د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۴مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۷۲مه برخه
کومې لنډۍ چې د »سروکي یا نیمکۍ« په ملتیا سره زما له نظره تېرې شوې دي او ما ثبت کړې دي، دا یې دویمه برخه ده، تر دې وروسته هم که ما دې ته ورته د »سروکي یا نیمکۍ« نورې بېلگې ولیدلې راخوندي به یې کړم:
۹:
یاره پټ دې خبرومه
مهکوه جرگې راباندې
له ما نه واوړه
وڅکه د ځان وینې مې وڅکه
د یار نظره چې دې تنده ماتهشینه
له ما نه واوړه
یاره پټ دې خبرومه
مهکوه جرگې راباندې
له ما نه واوړه
خالونه واړه دي خالونه
د زنېخاله نوکري به دې کومه
له ما نه واوړه
یاره پټ دې خبرومه
مهکوه جرگې راباندې
له ما نه واوړه
یاري د جگ سړي پهکار ده
ځان ته به گوري، ستا به ډېر مدارکوینه
له ما نه واوړه
یاره پټ دې خبرومه
مهکوه جرگې راباندې
له ما نه واوړه
دا ښکلي، ښکلي به ترې بوزم
بد رنگ به پرېـږدم، سوزکۍ کې به راځینه
له ما نه واوړه
یاره پټ دې خبرومه
مهکوه جرگې راباندې
له ما نه واوړه
جانانه بر پټي ته راسه
په موړو گرځم، وږکۍ راټولومه
له ما نه واوړه
یاره پټ دې خبرومه
مهکوه جرگې راباندې
له ما نه واوړه
د هلکانو په یارۍ کې
پر عاشقانو د بوغمې راځي دردونه
له ما نه واوړه
یاره پټ دې خبرومه
مهکوه جرگې راباندې
له ما نه واوړه
دا «سروکی» او دا لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راخپلې کړې دي چې په یوهلویه ګوټه کې لکه د دېرې مجلس گڼشمېر خلک ناست دي، مسته موسیقي غږول کېـږي او څو تنه په وار سره لومړی «سروکی» وايي بیا لنډۍ وراچوي او تر هرې لنډۍ وروسته سر بیا تکرارېـږي په دې توپیر چې تر لنډۍ وروسته د سروکی وروستۍ برخه (له ما نه واوړه) وايي او بیا بشپر «سر» په تکرار سره وايي. سندرغاړي مې ونهپېژندل، ویدیو ينځهدقیقې او شل ثانیې اوږده ده. پر سکرین باندې د معلوماتو له مخې ویدیو د ۲۰۲۳ ام کال د اکتوبر په ۲۸مه ثبت شوې ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1205110267774865
۱۰:
کابله یخ یې، ډېر مې خوښ یې
که د زړه غوښې را نه غواړې، دربېکمه
وه سپینېکوترې،
څوک دې لیوني کړل، څوک دې وویستې له کاره
وه سپینېکوترې
د ښاغلي لالشیر صافي له یوې لنډې ویدیو نه مې ایله یو «سروکی» او یوه لنډۍ راخوندي کړل، ویدیو ټوله څلورڅلوېښتثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/820384527700442
۱۱:
داسې ورو، ورو
ځم درسره ودلبرې
د زړه د رازه
بیا دې وروسته خبرومه
داسې ورو، ورو
ځم درسره ودلبرې
د زړه د رازه
دا چې زه گردچاپېرهگرځم
ما ته مې یار په سپینهخوله خندلي دینه
ځم درسره ودلبرې
د زړه د رازه
دې امیرخان لالا ته وایه
اللهنظر باندې مې وایه سلامونه
ځم درسره ودلبرې
د زړه د رازه
کابل ته ما درسره بوزه
ته به مڼې خورې، زه بې لښتې ماتومه
ځم درسره ودلبرې
د زړه د رازه
لستوڼي وباسئ، تاوېـږئ
د چارباغیانو ښادي کله، کلهوینه
داسې ورو، ورو
ځم درسره ودلبرې
د زړه د رازه
بیا دې وروسته خبرومه
داسې ورو، ورو
ځم درسره ودلبرې
د زړه د رازه
ترډېر انتظار وروسته د بریالي صمدي داسې یوه ویدیو په مخه راغله چې د چا د خوښۍ په محفل کې له منظمو سازیانو سره ناست او سندرې وايي. یو بیخي نوی «سروکی» یې وایه او لنډۍ یې وراچولې، ما ایله څلور لنډۍ ورنه راخوندې کړې. ویدیو یې پنځهدقیقې او درېڅلویښت ثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/906046368448826
۱۲:
زړگی مې ژاړي
تا یادومه
زړگی مې ژاړي
ستا د راتلو لار مې څارله
د مرگ په حال دې یاره څه خبره ومه
زړگی مې ژاړي
تا یادومه
زړگی مې ژاړي
د تورلحد میلمه جانانه
جانانه ستا تصویر ته اوښکې تویومه
زړگی مې ژاړي
تا یادومه
زړگی مې ژاړي
دا پاسنی «سروکی» او دوې لنډۍ مې له داسې یوې ویدیو نه راولیکلې چې په سکرین کې یوځوان بوټي وهي او په غږ کې یوهمېرمن د چمبې ملتیا په خواشینۍ سره دا سروکی او لنډۍ زمزمه کوي. ویدیو یوهدقیقه او څلورثانیې ده، دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1398123935437275
۱۳:
په لنگرځای خوږې مسرې دی
ټکوروم به پرې د زړه زاړهزخمونه
له یوې ویدیو نه مې دا یوه لنډۍ هم راکاپي کړه. یوخو مې لنډۍ راخپله کړه، بل ورسره تکرارېدونکی «سروکی» زما لهپاره هم نوی و او هم ډېرخوندور. پاس مې لومړی لنډۍ ولیکله او دا لاندې مې څنگه چې سندرغاړي لنډۍ او سروکی ویلي وو، هماغسې مې خوندي کړل:
په لنگرځای خوږې مسرې دی
خانمجانې جنۍ
ما له گل د مڼو راوړه
راته ګرانې جنۍ
ما له گل د مڼو راوړه
ټکوروم به پرې د زړه زاړهزخمونه
خانمجانې جنۍ
ما له گل د مڼو راوړه
راته ګرانې جنۍ
ما له گل د مڼو راوړه
ویدیو نونسثانیې ده او دا لاندې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1454445876060930
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.