته د استعماری سیاست حد اقل د اساساتو په اړوند یو تدریسي لکچر واورم… دمګړۍ دا درته وایم چې، که زموږ د نیواک لاندې هیواد کې یو کس خپلو شخصي ګټو ته د ملي ګټو په پرتله ترجیح ورکوي، په هغه باندې لازمه ده چې باور وکړو او هغه موږ ته وفادار پاتې کیدای شي او اکبر سیاسي واک تر لاسه کولو په هدف مبارزه کوي چې دا داعیه یې حقوقي اساس لري. … او څوک یې ملامت نه شي ګڼلي او بل تاسو هغه د شخصیت په پیژندګلوي کې پاتې راغلي یاست یا غلط فکر کوئ، په څومره غونډو کې چې ما د افغانانو سره ناستې شوي او هغوی مې پیژندلي دي، د ټولو په نسبت، زه یوازې د ده ذکاوت او منطقي استدلالونو متاثر کړی یم او په څنګ هغه د خبرې او عمل سړی ښکاري.
مکینزي:-، فلشمن شاید دا سړی زموږ په پرتله ښه وپیژني، (ما مداخله وکړه).
فلشمن:- ګرچې هغه زما د ژوند ناجي او په ما ګران دی خو زه داسې حدس وهم چې د هغه په زړه کې څه پټ منافقت شته… ( مکناټن وخوټیده او په ستوغه لهجه زما خبرې غوڅې کړلي)
مکناټن:- نو ته فقط او خلاصه ووایه چې زه په هغه باندې باور وکړم که ونهکړم او ولي؟ یو علت ام ووایه چې ما قانع کړي …
فلشمن:- زه صرف تاسو ملتفت کوم چې څه موده وړاندې هغه له مانه د استرالیا په مورد معلومات وغوښتل او کله چې زما د خولې هغه ته ووتل چې دا ځای د دوزخ دروازه ده، له هغې نه پس د ده لیدنې او کتنې له ما سره په دوامداره توګه ډیرې شولي او زه متوجه شوم چې دی کوم څه د ویلو پاره ما ته په زړه کې لري مګر، کلمات یې په خولې کې ژوي، مطلب دا چې شف،شف وایې او نه یې شفتالو کوي … نور نو زه هغه د وړاندیز د تکذيب او یا صداقت په تړاو څه خاص قضاوت نه شم کولای،…
مکناټن:- هو، ښاغلي فلشمن تاسو په ښه مناسبه موقع کې، ډیره مهمه موضع په نغوته کړه، هو دا زه وم چې د لارنس په ترو مې د اکبرخان له غوږه تیره کړه، چې ستا د پښې بې ځایه ښویدنه، ستا د ټول ټبر په برخه لیک باندې ناوړه اغیز او هغوې استرلیا ته تعبد د ګواښ سره مخ کولاې شي … تاسو خو خبر یاست چې د ده د پلار او نیږدې خپلوانو په ګډون، کابو د کورنۍ ټول غړې په لودیانه کې زموږ د څارني لاندې، د شاهانه امتیازاتو د سهولتونو په عزت کې پالل کیږي، تاسو پوهیږي چې د دوې(افغانانو) د خیښۍ او خپلوۍ د اړیکو عاطفي احساسات د پرنګیانو په پرتله لا پسې ډیر غښتلې او پیاوړې دي، بیا ام په تصور کې ان که فرض کړو، چې دې زموږ سره د خیانت نیت لري، مګر څه ډول خیانت؟ ایا د وژلو ناوړه قصد؟ هو منم چې په دوې کې د مذهبې بڼسټپالنې جذبه، چې د عقیدې په توپیر خپل سکون د بل په خون کې ګوري، هغه زموږ د کاتولیکو د بڼسټپالانو له افراطیت څخه کمه نه ده، مګر که اکبرخان په دا مرض اخته وای، بیا به ولي د فلشمن غوندې د کاتولیک مړی ده را ژوندی کاوه او زما په وژلو به ده ته څه ګټه ورسیږي، پرته د تاوان او بدنامی نه؟… (ما مداخله وکړه)
فلشمن:- هو په دې برخه کې زه سل په سلو کې در سره همغږی یم چې هغه یو روښان اند شخصیت دی او د هغه ازادخیال د تنګ نظری او د تعصب په قفس کې نه شي ایساریدلي…
مکناټن:- بیا ام په ټینګار سره په تاسو تاکید کوم چې په دې وړاندیز کې که تاسو د شر او یا د ریا یوه زره او یا یو څاڅکی لیدلي شي، لطفاً هغه ما ته په ګوته کړئ. … اوس تاسو خپله ورستۍ خبره وکړي…
فلشمن:- که زه تاسو ته ووایم، چې زه د افغانانو سره معامله کې هیڅ وړاندوینه نه شم کولی، ایا دا به تاسو ته کفایت وکړئ؟.
مکینزي:- زه بیا ام اصرار کوم چې د دې معاملې نه د مردارې اوښې سوړ ناولی بوی خیژي. (مکناټن د هغه خبری پریکړي).
مکناټن:- او زه په تا اصرار کوم چې ته عاجل شیلټن(لوی درستیز) ته دا موضع تشریح کړه او هغه دلته راوله …( یو ساعت ورسته جنرال شیلټن د مکناټن په دفتر کې).
مکناټن:- جناب محترم جنرال صاحب، څنګه چې د جناب قومندان صاحب ایلفینسټون روغتیایې حالت فعلاً ډیر ښه نه دی، خیر زه به سبا ته د هغه سره ځانګړې ناسته ولرم … مګر په دی مورد ستاسو نظر ام موږ ته محترم دی، تاسو په کې څه وواست؟
شیلټن:- ښاغلی سفیر صاحب، دا خلک چندان د اعتماد وړ نه دي او زما په اند دا مبهمه معامله یوه مهلکه لومه ده او بس (مکناټن په غوسه غږ).
مکناټن:- اوه خدایه! داسې چې ده، بیا مخ په وړاندې یا تخت یا تابوت راځئ چې مخامخ جګړه ورسره وکړو.
شیلټن:- ګران سفیر صاحب، تاسو پوهیږئ چې زموږ د عسکرو جنګې روحیه ګډه وډه ده…
مکناټن:- بیا بله چاره نه لرو، د اکبرخان وړاندیز موږ ته طلایې فرصت دی …زه په داسې مسایلو کې، نسبت له تاسو نه ډیرې تجربې لرم، نور نه پوهیږم خلاصه تاسو په پوځي چوکاټ کې خپلو مافوق درجه احضاراتو ته چمتوالی ونیسئ او نوره ټوله معامله ماته پریږدئ… زه پوهیږم او کار مې. ….
https://af.dawatmedia24.com/?p=182935
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
Comments are closed.