د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۲مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۷۰مهبرخه
د سروکی یا نیمهکۍ بحث:
ما د سندرغاړو په غږ کې د «سروکۍ یا نیمهکۍ» هرډول یا د ولسي سندرو نورډولونه چې له لڼدیو سره مل ویل کېـږي ــ چې په مخه راغلي ــ خوندي کړي دي او هغه لنډۍ مې هم رااخیستې دي چې له دې ولسي سندرو سره سندرغاړو زمزمه کړې دي. هماغسې چې استاد هېوادمل د «غرنۍ سندرې» په مقدمه کې ویلي دي، کېدای شي د اوسنیو سندرغاړو له خوا له لنډیو سره په ویل شوو سروکو کې هم لاسوهنې شوې وي او یا یې بندونه وړاندې وروسته ویل شوي وي.
ما یې تر اوسه گڼې بېلگې راخوندي کړې دي چې په پرلهپسې ډول به یې خپروم او وروسته تر دې هم که نورې بیلگې په مخه راشي، له تاسو درنو لوستوکو سره به یې شریکوم؛ خو لومړی باید د سروکی (نیمهکۍ) په باب درنولوستونکو ته معلومات وړاندې کړم او وروسته یې گڼې داسې بېلگې وړاندې کړم چې په هغو کې عملاًِ لیدل کېـږي چې لنډۍ څنگه د سروکۍ یا نیمکۍ بشپـړونکی برخه ده.
سروکی د پښتو ولسي سندرو داسې یو ډول دی چې لنډۍ یې بشپـړونکې برخه ده او بېلابېل ډولونه لري.
د سروکی (نیمهکۍ) په باب معلومات ما د استادانو په لکچرونو کې اورېدلی او په بېلابېلو کتابونو کې مې لوستی دي چې دا لاندې درې کتابونه یې همدا اوس زما په واک کې دي:
۱ ــ د خلکو سندرې، د حبیبالله رفیع اثر،
۲ ــ غرنۍ سندرې، د محمدعارف غروال اثر،
۳ ــ د پښتو شعر هندسي جوړښت، د محمداسماعیل یون اثر.
استاد حبیبالله رفیع د خپل کتاب (د خلکوسندرې) کې د پښتني فولکلور د نورو ډولونو ترڅنگ، د سروکۍ په باب هم بحث لري چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي:
«سروکۍ چې ځینې پښتانه «نیمهکۍ» هم ورته وايي، د پښتو په اولسي نظم کې یوه په زړهپورې، خوندوره او خوږهبرخه ده. څرنگه چې سروکۍ د پښتو شیرینې او خوږېسندرې دي، نو ځکه باید ووایو چې د سروکی «کی» د تجلیل او تحبیب لهپاره دی، نه د تصغیر او تحقیر لهپاره.
د سروکی مکمل او بشپـړونکی لنډۍ دي چې په اوسني اصطلاح کې سروکی ته «سروکی» یا «نیمه کی» او کومې لنډۍ چې په کې راځي، هغو ته عموماً «تیکۍ» یا «ټکی» ویل کېږي. همدا راز سروکی ته لومړی جز او لنډۍ ته دوهم جز هم ویل کېـږي، له سرکی سره په عام ډول ټولې لنډۍ ویل کېـدای شي او راوړل یې کوم اختصاص یا قید نهلري، خو هغه لنډۍ چې د سروکی له موضوع سره زیات ارتباط ولري، د اولیت حق لري…
د سروکی د ویلو طرز داسې دی چې لومړی سروکی او له هغه وروسته ټیکۍ (لنډۍ) ورلویـږي. سروکیو د پښتو د موسیقۍ او ټنگټکور نړۍ ډېره پراخه، ارته او رنگینه کړې ده…
د پښتو سروکی په عموميتوگه په دوو برخو ویشل شوي دي:
لومړی: هغه سروکۍ چې خاص په اتڼ کې ویل کېـږي، چې د «اتڼ سر» یې هم بولي،
دوهم: هغه سروکی چې له اتڼ څخه پرته په نورو مجلسو او ښادیو کې ویل کېـږي چې دې ته «عام سر» او یا خو تش سروکی او نیمکۍ وايي…»
(رفیع حبیبالله، د خلکوسندرې، د افغانستان اکادیمی د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۴۹ ام کال، ۱۲۳ ــ ۱۲۴ مخونه)
دغه راز په «غرنۍ سندرې» نومې اثر باندې استاد زلمي هېواد مل یوه اوږده علمي مقدمه لیکلې چې هلته یې د سروکی په باب هراړخیز علمي او مستند بحث کړی دی.
(غروال څیـړنمل محمد عارف، غرنۍ سندرې، د افغانستان د علومو اکادیمي، ۱۳۶۰ ام کال، ۵ ــ ۱۱۶ مخونه)
د کتاب (غرنۍ سندرې) مؤلف په دې کتاب کې د سروکیو په باب کوم تیوریک بحث نه دی کړی، بلکې د ولسي ادب د ځینو نورو ډولونو د بېلگو د ثبتولو ترڅنگ یې، د سروکو بېلگې هم ثبت کړې دي.
دریم کتاب چې اوس زما په واک کې دی او د سروکی په باب بحث په کې راغلی دی، «د پښتو شعر هندسي جوړښت»، نومېږي چې لیکوال یې محمداسماعیل یون دی. په دې کتاب کې یون صاحب د پښتو شعر سکښت باندې علمي او مفصلې خبرې کړې دي. د دې کتاب له ۱۳۷ ام مخ نه تر ۱۴۳ ام مخ پورې د سروکی (نیمکۍ) په باب بحث راغلی دی او یون صاحب یې د جوړښت او سکښت په باب غږېدلی او مثالونه یې هم وړاندې کړي دي.
په یاد کتاب کې د سروکی یا نیمکۍ په باب د یون صاحب په بحث کې داسې راغلي دي:«
سروكى (نيمكۍ):
ســروكى د پښــتو ولســي ســندرو يــو ځــانګړى ډول دى، چــې بېلابېل فورمونه يا شكلونه لري. ځينـې پښـتانه سـروكى (نيمكـۍ) بولي او د پكتياپه منګلو كې د (پام) په نوم يادېږي. سروكى د پښتو ولسي سندرو د نـورو اصـنافو پـه څېـر د پښـتون قام د زياترو كړو وړو انځورنه كوي او د خلكو د ملي، اجتمـاعي او روحي ځانګړنو عكاسي په كې شوېده.
سروكى معمولاً د لنډيو په واسطه بشپړېږي، داسـې چـې لـومړى سروكى ويل كېږي، بيـاټيكـۍ (لنـډۍ) ور اچـول كېـږي. لـه سـروكو سره ټولې لنډۍ ويل كېږي، خو هغه لنډۍ چې د سروكي له موضوع سـره ارتبـاط ولـري، خونـدورې وي. لنـډۍ وار پـه وار بـدلېږي، خـو سروكى د هرې لنډۍ په پاى كې مكرر راځي. لكه:
خانه راځه دلبره
ډكې لارۍ د جنكو لندن ته ځينه
د جنكو قدر يې كم كه
امان االله ته دې خداى لوڼې وركوينه
خانه راځه دلبره ډكې لارۍ د جنكو لندن ته ځينه
سـروكى كلـه يـو بيتيـز وي، يـانې دوه مسـرې لـري، چـې لـومړۍ مسره يې اوږده او دويمه يې لنډه وي او كلـه يـې دويمـه مسـره اوږده او لـومړۍ يـې لنـډه وي، كلـه درېمسـريز، څلـور مسـريز او پينځـه مسريز هم وي، چې دلته به د هر يوه بېلګه راوړو:
دوه مسريز سروكى چې لنډۍ هم ورسره مله ده:
الا يو غږ وشو
راغلې مه واى د جبو په ميدانونه
د لمندار كميس مېرمنې
الا يو غږ وشو
اور له لمنې باروې ستي دې كړمه
الا يو غږ وشو.
درېمسريزه سروكى:
پسې ورجګكړه سره لاسونه
لنډ كړه د ټيكۍ مزي دې
خال به دې وران شي.
څلور مسريزه سروكى:
تورې سترګې خماري
درته كړم ناله زاري
د زړه زخم مې كاري
شوم رسوا ستاپه ياري
پينځه مسريز سروكى:
ي بي شېرينې
زېړېګلې
راباندېواچوه
يوه لونګۍ
جوړه لاسونه
ښاغلى زلمى هېوادمل ليكـي: (( سـروكى بېلابېـل فورمونـه لـري چې ځينې يې ډېر زاړه دي او د اوستايي ګاتونو له (هوخشـتاتره) او (اهونار) سره په تول او وزن كې برابر خېږي)). (۴۴)
ددې ډول سروكوهندســي رغښــت داســې انځورېــدی شــي. دوه مسريز سروكي لږ تر لږه دغه لاندې بڼې درلودلاىشي:
_______________
_____________________
a__________________________
a_____________
a__________________________
a__________________________
دويمه او درېيمه بېلګې يې دا دي:
شين كميس راوړى كمر بند مې دى تر ملا
و غازي امان الله
مين چې شومه په ګل ببو
ستي يې كړمه په سرو لمبو (۴۵)
د درېمسريز سروكي شكلونه:
يو ډول يې هغه دي، چې د سر لـومړۍ مسـره يـې تـر دويمـې اوږده وي او دويمه يې تر درېيمې. بل ډول يـې دادى، چـې د سـر لـومړۍ او درېيمه مسره يې د څپو د شمېر له مخې برابرې وي او هم قافيه وي، خو دويمه مسره يې قافيه نه لري او هم لنډه وي. شكل يې دادى:
__________________________
_______________________
__________________
a__________________________
______________
a__________________________
دويمه بېلګه يې داده:
پورې د جانان كډې بارېږي
زم ورسره ځمه
كله مې مين زړګى صبرېږي(46)
څلور مسرييز سروكى:
هغه ډول چې ټولې مسرې يې قافيې ولري او د څپو شمېر يې سره
مساوي وي. لكه:
a__________________________
a__________________________
a__________________________
a__________________________
بله بېلګه يې داده، چې څلور واړه مسرې يې ټولې قافيه والـې نـه وي او هم يې د څپو شمېر سره برابر نه وي، لكه دا سروكى:
ګودر غاړه اجاره
مابې وروره مه كې
ورورې ما سره جوړه
شرنګ دې د بنګړو (47)
د پورتني سروكي شكل داسې دى:
a_______________________
___________________
a_______________________
____________
د پينځه مسريز سروكي يو شكلپه دېډول دى:
_____________________
______________
_________________________
_
سربېره پر دې د سروكو نور ډېر ډولونه هم شته لكـه هغـه سـروكي چې د ښځې او نارينـه تـرمنځ د سـوال او ځـواب پـه توګـه ويـل كېـږي.
لكه:
ښځه: جانانه راشه ديدن وكړه
خفه زړګى مې ښه كړه
سبابېلتون دى
نارينه: ګلې سباته به درځمه
تانه خفه كومه
ښكلى ژوندون دى
بله بېلګه:
ښځه: خان دلاور خانه، توره دې لونګۍ شمله دې لا مزه كوينه.
نارينه: ګلې بي بي ګلې، تورې سترګې سره لاسونه لا مزه كوينه.
دغـه راز يـو شـمېر ډول ډول سـروكي هـم شـته، چـې پـه بېلابېلـو سيمو پورې اړه نيسي، په لنډ ډول هغه د سر محقق زلمـي هېوادمـل په وينا: ((د سروكو د فورمونو شمېر خورا زيات دى.))
(یون محمداسماعیل، د پښتو شعر هندسي جوړښت، خـپـرنـدوى: يون كلتوري يون، شـپـږم چـاپ: ۱۳۸۷ل كال، ۳۷ ــ ۴۳ مخونه)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.