لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۳۶۱مه برخه

آصف بهاند

28

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۶۱مه برخه

 

پیسې گټه دونیا‌پرسته

زه پېغورونو ته تراوسه ناسته‌یمه

 

دواړه‌لاسونه رانه پرې‌کړئ

چې د پردي‌جانان مې وروټکاونه

 

د جانان غمه نور مې پرېـږده

شپه نیمايي شوه مزدورۍ ته سبا ځمه

 

د سندرغارې جينۍ يار يم

هغۀ ټپه کړي، زۀ لاسونه پړقوؤمه

 

په نوم دې زه بدنامه گرځم

په دیدنو دې گاونډیان مزې‌کوینه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا نوې‌لنډۍ راټولې شوې دي:

د زړه پر باغ مې ږلۍ وشوه

کله به بیا سپرلی راځي، سپـړي گلونه

 

د جدایۍ ورځې دې شمارم

ټول تاریخونه مې پر زړۀ لیکلي‌دینه

 

د سترگو تور لالی مې ورک دی

زرگر ته ناسته یم څېره یې جوړومه

 

د بیـوسۍ اخیری حد دی

د زړه ټوټې له مجبورۍ دې هیرومه

 

د یار یارۍ نه مې زړه تور کړه
خدایه سجدې به درته شپه ورځې کومه

 

د مسافرو ياري مه‌کړئ

سړی د زړه په رنځ اخته کړي، بيا ترې ځينه

 

د بېلتانه احسان راپورې

ما د لالي په قدر ورو ـ ورو پوهوینه

 

د مازدیگر زېړیه لمره

ژرپناه کېـږه چې د یار دیدن ته ځمه

 

دواړه‌لاسونه رانه پرې‌کړئ

چې د پردي‌جانان مې وروټکاونه

 

د بېلتانه کال دې پوره‌شو

ستا د پنځو ورځو یارۍ پښېمانه کړمه

 

د جانان غمه نور مې پرېـږده

شپه نیمايي شوه مزدورۍ ته سبا ځمه

 

د دروغجنو مخ دې تورشي

زه د لالي په غیـږ کې چا لیدلې یمه

 

د تا په تش ديدن مې وژني

د ميرې لور یمه، لمن مې توروینــــه

 

ددکهَ ‌کور درنه لوگی‌شه

په پردۍ ژبه راته مه‌لیکه خطونه

 

د ډاکترۍ ډیگري دې راوړه

د دولسم‌فـارغــه نـه‌مې‌درکـویـنـه

 

دا هم د تا د یارۍ ټس دی

لکه ماهي پر بیابان سلکۍ وهمه

 

د زړه له درده ټپې وایم

د جانان غم په زړگی وچ سیزلی‌یمه

 

د سندرغارې جينۍ يار يم

هغۀ ټپه کړي، زۀ لاسونه پړقوؤمه

 

د ملنگۍ‌جامو کې راشه

زه به په تورڅادر کې خیر دروباسمه

 

د زړه زخمونه می تازه که

لیونۍ ستا کوڅې ته بیا راغلی یمه

 

د زولنو غم راته وکړئ

د لیونتوب احوال مې نن‌سبا درځینه

 

د خوشحالۍ قسمت مې نه‌شته

غمه ډاډه راځه چې غاړه درکومه

 

د مدرسې طالب مي یارشو

چې څه ترې‌غواړم، مسلې راته‌کوینه

 

دومره ښېرې شکایت مه‌کړه

یار مې تازه مرورشوی، مړ به شمه

 

پر ما دې وي، پر تا دې نه وي

سخته گرمي، د ژمي یخ، ساړه بادونه

 

په تا به وران‌کورگۍ اباد وي

پر ما به ناست وي د خپل قبر دېوالونه

 

پۀ ازلي قلم مې بایلود

خوشې دعوه له بېلتانۀ سره کومه

 

په‌نیمه‌شپه کې راپه‌زړه شوې

په غاښ مې وچیچل د صبر‌تعویزونه

 

په نوم دې زه بدنامه گرځم

په دیدنو دې گاونډیان مزې‌کوینه

 

په وس مې هېڅ هم پوره نه‌دي

له ډکوسترگو به دې سترگې واړومه

 

په خوله به جنگ درسره وکړم

د زړه کـوڅې بـه درنـه‌ څـنـگـه بـېـلـومـه

 

پرون، پرونه و پرون تېرشو

نن به د نن خبرې نوې، نوې کړونه

 

په نیمه‌شپه ټپه راوکړه

یار مې بایللی دی، یوازې ناسته‌یمه

 

پرځان مې تورڅادر راخپورکړ

د جــدایـۍ تـبـې دې بـیـا نـیـولـی‌یـمـه

 

پر ما دې کړي، پر تا وشه

واړه دې مړه شه، غټ دې یوسه سیلابونه

 

پیسې گټه دونیا‌پرسته

زه پېغورونو ته تراوسه ناسته‌یمه

 

په نیمه‌شپه راشه جانانه

خلک ویده دي، ستوري نه‌وايي حالونه

 

زما په حق کافره یاره

د بزرگې قيصې دې واورم، وخاندمه

 

زما ترې زړه کله صبرېـږي

که غاښ یې‌وزي، مخ یې گونځې، گونځې‌شینه

 

زما نصیبه گنډېریه
نه دې څاروي خوري، نه دې سیند په څپو وړینه

 

زما دلالي صفت شروع دی

نجونو کې زه لکه سرداره ناسته‌يمه

 

زه يې د زرو په تول اخلم

جانان ته وايه که نازونه خرڅوينه

 

زما د زړه‌بازار دې وران‌کړ

په دې وران‌شوي بازار بیا راشه مییٔنه

 

زما يې هر ارمان زندۍ کــړ

زه به د کوم ارمان په سر چيغــې وهمه

 

زړه ته نږدې، له ځانه لرې

د کافر لورې زه دې روغ لیونی کړمه

 

زړه مې څلورجایه سوری دی

هـره‌ټـوټـه یـې د فــریـاد اوازکـویـنـه

 

زه د یورپ جنکۍ څه‌کړم

چې خړه‌پـړه پښتنه لیلا لرمه

 

زما ښایسته ځوانۍ زړيـږی

خدایه غریب جانان ته ورکړې دولتونه

 

رنگ بۀ مې ولې نۀ زېـړېـږي

چې غنم رنگ اشنا د کال پۀ سفر ځینه

 

راشه د زړه علاج مې وکړه

نور د چیندرو پر کرښو مه‌وهه ټوپونه

 

چې زه او ته یې سره بېل‌کړو

ورکه پښتو شه، ورک یې دغه رواجونه

 

چې ما ويلای، خداي منلای

اوس به د پنډې خېلخانې څېښتنه وومه

 

چې ورونه مري، خویندې دې مړې شي

بې‌وروره خور به ناز پر چا باندې کوینه

 

چې مسافر شې بیا بۀ راشې

د تور لحد بندي خو بېرته نه‌راځینه

 

چې تورماښام شي، غم دې راشي

لکه مرغۍ چې ماښام شنې‌ونې ته ځینه

 

نیستۍ مې څومره قدر کم کړ

چې یار مې وکسي، رانه لارې چپوینه

 

نه به دا ستا زړه په‌کرار شي

نه به دا زما مینه پربل‌چا ماته‌شینه

 

څنگه دې مست په یارانه وم

څنگه رنځور دې د بېلتونه په تبه کړمه

 

څــومره سپيڅلی منافق يم

د زړه غمونه په خندا کې پټومۀ

 

څنگه دې مست په يارانې وم

څنگه رنځور دې د بېلتون په تبه شومه

 

څوک چې له زړه نه یاري نه‌کړي

هسې د بــل زړگــی دې نــه‌ازارویــنــه

 

بېگاه په خوب کې ژړا راغله

چې خبرېدم گرېوان مې ټول لوند کړی‌ونه

 

بېگاه د یار کلي ته لاړم

په خندا لاړم، په ژړا ترې نه راتلمه

 

بې له تا مرمه، دا مې حال دی

لکه ماهي چې بې‌اوبو شي، اخر مرینه

 

بې‌وروره‌خور په کلي راغله

اواز یې وکړ چې د چا کره به ځمه

 

بې وسي دا ده، چې زما ده

غږ یې راځي دیوال ته گونگه ناسته‌یمه

 

بنگړي دې اوس هم راسره دي

ماتې‌ټوټې یې ښکولوم، ژړا راځینه

 

ښه ده چې تېرشوې سپیره‌کاله

زه دې په اوښکوتویولو ستړې‌کړمه

 

ښه شوه چې تا نه راپوره شوه

چې ملامته درته زه نه‌شـــوم مئینه

 

ښه ده چې تا لرمه خدایه

په بنده‌گانو به دې هسې نازېدمه

 

ما درته وې، نه‌ دې منله

مینه اباده زنده‌گي بربادوینه

 

مخ مې د یار په خاورو خړدی

حاجت یې نه‌شته چې اوبه ورواچومه

 

مخامخ مه‌راځه شرمېـږم

یمه خبره چې مې تا ته درکوینه

 

ما ته دې کور رامعلوم نه دی

پر ديوال سره لوپټه کېـږده، در به شمه

 

اوس مې پرقبر داسې تاوشه

لکه په ژوند چې زه ترتا نه تاوېدمه

 

اخرزمان دغه ته وایي

مرورگرځم، څوک مې نه‌پخلا‌کوینه

 

کشره تر مشـرې ښایسته ده

ظالمې مور یـې په سیالــۍ راوړي‌دینه

 

کۀ د جهان طبیبان راشي

چې مې جانان پوښتنه نۀ کړي. مړبه‌شمه

 

که د دیدن باران دې نه‌وای

د بېلتانه گرمۍ به سوي وو ملکونه

 

که مو ډيورنډ تر منځه نه وی

لکه ملنګ به دې کوڅه کې ګرځيدمه

 

که په ژړا نصیب ښه کېـږي

ما خپل سپیره نصیب ته ډېر ژړلي‌دینه

 

کۀ د جانان غمونه نۀ وای

د پسرلي تر گل بۀ زۀ نازکه ومه

 

که ووایم دونیا خبرېـږي

که غلی‌کېنم زړه مې پړق له غمه چوینه

 

یو دی ښائیست بله ځواني ده

مهرباني ده که می ومني سوالونه

 

یوځلې دې‌خوا نظروکړه

په تش‌کتو خو دې څوک نه‌حلالوینه

 

يا مې د سترگو نظر کم شو

يا مې جانان له مخه ونۀ شرمېدنه

 

ته به مې کله، کله یادکړې

زه دې په زړه پورې گنډلی گرځومه

 

تا خو په‌خپله زه رخصت کړم

د پښېمانۍ اوښکې دې ولي پر مخ ځینه

 

ته له کابل نه ټپه وکه

زه پښور نه یا قربان درته کومه

 

وړوکی ما په یارۍ پوه‌کړ

اوس د بل یارۍ ته واجول لاسونه

 

ولاړه یم، لاړه به نه‌شــم

تا به د زړه په رنځ اخته کړم، بیا به ځــمه

 

ورځه، ورځه په‌کار مې نه‌یې

موږ د کم‌اصلو خلکو نه‌کړو ارمانونه

 

ستايارانه د شمکي ده

شمکی تريخ دی، له ناکامه يې تېرومه

 

ستا به له ما نه گیله کېـږي

قسم دی یاره بندیوانه مې ساتینه

 

ستا یارانه اور او اوبه دي

اور مې سيزي، اوبه مې ښکته ډوبوېنه

 

ټوخی په ورو کړه، څه پېښ نه‌شي

مور مې میره ده، اوس به نېغه‌تاسته‌وینه

 

ولې ریښتیا راباندې وايې

چې ودې نه‌وینم، نرۍ تبه مې وینه

 

ته مې د غېـږې په ارمان یې

ما دې مرگي ته صدقې منلې‌دینه

 

ښه‌شوه چې تا نه راپوره شوه

چې ملامته درته زه نه‌شوم میٔنه

 

ما د نېستیو زور ليدلی

ما اوررېدلي دي د خلکو پېغورورنه

 

هندوان غويي غوښې هم نه‌خوري

مسلمانان د خپلو ورونو غوښې‌خورینه

 

هلته مې بل په ژوند راگډ دی

دلته مې نوک له غوښې څنگه واړومه

 

له ادم‌زادو نه بېزاریم

نور به لېوان په یارۍ نه‌نیسم مینه

 

لالی د بدو سړی نه‌دی

د بل په خوله چارې کوي، ما غرقوینه

 

جانانه غم دې سورکافر دی

په ما د ژمی شپی په ویښه تیروینه

 

ځان لیونی که، دې‌خوا راشه

په لیون‌توب کې به مې وکړې دیدنونه

 

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۳۶۰مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.