د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۳مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۷۱مه برخه
«د لنډیو اصلي منابع خلک دي» په ۳۲مه برخه کې د «سروکۍ یا نیمهکۍ» په باب معلومات وړاندې شول؛ اوس به د گڼو بېلگو په وړاندې کولو سره وگورو چې «سروکۍ ــ نیمهکۍ» او لنډۍ څنگه یو د بل متمم دي.
ما ښایسته ډېر وخت د هغو سندرغاړو د ویدیو کلیپونو په لیدلو تېر کړ چې هغوی لنډۍ د «سروکۍ یا نیمهکۍ» په ملتیا سره خپلو مخاطبینو او مینهوالو ته وړاندې کړې دي. دلته که له یوې خوا زما موخه د نویو لنډیو خوندي کول و، له بلې خوا مې دا مقصد هم و چې گڼشمېر «سروکۍ یا نیمهکۍ» هم دلته راخوندي کړم.
د دې خبرې یادول اړین گڼم چې «سروکي یا نیمکۍ» چې څه ډول ما د سندرغاړو له خولې اورېدلې دي، په هماغې بڼې مې ثبت کړي دي، کېدای شي هغوی یې بندونه وړاندې وروسته ویلي وي او یا یې بدلون په کې راوستی وي.
زما د کار سیستم داسې دی چې له هغو ویدیو کلیپونو څخه چې ما دا «سروکۍ ــ نیمهکۍ» او لنډۍ راه خودي کړې دي، د استناد لهپاره مې د ټولو ویدیوکلیپونو لینکونه هم دلته ایښي دي. دا لاندې یې څو بېلگې دي:
داسې یو «سروکی» مې هم واورېده، چې ما ته بیخي نوی و. په ویدیو کې همدا یو سروکی و لنډۍ یې نه وې وراچولې او ما اړینه وگڼله چې همدا یو سروکی هم راخوندي کړم:
۱:
واورې اوچتې شوې له غَرهَ
اوس راشه مسافره
چې سیل له لاړشو
دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1595072568193783
۲:
دا هم یوبل داسې سروکی چې په یوه ویدیو کې یوازې سروکی زمزمه شوی دی، خو مخکې له دې چې لنډۍ ورواچول شي، ویدیو خلاصېـږي. څنگه چې دا سروکی بیخي ما ته نوی دی، ځکه مې دلته راخوندي کړ:
د مازدیگر سیوري تازه شول پر یو غاړه
لیونۍ بیا گودر ته لاړه
په ویدیو کې یو تن په مزه سروکی زمزمه کوي او څو تنه نور یې په کورس یا ډلهایزه بڼه پسې تکراروي. ویدیو پنځهلسثانیې ده او دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/2351114525331065
۳:
کمیس مې زوړ دی، نور پرې نهخیژي گلونه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه
پټ به په زړه غمونه تېرکړم
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه، بیا راله بخمل وکه جانانه
بېدردهیار ته به ونهوایم حالونه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه،
کمیس مې زوړ دی، نور پرې نهخیژي گلونه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه
چې عمرډېرشي، صبرډېرشي
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه، بیا راله بخمل وکه جانانه
په جدایۍ کې یې زه لابېصبره شومه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه،
کمیس مې زوړ دی، نور پرې نهخیژي گلونه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه
څه لیونۍمینه دې راکړه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه، بیا راله بخمل وکه جانانه،
څه لیونی دې پهکوڅو کې پرېښودمه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه،
کمیس مې زوړ دی، نور پرې نه کېږي ډولونه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه
زما د سترگو نظر نهشته
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه، بیا راله بخمل وکه جانانه،
امسا په لاس به د جانان دیدن ته ځمه
ماله بل وکه،
یا راله بخمل وکه جانانه، بیا راله بخمل وکه جانانه،
کمیس مې زوړ دی، نور پرې نه کېږي ډولونه
ماله بل وکه،
بیا راله بخمل وکه جانانه، بیا راله بخمل وکه جانانه
په دې ویدیو کې هم پرته له موسیقۍ نه د ترنم په ډول یو «سروکی» او ورپسې لنډۍ زمزمه کېـږي. له ویدیو سره یوعکس اېښودل شوی دی چې په څنگ کې یې د ترنمکونکي نوم تایٔید افغان لیکل شوی دی:

ما پاسنۍ لنډۍ ورنه راخپلې کړې، دا لاندې یې او لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/24532125269742061
۴:
دا ځل مې یوه بله خوندهوره ویدیو پیدا کړله چې یوځوان په زړهوړونکي غږ کې لومړی یوسروکی وايي او بیا جالبې لنډۍ وراچوي، لومړی د سندرې «سروکی» او بیا څو لنډۍ:
غم دې را پهسر که
پټهیارانه وه، تا پې ټول کلی خبرکه
غم دې را پهسر که
چې شاهولي تبلو ته ناست وي
د … جان سره رباب مزه کوینه
غم دې را پهسر که
خلک به وایي چې ویده دی
ما به د یار له غمه ځان وژلیوینه
غم دې را پهسر که
پټهیارانه وه، تا پې ټول کلی خبرکه
غم دې را پهسر که
دا لاندې یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1479725566625191
۵:
انارباغ یې جوړاوه، ولاړه وه
بنگي جانان یې تېراوه، لهخوبه ومه
یو وارې راغی خوله مې ورکړه
لار یې سیٔهکړه په غضب ککړهشومه
انارباغ یې جوړاوه، ولاړه وه
بنگي جانان یې تېراوه، لهخوبه ومه
ډېرهموده وشوه ملگرو
له سالمخان سره مې وشول دیدنونه
انارباغ یې جوړاوه، ولاړه وه
بنگي جانان یې تېراوه، لهخوبه ومه
که حقیقت راباندې وایې
د دې محفل کسان تمام گلونهدینه
انارباغ یې جوړاوه، ولاړه وه
بنگي جانان یې تېراوه، لهخوبه ومه
لاړ د ځوانۍ دوران مې تېرشو
ما به له ډېره کبره چا ته نهکاتنه
انارباغ یې جوړاوه، ولاړه وه
بنگي جانان یې تېراوه، لهخوبه ومه
په خوب ویده به دې راویښکړم
یاره زما د لاس بنگړي راغليوینه
انارباغ یې جوړاوه، ولاړه وه
بنگي جانان یې تېراوه، لهخوبه ومه
په لاندې لینک کې د شفیع او شمس په غږ کې شپږ دقیقې او درې ثانیې ویدیو ده او ما پاسنۍ لنډۍ ورنه راخوښې کړې:
https://www.facebook.com/reel/1436529841372561
۶:
یوځل داسې یوه ویدیو په مخه راغله چې له شفیعالله سره یو بل د ښه غږلرونکی سندرغاړی چې شمس نومېږي، د ځوانانو په یوه محفل کې سره ناست دي، په وارسره د یوه «سروکی» په ملتیا ښې د خوند لنډۍ اچوي. «سروکی» داسې دی:
تورلونگ دانې ـ دانې
ځار اوبهیې راوړې
په شملو میٔنه ډېر مې یادېدې
تورلونگ دانې ـ دانې
غماز دې خپله غمازي کړي
یار یې جدا کړ نور یې څه پروا راځینه
ځار اوبهیې راوړې
په شملو میٔنه ډېر مې یادېدې
تورلونگ دانې ـ دانې
که ستا یاري مې، یاري نهکړه
دوکان وازکړم، کورکمن به خرڅومه
ځار اوبهیې راوړې
په شملو میٔنه ډېر مې یادېدې
تورلونگ دانې ـ دانې
دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1532091947600287
۷:
سبا ده گلې،
په کټ کې ځای راکه یخني نیولی یمه
گرانې سبا ده
برخه چې خواره ازلي وي
غمونه یې مل وي، در په در ټکرې خورینه
سبا ده گلې،
په کټ کې ځای راکه یخني نیولی یمه
گرانې سبا ده
په ژړا مه راپسې ژاړه
په ښه دوعا مې یادوه مسافرشومه
سبا ده گلې،
په کټ کې ځای راکه یخني نیولی یمه
گرانې سبا ده
دا د عبدالله مقري یوه ویدیو ده، درې دقیقې او یوپنځوس ثانیې اوږده ده چې لومړی «سروکی» ویل کېـږي او بیا وروسته لنډۍ په کې اچول کېـږي. ما هم سر راخوندي کړ او هم مې څو لنډۍ ورنه راخپلې کړلې. دا یې لینک دی:
https://www.facebook.com/reel/1431879838005344
۸:
په دې نوې ویدیو کې بیا شمس او شفیعالله بیا سره یوځای شوي، غبرگې سندرې وايی، لومړۍ «سر» او بیا لنډۍ وراچوي. ویدیو څلوردقیقې او پنځهلسثانیې ده، دالاندې لنډۍ او سروکی ما ورنه راخوندي کړي. تر لنډیو لاندې مې د ویدیو لینک ایښی دی:
راروانه ده
څنگله مې راځي
دا جلکۍ شماله ده
خواله مې راځي
کمیس د تي پرسر سوری دی
لکه مړز سر له پخسې نه وباسینه
راروانه ده
څنگله مې راځي
دا جلکۍ شماله ده
خواله مې راځي
کمیس د تي پرسر سوری دی
مخصد یې دا دی هلکجان پې زوروینه
راروانه ده
څنگله مې راځي
دا جلکۍ شماله ده
خواله مې راځي
هلکه روغ به لیونی شې
که د څلوروسترگو جنگ دې ولیدنه
راروانه ده
څنگله مې راځي
دا جلکۍ شماله ده
خواله مې راځي
https://www.facebook.com/reel/2289461628197011
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.