لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۳۶۰مه برخه

آصف بهاند

51

رنگ دې په نه خبره زېـړ شو

هلته به څه‌کړې چې زه ټوله د بل شمه

 

میمونه شنه سوه، په خندا سوه

د کاکا زوی دی، ما به نه حلالوینه

 

د کلي دنگې‌ونې پرې شوې

مرغان په توروغرو پناه شول، نه راځینه

 

ښېرا به ولې درته نه‌کړم

توره‌ټوپکه، ورانوې ودان‌کورونه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا نوې‌لنډۍ راټولې شوې دي:

 

افغانستان به خدای ابادکړي

د ناصرباغ په کمپ کې مه‌کره گلونونه

 

الله دې تا په چا مئین کړي

چی په تن روغ یې، زړه دې پټ کوي دردونه

 

افغانستانه خدای دې جوړکړه

چې هرافغان درته په ورین‌تندي راځینه

 

اوربل مې ټول پر اوږو خپور دی

واک مې د مور دی چې مې چاله ورکوينه

 

ترلیوني لالي ځارېـږه

تا د تربور خبرې څه لیدلې‌دینه

 

تېر خو به شې، خو هېر به نه‌شې
د بېوسۍ ژوندونه ېاد به دې ساتمه

 

ته مې ارواح، زه دې وجود یم

ارواح چې نه‌وي، وجود کله ژوند کوینه

 

په تا به څنکه شپه تیریـږي

ما ته د زړه له درد نه‌راځي خوبونه

 

پر دوېوال لږه راښکاره شه

چې دا میٔن زړگی مې لږ په کرارشینه

 

پۀ لار کې ناسته، ځان‌ته ژاړم

خدایه د لارې مل مې راولې چې ځمه

 

په زړه مې داسې مار لگیا دی

د خوشحالۍ‌غوښې ترې خوري، د غم پرېـږدینه

 

په بارانه خوشحاله نه یم

یار مې د خټو کور لري ویجاړ به شینه

 

پرمخ دې بیا څپېـړه راکړه

په سترگو ړوند شې، پېغلې چا وهلې‌دینه

 

پرمخ دې زخې راپیدا‌شه

چې د ځوانۍ غرور دې دړې‌وړې‌شینه

 

پلار خو دې ما وژلی نه‌دی

چې ما پسې دي د لمدو لښتووارونه

 

په وعده ټینگ اوسه جانانه

د خلکو خولې به تورې‌خاورې بندوینه

 

په مرگ به مرو، کفن کې شک دی

قـبـر نـصـیـب د بـخـتـورو خــلــکــو ویـنـه

 

پته دې نه‌وه گرانه یاره

ما دې د جنگ کلي کې وکړله پوښتنه

 

راځه چې پاس کابل ته لاړ شو

کابل جنت دی، نه روژې شته نه لمنځونه

 

رنگ دې په نه خبره زېـړ شو

هلته به څه‌کړې چې زه ټوله د بل شمه

 

زلفې د هرچا پرمخ زانگي

زما د یار پرمخ د سروزرو تارونه

 

زه به له هېڅ‌چا گیله نه‌کړم

نصیب مې خپل دی، هرساعت مې ژړوینه

 

زه دې دیدن باندې عادت کړم

چې ودې نه‌وینم، نرۍ‌تبه مې وینه

 

زما یې ژوند په غم اخته کړ

هغه د بل په کور کې گرځي سره‌لاسونه

 

زنگ راته‌وکړه، حال مې واخله

رنگ مې زېـړېـږي، د مرگي ورځې مې دینه

 

زما خیالي اوربل به سپین‌وي

چې مسافر اشنا مې کلي ته راځینه

 

زړه په توپونو نه نړېـږي

ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه

 

زما په یار پسې رنگ زېـړ دی

طبـیـبـان هسې خپل دارو خاورې‌کوینه

 

زما د زړه صبرېدل گران دي

جانان چې داسې خوی کوی، صبر به شینه

 

څنگه په ډک‌زړه خلک گرځي

خدای دې قیامت کړي چې خبره خلاصه شینه

 

خير مې د ټول كلي راټول كړ
اوس د جـانـان كــوڅه کې ډډه‌لگـومه

 

خلک په کرکو نه‌شرمېـږي

زه بــه د مـیـنـې‌کـیسې ولې‌پـټـومـه

 

خاورې به شم، خو دربه نه‌شم

ستا بې‌قدري به مې ترمرگه یاده‌وینه

 

د لالي شل‌زره دوښمن دي

سبا به مړ وي، مخ ترې ولې پټومه

 

د مني خړ سپېرۀ بادونه
پۀ چا لگيـږي، چا خوندي کړل صورتونه

 

د لیوني ارمان پوره‌شو

ترشا یې پرېښول، په چړو وهلي زړونه

 

د کلي دنگې‌ونې پرې شوې

مرغان په توروغرو پناه شول، نه راځینه

 

د کلي منځ کې ډزې وشوې

په زړه‌سوری شې، یاره ودکې کړه کوژدنه

 

دا خو انصاف نه‌دی عالمه

میٔن پرې زه‌یم، اوس یې بل ته ورکوینه

 

د توروسترگو اشنا ښه‌وي

څوک چې شین‌سترگی یار لري، برباد به وینه

 

د تناره لمبو ته پروت وای

پر زړه مې نه‌وای ستا د دووسترگو داغونه

 

د جینکو تعلیم پکار دي

چی له زلمو سره اوږه په وږه ځینه

 

د غریبۍ څه‌زلمیتوب وي

نه دې یاران وي، نه د ژمي مجلسونه

 

د سترگو تور بۀ ورته کېـږدم

کۀ مرور جانان پرې کېـږدي قدمونه

 

برباده شې، اباده مه شې

درپسې ومې کړل پر تور څادر نفلونه

 

مینه چې راشي، انسان ړوند‌شي

میٔن کورکلی هم پـرېـږدي، یار سره ځینه

 

میمونه شنه سوه، په خندا سوه

د کاکا زوی دی، ما به نه حلالوینه

 

مور یې شودې لور یې پیروی

پیروی خورم د شیدو غوړپ پسي‌کومه

 

ښېرا به ولې درته نه‌کړم

توره‌ټوپکه، ورانوې ودان‌کورونه

 

ستا تر نمجنوسترگو جارشم

غم دې پرغره‌شه، زه خو تا سپین‌ږیری کړمه

 

له تا مې ځکه ځان راټول که

درته بې‌قدره‌شوم، په ځان وشرمېدمه

له ما دې ټول خلک خفه شي

ته خفه نه‌شې، زما زړه درپسې چوینه

 

لاسونه کلک رانه چاپېر کړه

د وخت سيلۍ مې درنه ډنډ ته غورځوینه

 

غم دې زما شو، ته د بل شوې

الله دې مل شه، نور دې نه مجبورومه

 

عذرزارۍ مې ورته یوسئ

جانان که خدای رسول مني، نو رابه‌شینه

 

نن له کابله توتیان راغلل

خولو کې یې راوړل د میٔنو کاغذونه

 

یار مې بې ننگه سړی نه دی

چې مې له سختې نه خبر شي، رابه‌شینه

 

بابا مې نه‌درکوي یاره

لاړشه بابا باندې مې وکړه تاویزونه

 

ورکه‌لالیه غږ دې ورک‌شو

غم دې لیوه شو، بند په بند مې ماتوینه

نوربیا

 

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۳۵۹مه برخه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.