د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۱مهبرخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۶۹مه برخه
دا دی یوځل بیا ښاغلي عبدالعزیز نایبي د فرهنگي مهربانۍ له مخې څو لنډۍ رالېـږلې دي. په پیل کې یې څلور لنډۍ د اختر په ورځ (۲۱/۰۳/۲۰۲۶) راولېـږلې او بیا یې گڼشمېر نورې لنډۍ د ۲۰۲۶ ام کال د مارچ په ۲۲مه نېټه راولېـږلې. له ښاغلي عزیز نایٔبي نه په بیا ـ بیا مننې سره، دا لڼډۍ له تاسو درنو لوستونکو سره شرېکوم او د «لنډۍ، د ثبتولو ستونزه» نومې ټولگې په څلورم ټوک کې یې خوندي کوم:
دا ته به راشې زه به نه یم
زړه به دې ډک وي څوک به غږ نه در کوینه
د وطن ترخې مې خوراک وای
خوراک مې نه وای د پردي وطن ګلونه
دا ننۍ ورځ مې د مرګ ده
نن به د بل په کور کې ستر ماتوینه
دومره نازونه نخرې مه کړه
په مور به ګران یې زه دې څه پروا لرمه
د جانان دوه ځایه ناستی وي
یا د سیند غاړه، یا د جګو غرو سرونه
د ژمي دولس میاشتې شپه وي
چې دوه مئین سره یوځای شي لنډه شینه
د کلي لار به ورته نیسم
زما د زړه تاوان دې راکړي بیا دې ځینه
داسې ښیرې مې درته کړي
که پنځه ورځې ژوند لرې، څلور به شینه
د یارانې مې ورته ووېل
جینۍ تر کوره پورې ځي کنځل کوینه
د زړه رګونه مې خوږیږي
جانان په شونډو کې نصوار راکړي دینه
بې سجدې لمونځ درپسې وشه
په ما دې ړنګې مینې سر وګرځونه
په رنګ بدرنګ، په عمر تنګ شوم
په زړه څو رنګ د خپل جانان د لاسه یمه
په دنیا دوه کارونه نه وای
د ځلمو مرګ بل د تنکو نجونو ودونه
په زړه کافره غم دې پوې کړه
په نیمه شپه مې د زړه ور راټکوینه
پلار یې ټیکټر، مور یې ټیلر ده
لور یې بېلچه ده، هلکان ستړي کوینه
لږه بهر ورته راووځه
سپوژمۍ د ځان صفت کوي چې ښکلې یمه
ما د نیستیو زور لیدلی
ما اوریدلي د همزولو پېغورونه
ما ته په لار کې مه دریږه
زه یې په بدو کې وړه ورکړې یمه
ما د لالي وطن ته بوځئ
بیا کچکول راکړئ چې خیرونه ټولومه
جینکو خپل کورګي اباد کړل
وړکو اباد کړل لرې، لرې وطنونه
جانان په سرو غرمو کې لو کا
خدایه ما باد کړې چې خولې یې وچومه
جینۍ واده شوه، لور یې وشوه
لکه سپوژمۍ په غېږ کې ستوری ګرځوینه
جانانه زوړ نیکه دې مړ شه
چې فاتحې ته یې درځم، ودې وینمه
خدایزده چې زوړ شوم که بیمار یم
اوس چې پیتاوې ته کېنم، خوند راکوینه
که زوړ اشنا په مخه راغی
په نوي یار به ورته لار جارو کومه
زما دې شال په پړي زوړ کړ
ستا د سکرو له کانه نه خیږي لاسونه
زړه مې د لوړو غرو چینه ده
دا سیالني مرغان غرمې پرې تېروینه
زما جنت، جنت وطنه
ما غریبي ستا په کوڅو کې نه پریږدینه
شړشم په خپل پټي کرمه
چې مې جانان بیا څڼې غوړې ګرځوینه
نه یې د کټ سر ته ورتلی شم
نه د رنځور لالي له غمه خوب راځینه
ادې مې ځوی نه دی راوړی
څومره بېوسه د دادا له کوره ځمه
ته د اشنا نه، ښایسته نه یئ
ګلابه ولې په چرګ بانګ سپړې ګلونه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.